Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغانستان د سرو زرو پروسېس او ډیزاین په برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې شوی

افغانستان د سرو زرو پروسېس او ډیزاین په برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/26

کابل کې د زرګرۍ صنعت او سرو زرو د لومړني نندارتون پرانستغونډې ته حکومتي چارواکي هم راغلي وو.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر د دې درې‌ ورځني نندارتون د پرانستلو پرمهال وویل چې افغانستان د سرو زرو د پروسېس او ډیزاین په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی.

نوموړي له پانګوالو وغوښتل چې په دې برخه کې پانګونه زیاته کړي او افغانستان باید د سرو زرو د پروسېس او ډیزاین په برخه کې له نړۍ سره سیال او د سرو زرو پر صادرونکي هېواد بدل شي.

نورالدین عزیزي وايي: « موږ غواړو د نړۍ او سیمې په کچه نندارتونو کې د افغانستان د سرو زرو برنډ او استازولي ولرو. غواړو ترڅنګ یې د افغانستان قېمتي ډبرې او جواهرات هم ولرو. هرڅومره چې د افغانستان د زرګرۍ او جواهراتو سکټور په دې برخه کې کار کوي او زحمت باسي، موږ یې په هماغومره کچه ملاتړ کوو؛ زموږ ملاتړ به هم د هېواد په کچه وي او هم د سیمې په کچه.»

په ورته مهال، د عدلیې وزارت مسلکي معین په بېلابېلو صنعتي برخو کې د نندارتونونو جوړول د پانګونې د جلب لپاره مهم ګڼي.

عبدالکریم حیدر زیاتوي چې د صنعتي برخې وده کولی شي هېواد پر ځان بسیا او اقتصادي پرمختګ رامنځته کړي.

نوموړي له صنعتکارانو وغوښتل چې په خپلو تولیداتو کې د کمیت ترڅنګ کیفیت ته هم جدي پاملرنه وکړي.

د عدلیې وزارت مسلکي معین زیاتوي: « صنعت په یوه هېواد کې ډېر حیاتي رول لري؛ ځکه هېوادونه د صنعت له لارې ځان بسیاینې ته رسېږي او پر خپلو پښو درېږي.»

په ورته مهال، د افغانستان د زرګرانو ټولنې مشر وايي، د زرګرۍ صنعت په برخه کې کابو سل زره کسان په کار بوخت دي، خو د حکومت ملاتړ نه لري.

د افغانستان د زرګرانو ټولنې رییس، بشیر احسان‌زاده وايي: « د دې نندارتون د جوړولو موخه زموږ د خپلو کورنیو محصولاتو معرفي کول، د دولت ملاتړ جلبول او په ځانګړې توګه د زرګرانونو لپاره د ملاتړ جلبونه ده. موږ هیله لرو چې نږدې راتلونکي کې بشپړې ځان بسیاینې ته ورسېږو او خپل صنعت د سیمې ټولو هېوادونو ته معرفي کړو.»

د نندارتون ګډونوال بیا وايي چې افغانستان د سیمې او نړۍ په کچه د سرو زرو د پروسېس او زرګرۍ د صنعت په برخه کې د سیالۍ وړتیا پیدا کړې ده.

د نندارتون ګډونوال، عزیزالله امین وايي: « موږ کولی شو د افغانستان د خپلو سروزرو په استخراج سره د افغان سرو زرو برنډ نړۍ ته معرفي کړو. د زرګرۍ د دې ډول نندارتونو له لارې کولی شو د افغانستان د سرو زرو صنعت نړۍ ته معرفي کړو.»

د نندارتون ګډونوال، صمیم نورزی وايي: « لکه څرنګه چې تاسو ته معلومات دی، له دې وړاندې هر ډول سره زره له ګاونډیو هېوادونو او دوبۍ څخه راتلل. موږ اوس په دې صنعت کې داسې ځای ته رسېدلي یو چې له دوبۍ سره هم سیالي کوو. موږ له افغانستان څخه د سرو زرو صادراتو ته بشپړ چمتوالی لرو.»

دا نندارتون چې په لسګونو غرفو کې یې د صنعتکارانو له لوري پروسېس او ډیزاین شوي سره زر نندارې ته وړاندې شوي، درې ورځې به دوام ولري.

د چارواکو په خبره، د دې نندارتون موخه په هېواد کې د زرګرۍ د صنعت وده او په دې برخه کې د لا ډېرو پانګونو جلبول دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د درېیم اقتصادي فورم ناسته ترسره شوه
اقتصاد

د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د درېیم اقتصادي فورم ناسته ترسره شوه

اگست 25, 2026
بلخ کې د تېلو بیو کنټرول په موخه د نفتي توکو د لیلام لړۍ پیل شوه
اقتصاد

بلخ کې د تېلو بیو کنټرول په موخه د نفتي توکو د لیلام لړۍ پیل شوه

اگست 20, 2026
کندهار کې د ګول سیخونو یوې بلې تولیدي فابریکې کار پیل کړ
اقتصاد

کندهار کې د ګول سیخونو یوې بلې تولیدي فابریکې کار پیل کړ

اگست 17, 2026
هرات کې د ۱۴۳ میلیون ډالرو په پانګونې د سمنټو پروژې ساختماني چاري پیل شوې
اقتصاد

هرات کې د ۱۴۳ میلیون ډالرو په پانګونې د سمنټو پروژې ساختماني چاري پیل شوې

اگست 10, 2026
هلمند کې هره ورځ شاوخوا اویا زره لېټره شیدې تولیدیږي
اقتصاد

هلمند کې هره ورځ شاوخوا اویا زره لېټره شیدې تولیدیږي

اگست 9, 2026
کندهار او سوېل زون د ګول سیخونو او کاډرو په تولید کې ځان بسیا شوي
اقتصاد

کندهار او سوېل زون د ګول سیخونو او کاډرو په تولید کې ځان بسیا شوي

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

عایشه وهاب: امریکا باید له افغانستان سره ډېپلوماټیک تعامل پيل کړي

عایشه وهاب: امریکا باید له افغانستان سره ډېپلوماټیک تعامل پيل کړي

اگست 26, 2026
افغانستان د سرو زرو پروسېس او ډیزاین په برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې شوی

افغانستان د سرو زرو پروسېس او ډیزاین په برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې شوی

اگست 26, 2026
جرمني یو ځل بیا لسګونه افغان کډوال کابل ته را ستانه کړي

جرمني یو ځل بیا لسګونه افغان کډوال کابل ته را ستانه کړي

اگست 26, 2026
هند افغان شرکتونو ته د دې هېواد په نړیوال سوداګریز نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړې

هند افغان شرکتونو ته د دې هېواد په نړیوال سوداګریز نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړې

اگست 26, 2026
کندهار کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشوانو شمېر زيات شوی

یونیسف: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي

اگست 26, 2026
زابل کې څه کم ۴ زره له کاره لوېدلي نظامي وسایط بېرته رغول شوي

زابل کې څه کم ۴ زره له کاره لوېدلي نظامي وسایط بېرته رغول شوي

اگست 26, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist