Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغانستان تېر کال له روسیې تر ټولو ډېر اوړه پېرلي

افغانستان تېر کال له روسیې تر ټولو ډېر اوړه پېرلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/13

د روسيې ټاس خبري آژانس د دې هېواد د چارواکو له خولې لیکلي، روسيې تېر کال د شاوخوا ۳۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت اوړه پلورلي چې لویه برخه يې افغانستان پېرلي دي.

دوی دې ته په کتو زياته کړې، له افغانستان سره يې په تېر۲۰۲۴ کال کې سوداګري د وړم ۲۰۲۳ کال پرتله۲۰ سلنه زياته شوې.

د روسیې د کرنیزو محصولاتو د صادرولو دولتي اداره وايي:« افغانستان تېر کال له روسیې د اوړو تر ټولو لوی واردوونکی هېواد پاتې شوی. د وړم کال پرتله یې د اوړو پېرل دوه برابره شوي.»

روسي چارواکو له ټاس خبرې آژانس سره په خبرو کې د سرپرست حکومت او روسيې په سیاسي اړیکو هم خبري کړې او دا اړیکې يې مثبتې یادې کړې دي.

هڅه مو وکړه په دې اړه د سوداګرۍ او کرنې وزارتونو د چارواکو نظرونه هم واخلو، خو مالومات یې را نه کړل.

له دې وړاندې، چارواکو په وار وار له روسيې سره په سیاسي، امنیتي او اقتصادي اړیکو کې د ښه ‌والي ډاډ ورکړی و.

د اقتصادي چارو شنونکي وايي، اړتیا ده چې د زراعتې توکو له اړخه افغانستان پرځان بساینې ته ورسېږي او د وارداتو پر ځای يې صادرات زيات شي.

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « که چېرې دا سکټور ښه مدیریت شي، یانې دا چې په دې برخه کې د زراعت د مکانیزه کولو، د عصري ماشینونو د استعمال، کیمیاوي سرې، نویو تخمونو او نویو تولیداتو معرفي کول به هغه څه وي چې دا سکټور پر خپلو پښو ودروي. همدارنګه که چېرې د مارکېټ په برخه کې هم د کروندګرو لپاره فرصتونه برابر او عامه پوهاوی وشي، زه باوري یم چې دا به د داخلي مارکېټ ترڅنګ د بهرني مارکېټ لپاره هم په کافي اندازه تولیدات ولري.»  

یو شمېر نور شنونکي بیا له روسيې سره د سوداګريزو اړیکو پراختیا د دواړو هېوادونو ترمنځ د مشترکاتو زیاتوالي لپاره مهمه بولي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمد نبي افغان وايي: « که موږ وکولی شو روسیې ته د صادراتو پيل وکړو، موږ به وکولی شو په راتلونکي کې خپل اقتصاد پر پښو ودروو؛ ځکه تاسو وینئ چې روسیه، بېلاروس، ازبېکستان، قزاقستان او د ټولې مرکزي آسیا هېوادونه هڅه کوي چې په دې مهم وخت کې چې اروپا له دوی لاس اخیستی، اړیکې او تجارت یې سره خرابې دي، زموږ لپاره ښه زمینه برابره ده.»

د اقتصادي چارو شنوونکي ډېری افغانان پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي نو اړینه ده چې امکانات ورته برابر شي، ترڅو افغانستان په یادو سکټورونو کې له مصرفي پر صادراتي هېواد بدل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist