Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغان-ازبېک سوداګرو د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل

افغان-ازبېک سوداګرو د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/30

له اوزبېکستان څخه د یوه دولتي پلاوي په ترکيب کې شاوخوا ۴۰ سوداګر کابل ته راغلي او دلته يې له افغان سوداګرو سره په بېلابېلو برخو کې ۲۵ تړونونه لاسلیک کړل.

چارواکي وایي، دغه تړونونه به وکولی شي د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سیاسي اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.

دوی سوداګرو ته د حکومت له اړخه د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکوي، خو له افغان سوداګرو غواړي چې د وارداتو ترڅنګ ازبېکستان ته صادرات هم وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وايي: « موږ له خصوصي سکټور هیله لرو چې د صادراتو په تړاو هم ځینې مسایل په پام کې ونیسي. زموږ اکثریت صادرات خام مواد دي او موږ کولی شو د ازبېکستان په فابریکو کې یې پروسېس کړو. زموږ د معلوماتو له مخې، افغانستان سږ کال شاوخوا نیم میلیون ټن پنبه تولید کړې ده.»

نوموړی باوري دی چې په افغانستان کې د ازبېکستاني پانګوالو له لوري په پانګونې سره به خلکو ته په کور دننه کاري فرصتونه هم رامنځته شي.

بله خوا، خصوصي سکټور په تاشکند کې د افغاني محصولاتو وروستی جوړ شوی نندارتون له لاسته راوړنو ډک بولي او زياتوي، د دې نندارتون په پایله کې په ډاګه شوې چې افغاني توکي په ازبېکستان کې د پلور ښه بازار لري.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس سیدکریم هاشمي وايي: « لکه څرنګه چې تاسو ته معلومه ده، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې څلور ورځې وړاندې «د افغانستان جوړ» په نوم لومړنی نندارتون د ازبېکستان په تاشکند ښار کې جوړ کړ. په دې نندارتون کې د افغانستان مختلف تولیدات او محصولات لکه وچې او تازه مېوې، غالۍ، پنبه، ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې، زعفران او نور توکي د درېیو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې شول. نندارتون زموږ لپاره د پام وړ پایلې لرلې او د انتقال شویو توکو له ډلې د ۹۵ سلنو له فروش سربېره، سلګونه شرکتونو او زرګونه کسانو ترې لیدنه هم وکړه.»

په ورته مهال، ازبېکستاني چارواکي وايي، سوداګر يې چمتو دي چې د افغانستان په بېلابېلو سکټورونو کې پانګونې وکړي. دوی ډاډ ورکوي چې افغانستان ته به نه يوازې صادرات وکړي بلکې پر دې سربېره به ترې واردات هم ولري.

د ازبېکستان د نمنګان والي شوکت عبدالرزاقوف وايي: « د دې غونډې اصلي هدف د نامنګان سوداګرو او افغان کاروباریانو ترمنځ مستقیمې اړیکې ټینګول او د سوداګریز تبادلې د حجم زیاتوالی دی. موږ نه یوازې د تیارو محصولاتو د صادارت چمتوالی لرو بلکې ستاسو په هېواد کې د ګډو فابریکو د جوړولو، د کاري فرصتونو رامنځته کولو او د تجربو شریکولو لپاره هم چمتوالی لرو.»

په دې ګډه ناسته کې د افغان او ازبېکستانې سوداګرو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د شاوخوا ۵۱۴ میلیون ډالرو په ارزښت د راکړه ورکړې تړونونه لاسلیک شول چې پر بنسټ به يې د ۱۷۰ میلیون ډالرو په ارزښت له افغانستان څخه صادرات او پاتې نور به له اوزبېکستان څخه افغانستان ته واردات کېږي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د چارواکو په خبره، اوبېکستاني چارواکو ورسره ژمنه کړې چې۴۰ افغان پانګوالو ته به یو کلنې وېزې ورکوي او دغه راز به افغان سوداګرو ته په بندرونو کې ګڼې اسانتياوې ورته برابرې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist