Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغانستان، روسیې او قزاقستان د سلګونه میلیونه افغانیو تړونونه لاسلیک کړل

افغانستان، روسیې او قزاقستان د سلګونه میلیونه افغانیو تړونونه لاسلیک کړل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/15

د روسیې د داغستان او تیومن ولایتونو، قزاقستان او د افغان سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د ۴۴۰ میلیون افغانیو په ارزښت سوداګریز هوکړه ‌لیکونه لاسلیک شول.

د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، دغه تړونونه د مخامخ سوداګریزو ناستو(بي‌ټوبي) پرمهال لاسلیک شوي.

د دې ادارې ویاند احسان الله احسان په خبره، د روسیې د داغستان او تیومن ولایتونو او قزاقستان ګډ سوداګریز پلاوی چې د شنبې په ورځ کابل ته راغلی و، د دوشنبې په ورځ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې په خونه کې له یو شمېر افغان سوداګرو او پانګوالو سره د سوداګریزو هوکړه ‌لیکونو لاسلیک کولو لپاره په ګډه سوداګریزه غونډه کې ګډون وکړ.

په دې سوداګریزه غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لوړ پوړو چارواکو او یو شمېر افغان سوداګرو او پانګوالو هم ګډون درلود.

احسان زیاتووي چې د روسيې او قزاقستان د ګډ سوداګریز پلاوي له لوري د روسیې د داغستان ولایت د صادراتو رئیس، د تیومن ولایت د سوداګرۍ خونې مرستیال او یو شمېر روسي او قزاقي سوداګرو او پانګوالو چې د خوراکي توکو(خوراکي غوړي، چای او غلو دانو)، ساختماني موادو او فلزاتو په برخو کې فعالیت لري، هم ګډون درلود.

د سرچینې په خبره، د دې سوداګریزې غونډې په پای کې د افغانستان او د روسیې د داغستان، تيومن او قزاقستان د سوداګرو او پانګوالو ترمنځ د ساختماني چارو، درملو، خوراکي توکو او کرنیزو خدمتونو په برخو کې د ۴۴۶ میلیون او ۶۲۰ زره افغانیو په ارزښت سوداګریز هوکړه ‌لیکونه لاسلیک شول.

د سواګرۍ او پانګونې خونې چارواکي دا ډول ناستې مهمې او اغېزناکې ګڼي او د هېواد اقتصادي ودې لپاره د دولتونواو خصوصي سکټورګډه همکاري مهمه بولي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist