Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغان سوداګر: پاکستان په قصدي ډول د افغانستان تازه میوو موسم پر مهال لويې لارې بندوي

افغان سوداګر: پاکستان په قصدي ډول د افغانستان تازه میوو موسم پر مهال لويې لارې بندوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/09/10

د افغانستان او پاکستان تر منځ د تورخم دروازه د پنځمې ورځې لپاره هم تړلې پاتې ده.

د افغان سوداګرو له تازه میوو سلګونه بار موټرې د دې درازې د تړل کېدو له امله راګرځېدلي او اټکل شوی چې دغې چارې سوداګرو ته میلونونه ډالر زیان اړولی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، هره ورځ له افغانستانه سلګونه موټرې چې تازه میوه به يې صادروله بېرته له تورخم راګرځېدلي.

د یادې خونې سرپرست یونس مومند وايي، په بدیلو لارو يې غور کړی او ښايي د هغه مالي زیان مخه ورسره راکمه شي چې اټکل یې کیږي.

مومند زیاته کړې:« له بده مرغه زموږ د تازه مېوو موټر چې د تورخم له لارې صادرېدل هغه بېرته راګرځول شوي؛ نو ملي سوداګرو او د تازه مېوو ټولنې ته زموږ مشوره دا ده تر هغې چې د تورخم مسله هوارېږي، له نورو بدیلو لارو څخه کار واخلي، ځکه نورې ټولې لارې خلاصې دي، لکه: غلام خان بندر، انګور اډه او سپین بولدک ټولې بدیلې لارې خلاصې دي او دلته هېڅ ستونزه نشته.»

خو افغان سوداګر بیا لا هم د بدیلو لارو د نشتون خبره کوي او په خبره یې د دوی له پرلپسې غوښتنو وروسته هم ورته زمینه نه ده برابره شوې.

افغان سوداګر محمد نبي افغان وايي:« نن څلورمه ورځ ده چې موږ ډېره هڅه کړې څو خپلو توکو ته بله بدیله لاره پيدا کړو؛ خو له بده مرغه جواب مو ترلاسه نه کړ او اړ شو چې زموږ هغه موټر چې د پاکستان روډ پاس لري او یوازې د تورخم له لارې اجازه ورکول کېده، غوښتنه مو وکړه چې د غلام خان  له لارې د یو وار لپاره دغه موټرو ته اجازه ورکړئ.»

د اقتصادي چارو کارپوهان په دې باور دي، چې ډېر کله د افغانستان د تازه میوو او سبیزجاتو د موسمونو پر مهال پاکستان د تورخم یا بولدک لاره په قصدي ډول بندوي.

 یونس مومند د پاکستان دا چاره تصادف، خو افغان سوداګر يې قصدي او سیاسي اړیکې یادوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست یونس مومند وايي: « زما په نظر ځېني وخت تصادفات داسې وخت برابر شي چې د افغانستان د مېوو وخت وي، خدای دې وکړي چې دا قصدي نه وي.»

افغان سوداګر، محمد نبي افغان بیا وايي،: « معمولاً چې تر ډېره حده وګورو دا موضوع د هر کال په دغه موسم کې په یوه بهانه نه یوه بهانه را پيدا کېږي او شخصاً ماته سیاسي ښکاري، ځکه اوس زموږ د میوو وخت دی او په دې اساس وخت کې دغسې لاره بندېدل تصادف نه دي.»

تېر ماښام افغان سوداګرو خپلې سلګونه بار موټرې چې تازه میوه په کې بار وې، د تورخم له دروازې بېرته راوګرځولې، همدې چارې په کوردننه افغان سوداګر او خلک خواشیني کړي او په ټولنیزو رسنیو يې د یو کمپاین په شکل غوښتنه کړې چې یادې میوې او سبزي وپيري څو سوداګر له لوړو مالی زیانونو زیات اغیزمن نه شي.

 یو شمېر ناتائید شویو راپورنو او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو لیکلي چې د تورخم لارې له تړلو سره جوخت پاکستان او په تېره پېښور کې د انګورو ، رومیانو او یو شمېر نورو توکو بیې خورا لوړې شوي او په ځینو سیمو کې ان توکي نه پيدا کیږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې

جولای 30, 2026
هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي
اقتصاد

هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

جولای 28, 2026
د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي
اقتصاد

د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي

جولای 28, 2026
ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی
اقتصاد

ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی

جولای 28, 2026
بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ

جولای 23, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist