Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغانستان تېر کال د ۱۴۱ میلیون ډالرو په ارزښت تازه مېوه صادره کړې

افغانستان تېر کال د ۱۴۱ میلیون ډالرو په ارزښت تازه مېوه صادره کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/15

له پاکستان سره د سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته، افغانستان په دې بریالی شوی چې د بدیلو لارو په وسیله د خپلو صادراتو او وارداتو لړۍ په عادي ډول وساتي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي،  تېر کال له افغانستان څخه ۲۹۰ زره ټنه تازه مېوه بهرنیو هېوادونو ته صادره شوې.

له هدې وزارت خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: « تېر کال افغانستان شاوخوا۲۹۰ زره ټنه تازه مېوه بهرنیو هېوادونو ته صادره کړې چې ټولیز ارزښت یې ۱۴۱ میلیونه امریکایي دالر کېږي. په دې تازه مېوه کې چې مڼې، انګور او انار شامل دي،هند، عربي متحده اماراتو، قطر، منځنۍ اسیا، روسیې او یو شمېر اروپایي هېوادونو ته صادره شوې ده.»

د افغانستان وچه او تازه مېوه چې په نړیواله کچه ځانګړی ځای او نوم لري، د تېرو کلونو په پرتله یې صادرات زیات شوي.

له بلې خوا، یو شمېر اقتصادي شنونکي وايي چې د مېوې د صادراتو په اوسني ګراف کې د زیاتوالي لپاره اړتیا ده چې نړیوالو مارکېټونو ته د رسونې لپاره یې په نړیواله کچه د افغان سوداګرو ترمنځ د اړیکو او همغږۍ یوه شبکه رامنځته شي، ترڅو له دې سره د یادو صادراتو رسولو پر بنسټ، موجوده حجم لا لوړ شي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالجبار ساپی وايي: « موږ باید لومړی د وېزو ستونزه حل کړو او بیا په ټوله نړۍ کې د افغان سوداګرو ترمنځ یوه شبکه جوړه کړو. باید د نړۍ په ګوټ ګوټ کې له سوپرمارکېټ لرونکو افغانانو سره اړیکه ټینګه کړو، خپلې وچې او تازه مېوې ور ورسوو.»

یو شمېر نور شنونکي بیا د حکومتونو ترمنځ د اړیکو وضعیت د صادراتو په حجم پورې تړلی بولي او زیاتوي چې که هر څومره د صادراتو د کچې په لوړولو کار وشي، دا به د هېواد او په اړونده برخه کې د بوختو هېوادوالو اقتصادي ستونزې راکمې کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمد عیسی مبارز وايي: « باید د تازه مېوې صادرات لا ډېر شي، همدارنګه یې په کمیت کې ډېروالی راشي او له هېوادونو سره اړیکې ښې شي. هرڅومره چې له نورو هېوادونو سره زموږ صادرات ډېرېږي، د اړیکو پراختیا هم ورسره رامنځته کېږي. د صادراتو له ډېرېدو سره زموږ عواید ډېرېږي او د عوایدو له ډېرېدو سره زموږ ستونزې کمېږي.»

په افغانستان کې د سړو خونو نه شتوالی بیا د مېوې پر پېر او پلور هم اغېزه کولی شي، خو دې مقصد ته د رسیدا لپاره دایمي برېښنا یوه اړتیا بلل کېږي.

شنونکي دې ته په کتو وایي، که د تازه مېوې د ساتنې لپاره په کور دننه هلې ځلې وشي، له دې سره به د هېوادونو د موسمونو او اړتیاوو پر بنسټ ورته د هېواد تازه مېوه صادره شي.

د اقتصادي چارو شنونکی سیال وردګ وايي: « که موږ د خپلو تازه مېوو د ساتلو لپاره سړې خونې جوړې کړو، بیا کولی شو هغه مهال یې بازار ته وړاندې کړو چې تقاضا لوړه وي. دا چاره کولی شي د افغانستان او زموږ د بزګرانو پر اقتصاد مثبت اغېز ولري.»

له بلې خوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه چې د خصوصي سکټور په استازولۍ له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره هلې ځلې کوي وایي، هڅه کېږي د صادراتو په برخه کې سوداګرو او پانګوالو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامه اړیکو امر احسان الله احسان وايي: « له وچې او تازه مېوې سربېره، افغانستان څخه زعفران، غالۍ، قېمتي ډبرې او په ګڼو سکټورونو کې صنعتي توکي، بهر ته صادرېږي. د سوداګرۍ او پانګونې خونه تل هڅه کوي چې د خصوصي سکټور د نماینده نهاد په توګه سوداګرو او پانګوالو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.»

د افغانستان د تازه مېوو صادرات د هېواد  په اقتصاد کې یوه مهمه برخه جوړوي. د وروستیو شمېرو له مخې، هر کال سلګونو زره ټنه تازه او وچه مېوه چې ارزښت یې میلیونونو ډالرو ته رسېږي، نړیوالو بازارونو ته صادرېږي.

د دغو صادراتو مهم بازارونه ګاونډي او د خلیج هېوادونه دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان، روسیې او قزاقستان د سلګونه میلیونه افغانیو تړونونه لاسلیک کړل
اقتصاد

افغانستان، روسیې او قزاقستان د سلګونه میلیونه افغانیو تړونونه لاسلیک کړل

جولای 15, 2026
د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي
اقتصاد

د عطا الله عمري پر مشرۍ پلاوي د هند کرنیزو څېړنو برخې مسوولینو سره کتلي

جولای 12, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې
اقتصاد

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د صنعت او معدن په پنځم نندارتون کې د یوملیارد ډالرو په ارزښت تړونونه شوي
اقتصاد

د صنعت او معدن په پنځم نندارتون کې د یومیلیارد ډالرو په ارزښت تړونونه شوي

جولای 8, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ
اقتصاد

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو
اقتصاد

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026

وروستي خبرونه

تخار کې یوه ښځه او ماشوم له اووه کلن کورني بند څخه ازاد شول

تخار کې یوه ښځه او ماشوم له اووه کلن کورني بند څخه ازاد شول

جولای 15, 2026
افغانستان تېر کال د ۱۴۱ میلیون ډالرو په ارزښت تازه مېوه صادره کړې

افغانستان تېر کال د ۱۴۱ میلیون ډالرو په ارزښت تازه مېوه صادره کړې

جولای 15, 2026
افغانستان، روسیې او قزاقستان د سلګونه میلیونه افغانیو تړونونه لاسلیک کړل

افغانستان، روسیې او قزاقستان د سلګونه میلیونه افغانیو تړونونه لاسلیک کړل

جولای 15, 2026
د ناروې ولسي مرستو سازمان: امریکا را ته د افغانستان په ګډون ۱۲ هېوادونو کې د فعالیت درولو امر کړی

اوچا: روان کال افغانستان کې ماینونو ۱۸۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

جولای 15, 2026
افغان – ترکمني چارواکو افغانستان کې د رېل پټلیو پراختیا په اړه خبرې کړې

افغان – ترکمني چارواکو افغانستان کې د رېل پټلیو پراختیا په اړه خبرې کړې

جولای 15, 2026
ماهرنګ: یو شمېر پخواني افغان سرتېري د بلوڅانو ځپلو کې د پاکستاني پوځ ملتیا کوي

ماهرنګ: یو شمېر پخواني افغان سرتېري د بلوڅانو ځپلو کې د پاکستاني پوځ ملتیا کوي

جولای 15, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist