Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلامي امارت له تورغونډۍ بندر څخه منځنۍ آسیا ته سوداګري زیاته کړې

اسلامي امارت له تورغونډۍ بندر څخه منځنۍ آسیا ته سوداګري زیاته کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/01

اسلامي امارت له پاکستان سره د سوداګرۍ له بندېدو وروسته د هرات تورغونډۍ بندر له لارې منځنۍ اسیا  ته د سوداګرۍ خدمتونو د تنظیم هڅې زیاتې کړې دي.

د دولتي شرکتونو عمومي رییس وايي، په تورغونډۍ بندر کې یې د ستراش په نوم د دولتي شرکت خدمتونه معیاري کړي چې د ټرانزیټ له زیاتېدو سره به یې چارې نورې هم منظمې شي.

احمد جان بلال له تورغونډۍ څخه ترکمنستان ته د تازه مېوو صادراتو پیلولو ته په اشارې زیاتوي، د افغانستان تازه مېوو خرڅلاو  لپاره یې د پاکستان په ځای بدیلې لارې پیدا کړې دي او د نورو لارو د پیدا کولو په اړه هڅې روانې دي.

د دولتي شرکتونو لوی رییس وايي: « داسې فکر کېده چې له پاکستان سره تر لارو بندېدو وروسته به د افغانستان د محصولاتو لپاره مارکېټ نه وي او زموږ بزګران او سوداګر به له ستونزو سره مخ شي. دا خدای په فضل نورې بدیلي لارې پيدا شوي او موږ یې دا دی شاهدان یو چې زموږ مڼې ترکمنستان هېواد ته صادرېږي.»

په ورته مهال، په تورغونډۍ بندر کې د ستراش دولتي شرکت مسوولین وايي، له دې لارې منځنۍ اسیا ته د افغان توکو د صادراتو او دغه راز  له یادو هېوادونو څخه وارداتو لپاره هر اړخیزې اسانتیاوې چمتو شوې دي. د مسوولینو په خبره، د ټرانزیټ له زیاتېدا سره به د دوی په خدمتونو کې هم بدلونونه راشي.

د ستراش دولتي شرکت مسوول عصمت الله وايي: « که چېرې سوداګر غواړي چې په دې بندر کې ۲۴ ساعته کار وشي، موږ دېته چمتو یو. موږ په یوه وخت کې کولی شو تر ۵۰۰ واګونونه تخلیه کړو.»

د ستراش شرکت مالي او اداري چارو آمر میرحمزه جمالي وايي: « دا یو خدماتي شرکت دی چې تخلیه او بارګیري یې دنده ده. دا شرکت په اړینو عصري وسایلو او ټکنالوژۍ سمبال دی.»

د خصوصي ټرانزیټي  شرکتونو مسوولین او کارکوونکي  له تورغونډۍ بندر څخه د ترکمنستان په ګډون د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د تازه مېوو د صادراتو په تړاو د اسلامي امارت له خوا د اسانتیاوو له رامنځته کېدو خوشاله دي.

د دوی په خبره، د ټرانزیټ په زیاتېدو سره په کارونو او سوداګرۍ کې منفي اغېزې نه دي رامنځته شوې.

د ازاد میهن شرکت مسوول صحت محمدي وايي: « په ټول توان له موږ سره همکاري کېږي. سره له دې چې نن د جمعې ورځ او رخصتي ده، خو بیا هم مسوولین له موږ سره همکار دي. همدارنګه زموږ د کارونو ترسره کېدو لپاره امکانات برابر شوي دي.»

کارګر محمد نعیم اسحق زی وايي: « موږ اوس د شپې تر لسو بجو کار کوو، خو موږ چمتو یو چې تر سهار کار وکړو. موږ په خپل وطن کې په کار خوښ یو او هر ډول شرایط مو قبول دي.»   

له تورغونډۍ لارې  د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د اورګاډي پټلۍ او موټرونو په وسیله سوداګري کېږي چې که څه هم کلنی ارزښت یې څرګند نه دی، مګر په دې په وروستیو کې له پاکستان سره د ټرانزیټ له تړل کېدو وروسته له دغې لارې ترکمنستان ، قزاقستان او روسیې ته د افغانستان د تازه مېوو صادرات زیات شوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist