Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغان – ازبېک خصوصي سکټور د شاوخو۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې

افغان – ازبېک خصوصي سکټور د شاوخو۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/12

د افغانستان او ازبېکستان د خصوصي سکټور ترمنځ ګډه ناسته په کابل کې د سوداګریزو اړیکو کنفرانس تر نامه لاندې جوړه شوه.

د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، ازبېکستان مرکزي آسیا، چین او روسیې ته د رسېدو لپاره افغان سوداګرو ته د پل حیثیت لري.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند وايي: « ازبېکستان زموږ لپاره منځنۍ آسیا، چین او روسیې ته د یوه ارتباطي پل حیثیت لري. موږ تمه لرو ازبېکستان هم په افغانستان کې له رامنځته شویو فرصتونو ګټه واخلي او دلته په پانګونه کې له موږ سره همکاري وکړي.»

په ورته مهال، د ازبېکستان د سوداګرۍ خونې مشر وايي، د تېرو کلونو پرتله افغانستان ته د ازبېکستان صادرات ۲۷ سلنه زیات شوي او هڅه کوي چې دا سوداګري نوره هم پراخه شي.

دوران وهابوف له ټولو سوداګرو غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې له رامنځته شویو اقتصادي او سوداګریزو فرصتونو ګټه واخلي او پانګونه وکړي.

وهابوف په دې اړه وايي: « د ازبېکستان او افغانستان له سوداګرو غوښتنه کوم چې په افغانستان کې له رامنځته شویو فرصتونو استفاده وکړي، دلته شرکتونه جوړ کړي او پانګه ونه وکړي.»

له بلې خوا، په بېلابېلو سوداګریزو برخو کې د افغانستان او ازبېکستان د سوداګرو ترمنځ له ۳۰ زیات هوکړه لیکونه لاسلیک شول چې ارزښت یې نږدې ۶۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

افغان سوداګر د افغانستان او ازبېکستان د سوداګرو ترمنځ اړیکې او نږدې والی د افغانستان د سوداګرۍ او اقتصادي ودې لپاره مهم ګڼي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مالي او اداري رییس میرزمان پوپل وايي: « له ازبېکستان ۱۰۵ شرکتونه راغلي وو او همدارنګه د افغانستان پارټنر شرکتونه چې په ساختماني برخه، د خوراکي توکو، برېښنايي توکو، تازه مېوې، فرنیچر او نورو برخو کې راغلي وو او له ازبېکستاني شرکتونونو سره یې شاوخوا د ۴۵ تر ۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت ۳۰ قراردادونه لاسلیک کړل.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې تخنیکي او د پالیسۍ مرستیال محمد انور عارفي وايي:« دغه شان کنفرانسونه د افغانستان او ازبېکستان ترمنځ د تجارتي تواصل لپاره ډېره ګټه لري. ازبېک لوری تصمیم لري چې د افغانستان د معدنیاتو او نورو سکټورونو په برخه کې پانګونه وکړي.»

په همدې حال کې د سوداګرۍ وزارت وايي له بل هر وخت اوس په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې او له ټولو هغو بهرنیو او کورنیو پانګوالو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې د پانګه اچونې هوډ لري.

د دې وزارت د سوداګریزو چارو معین احمد الله زاهد له ازبېک پانګوالو غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې له رامنځته شویو فرصتونو ښه ګټه واخلي.

زاهد په دې اړه وايي: « اوس په افغانستان کې د پانګونې لپاره تر ټولو غوره فرصت برابر دی. د افغانستان اسلامي امارت د خپل اقتصاد محوره سیاست پر بنسټ، د هغو ټولو پانګوالو که داخلي وي یا خارجي چې افغانستان کې پانګونه کوي، په ټول توان ملاتړ کوي. موږ غواړو د ازبېکستان له لارې د منځنۍ آسیا له ټولو هېوادونو سره سوداګري ولرو. باید ووایم چې زموږ د صادراتو اوسني ارقام ډېر کم دي.»

د افغانستان او ازبېکستان د خصوصي سکټور ترمنځ جوړ شوي کنفرانس کې افغان سوداګرو د اسانتیاوو رامنځته کولو او سترو بازارونو ته د لار موندنې په موخه، د سوداګرۍ د ګډې سیمه ییزې خونې د رامنځته کېدو وړاندیز هم وکړ چې په وینا یې افغانستان، ترکیه، ترکمنستان، ازبېکستان او آذربایجان یې باید غړیتوب ولري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي
اقتصاد

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي
اقتصاد

د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي

جون 16, 2026
پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول
اقتصاد

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026
بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي
اقتصاد

بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

جون 11, 2026
د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي
اقتصاد

د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي

جون 1, 2026
اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي
اقتصاد

اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي

مې 19, 2026

وروستي خبرونه

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist