د جنسیتي همغږۍ ډلې(جيسيجي) او د بشري لاسرسي کاري ډلې په یوې ګډې څېړنیزې سروې کې موندلې چې په افغانستان کې د ښځو پرکار د بندیز له امله، ملي او نړیوال بشري مرستندویه بنسټونه او سازمانونه د فعالیتونو له یو شمېر ننګونو او محدودیتونو سره مخ شوي.
د ملګرو ملتونو اړوند ادارو دغه سروې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د شاوخوا ۱۲۲ موسسو څخه بشپړه کړې چې ۱۰۲ یې کورنۍ نادولتي موسسې، ۱۴ یې نړیوالې موسسې او ۶ یې د ملګروملتونو اړوند ادارې دي.
په سروې کې ۴۵ سلنه موسسو او مرستندویه بشري سازمانونو له ډلې تایید کړې چې په کاري فعالیتونو کې یې ښځې او نارینه شامل دي؛ خو ۲۸ سلنه خیریه بنسټونو او موسسو بیا د ښځو فعال حضور محدود بللی حال دا چې ۱۴ سلنه نورو بیا په خپلو فعالیتونو کې د ښځو ونډه په بشپړه رد کړې ده.
د جنسیتي همغږۍ او د بشري لاسرسي کاري ډلې د ګډې سروې یوه برخه کې راغلي: « په پنځم پړاوو سروې کې د ښځو کاري بندیزونو او جنسیتي محدودیتونو اغېزې ارزول شوی او د دې څېړنه شوې چې د دې بندیزونو پرعملي کېدو سره، کورنیو نادولتي موسسو، نړیوالو موسسو او د ملګروملتونو اړوند مرستندویه ادارو پر فعالیتونو څه اغېز لري؟»
په سروې کې ۷۵ سلنو خیریه موسسو بیا د هغو شرایطو پربنسټ د ښځو ګډون تایید کړی چې د امر بالمعروف او نهې عن المنکروزارت له لوري یې پرعملي کولو سپارښتنې شوې. دغه راز، ۳۴ سلنه خیریه بنسټونو بیا د یاد وزارت د څارفعالیتونو ته زمینه چمتوکړې ده.
په ورته مهال، اسلامي امارت وايي، ټولو افغان مېرمنواو نجونو ته یې د اسلامي قوانینو پر بنسټ خپل حقونه ورکړي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: « زه په صراحت سره وایم چې افغانستان کې د ښځو حقونه له شرعي پلوه تأمین دي. هر هغه حقونه چې اسلامي شریعت ښځو ته ورکړي، د افغانستان اسلامي امارت ورته ژمن دی.»
د چارو شنونکي بیا د افغان مېرمنو پر کار د بندیز په اړه متفاوت لیدلوري لري. دوی وايي، که څه هم نړیوال سازمانونه ښځو کاري محدودیتونه د سیاسي موخو لپاره تعقیبوي، خو په ورته مهال یې د افغانستان موجوده وضعیت او اقتصادی کړکېچونو یو ستر زیان هم ګڼي چې د دوام له امله یې اقتصادي ناورینونه پراخېدلی شي.
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « زه اسلامي امارت ته وایم چې موږ ټول انسانان له همدې ښځو زیږېدلي یو؛ دوی زموږ میندې، خوندې، لوڼې او مېرمنې دي.»
د جنسیتي همغږۍ او د بشري لاسرسي کاري ډلو د پنځم پړاوو په سروې کې دا هم ویل شوي چې په افغان ټولنه کې د بشري وضعیت د لا خرابېدو یو بل ستر لامل، د نړیوالو بشري مرستو کمېدل دي چې دوام یې میلیونونه ښځې او ماشومان له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.