Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلام جار: ټاپي پروژه دوو میاشتو کې بشپړېږي، صنعتکاران دې د ګازو کارولو ته چمتو شي

اسلام جار: ټاپي پروژه دوو میاشتو کې بشپړېږي، صنعتکاران دې د ګازو کارولو ته چمتو شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/30

د هرات والي وایي، په دې ولایت کې د ټاپي پروژې د عملي کارونو ډېره برخه بشپړه شوې او تمه ده چې پاتې چارې یې هم تر راتلونکو دوو میاشتو پورې بشپړې شي.

نور احمد اسلام جار ټینګار کړی چې د دې پروژې بشپړېدل به د هرات لپاره له اقتصادي او صنعتي پلوه مهم بدلونونه رامنځته کړي.

د هغه په خبره،صنعتکاران باید د ګازو کارونې ته له وړاندې چمتووالی ونیسي او خپلې فابریکې د طبیعي ګاز له انرژۍ څخه په ګټه اخستنې، برابرې کړي.

هرات والي زیاته کړې: «  د ټاپي پروژې ګاز تر راتلونکو دوو میاشتو موږ ته سپارل کېږي؛ کله چې موږ ته وسپارل شي، د افغان ګاز او ترکمن ګاز شرکتونو په همکارۍ به په لومړي ګام کې زموږ صنعتي ښارګوټی له ګازو برخمن شي.»

په پام کې ده چې په لومړي سر کې د هرات صنعتي ښارګوټی د ټاپي پروژې له ګازو څخه برخمن شي. صنعتکاران د ټاپي پروژې بشپړېدل د صنعت د ودې لپاره مهم بولي او تمه لري چې د طبیعي ګاز له برابرېدو سره به د فابریکو د انرژۍ ستونزې تر یوه بریده هوارې، د تولید لګښتونه راکم او د صنعتي فعالیتونو د پراختیا زمینه برابره شي.

د هرات صنایعو او کانونو خونې رییس، عبدالناصر امین وايي: « موږ همدا اوس هم ګاز سوځوونکي ماشینونه لرو، خو اوس د هغوی لپاره ګاز په ټانکرو کې راوړل کېږي او هر کارخانه لرونکی له ۴۰ تر ۱۰۰ ټنو زېرمې لري. دا زېرمې هم خطر لري او هم قېمته تمامېږي. که چېرې هرې کارخونې ته د ګازو پیپونه راشي، هم به ارزانه او بې خطره وي او هم به صنعتکارو ته ډېره ګټه ورسوي.»

صنعتکار، محمد نعیم شریفي وايي: « زموږ ټول تولیدوونکو سون توکو ته اړتیا لري. د برېښنا نه شتون او دغه راز د ډبرو سکو د نا مناسب والي له امله د تولید کچه ټیټه ده؛ کله چې ګاز راشي او سون توکي ارزانه شي، هم قېمتونه ټیټېږي او هم به د تولید کچه ورسره لوړه شي. د دې ګټه هم صنعتکارو، کارګرانو او هم مصرفوونکو ته رسېږي.»

بله خوا، د هرات اوسېدونکي هیله لري چې د ټاپي پروژې له بشپړېدو سره به د انرژۍ ستونزې راکمې، د کار زمینه پراخه او د خلکو د ژوند پر اقتصادي وضعیت مثبت اغېز وشي.

د تورغونډۍ بندر اوسېدونکی محمد معروف مهمند وايي: « ټاپي پروژه د ټول افغانستان لپاره لوی غنیمت دی، خو د تورغونډۍ لپاره بیا ډېره ښه خبره ده. دلته کورونو ته هم پیپونه غځول کېږي.»

د تورغونډۍ بندر اوسېدونکی خان محمد وايي: « کله چې د ټاپي پروژې ګاز راشي، دلته به ورسره کاروبار هم وغوړېږي او خلک به اسانه لاسرسی ورته ولري. وايي چې توغونډۍ کې هم پیپ کشي کېږي او موږ کولی شو په خپل کور کې ګاز ولرو. نور به له ګاز ډبو خلاص شوو.»

ټاپي د سیمې له مهمو اقتصادي او انرژۍ برابروونکو پروژو څخه ده چې د ترکمنستان طبیعي ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي. د دې نل‌لیکې ټول اوږدوالی شاوخوا ۱۸۰۰ کیلومتره او د انتقال کلنی ظرفیت یې ۳۳ میلیارد متر مکعب ګاز ښودل شوی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بلخ کې د اوړو ۵۰ کارخونې هره ورځ ۶۵۰۰ ټنه اوړه تولیدوي
اقتصاد

بلخ کې د اوړو ۵۰ کارخونې هره ورځ ۶۵۰۰ ټنه اوړه تولیدوي

اگست 31, 2026
هرات کې د ټاپي نل لیکې د ګازو وېش لپاره د شبکې جوړولو کارونه پيل شول
افغانستان

هرات کې د ټاپي نل لیکې د ګازو وېش لپاره د شبکې جوړولو کارونه پيل شول

اگست 30, 2026
افغانستان د سرو زرو پروسېس او ډیزاین په برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې شوی
اقتصاد

افغانستان د سرو زرو پروسېس او ډیزاین په برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې شوی

اگست 26, 2026
د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د درېیم اقتصادي فورم ناسته ترسره شوه
اقتصاد

د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د درېیم اقتصادي فورم ناسته ترسره شوه

اگست 25, 2026
بلخ کې د تېلو بیو کنټرول په موخه د نفتي توکو د لیلام لړۍ پیل شوه
اقتصاد

بلخ کې د تېلو بیو کنټرول په موخه د نفتي توکو د لیلام لړۍ پیل شوه

اگست 20, 2026
کندهار کې د ګول سیخونو یوې بلې تولیدي فابریکې کار پیل کړ
اقتصاد

کندهار کې د ګول سیخونو یوې بلې تولیدي فابریکې کار پیل کړ

اگست 17, 2026

وروستي خبرونه

ملګري ملتونه: اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو له کمښت سره مخ یو

ملګري ملتونه: اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو له کمښت سره مخ یو

سپتمبر 1, 2026
سکاټ مېلر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر ایستلو ناخوښ وم

سکاټ مېلر: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر ایستلو ناخوښ وم

سپتمبر 1, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
د کانګرېس غړي: له افغانستانه د ځواکونو ایستل د امریکا په تاریخ کې شرموونکې پېښه وه

د امریکا پوځي حضور پای ته رسېدو پنمځه کالیزه؛ اسلامي امارت یې بريمنه ورځ ګڼي

سپتمبر 1, 2026
د ننګرهار صنعتکاران تولیدي کارخونو ته د غځېدلي سړک جوړېدو غوښتنه کوي

د ننګرهار صنعتکاران تولیدي کارخونو ته د غځېدلي سړک جوړېدو غوښتنه کوي

اگست 31, 2026
بلخ کې د اوړو ۵۰ کارخونې هره ورځ ۶۵۰۰ ټنه اوړه تولیدوي

بلخ کې د اوړو ۵۰ کارخونې هره ورځ ۶۵۰۰ ټنه اوړه تولیدوي

اگست 31, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist