Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ازبکستان منځنۍ آسیا ته د افغانستان تازه مېوو صادراتو ته اسانتیاوې رامنځته کوي

ازبکستان منځنۍ آسیا ته د افغانستان تازه مېوو صادراتو ته اسانتیاوې رامنځته کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/31

د افغانستان موسمي محصولاتو او په ځانګړې توګه د تازه مېوو صادرولو پر وړاندې د پاکستان د دوه ګوني چلن پر دوام، ازبېکستان ډاډ ورکړی، چې افغانستان د بديلې لارې په توګه د ياد هېواد په وسيله خپلې تازه مېوې د منځنۍ آسيا هېوادونو ته صادرولی شي.

د ازبکستان لومړي وزیر عبدالله عارف اوف د ترمذ نړيوال سوداګريز مرکز پرانيست غونډې په څنډه کې ويلي،  له حیرتان بندر تر هرات پورې يې د اوسپنې پټلۍ غځولو لپاره تخنیکي ټیمونه ګومارلي او هېواد یې چمتو دی، چې له خپلې خاورې په تېرېدو سره د منځنۍ آسیا هېوادونو ته د افغانستان د تازه مېوو صادرولو لپاره اسانتاوې رامنځته کړي.

عارف‌اوف زیاته کړې: « افغانستان د ازبېکستان په بهرني سیاست کې مهم ځای لري او په همدې موخه تاشکنت چمتو دی، چې له کابل سره د خپلو سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پراخولو په موخه له خپلې خاورې د منځنۍ آسیا هېوادونو ته د افغانستان تازه مېوو د صادرولو لپاره هر ډول اسانتیاوې رامنځته کړي.»

په همدې حال کې د ریاست الوزا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ترمز ته د خپل سفر پر مهال د ازبېکستان له لومړي وزیر سره په کتنه کې ویلي، سرپرست حکومت د ټولو هغو چارو عملي کولو لپاره چمتوو دی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو له لا تودېدو او پیاوړي کېدو سره مرسته کوي.

هغه زیاته کړې: « اسلامي امارت د ټولو هغو چارو عملي پیل لپاره چمتوو دی، چې د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو پراختیا او پیاوړي کولو کې رغنده رول لوبوي.»

د اقتصادي چارو شنوونکي د ازبېکستان دغه ګام ستايي او وايي، دغه کار کولی شي پر نورو هېوادونو مثبت اغېز ولري.

 د دوی په خبره، له دې لارې له یو شمېر ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره نښلېدل به د تورخم سپین بولدک د لارو ښه بديل وي، چې د اقتصادي پیاوړتیا ترڅنګ به د افغانستان صادرات تر اروپايي هېوادونو ورسوي.

د اقتصادي چارو شنوونکی صدیق حمید زوی وايي:« دا د افغانستان لپاره یوه ستره لاسته راوړنه او د خلاصون لاره ده. که افغانستان وکولی شي، د خپلو اقتصادي اړتیاوو پوره کولو لاره د پاکستان له انحصار وباسي او له نورو هېوادونو سره یې ونښلوي، دا به د افغانستان د خلاصون، سیاسي ثبات او بقا لامل شي.»

له دې وړاندې د ازبېکستان د سوداګرۍ وزیر په کابل کې د سرپرست حکومت له چارواکو سره په لیدنه کې ویلي و، په راتلونکو درېیو کلونو کې به له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه شاوخوا ۳ مېلیارد ډالرو ته ورسوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي
اقتصاد

عزیزي: د افغانستان او قزاقستان د اقتصادي اړیکو پراختیا عملیاتي لړۍ پیلېږي

جون 22, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي
اقتصاد

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي
اقتصاد

د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي

جون 16, 2026
پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول
اقتصاد

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026
بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي
اقتصاد

بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

جون 11, 2026
د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي
اقتصاد

د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي

جون 1, 2026

وروستي خبرونه

افغان او اروپايي ټولنې چارواکو پر دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې کړې

افغان او اروپايي ټولنې چارواکو پر دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې کړې

جون 25, 2026
کابل کې د او.آی.سي دفتر مشر د سعودي عربستان له سفیر سره کتلي

کابل کې د او.آی.سي دفتر مشر د سعودي عربستان له سفیر سره کتلي

جون 25, 2026
د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

جون 24, 2026
ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist