Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ارګ: د مسکو غونډه اجرایوي او عملي پاېله نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/02/07

ارګ د مسکو ناستې ته په خپل تازه غبرګون کې ویلي چې د سولې په برخه کې اجرایوي او عملي پایله نه لري.

د مسکو دوه ورځینۍ ناسته د یوې ګډې اعلامې په خبرېدو سره پای ته ورسېده.

له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل، د یو غښتلي اسلامي حکومت جوړېدل، او خپلمنځیو خبرو ټینګار د افغانستان څخه نورو ته د ګواښ مخنیوی او له نړۍ سره ښې اړیکې د ګډې اعلامې غټ ټکي دي چې طالبان او سیاسي جریانونه پرې بشپړ توافق لري او ژمنتیا یې ښوولې.

افغان دولت چې په دې خبرو کې نه و د ارګ تازه غبرګون همدا دی چې اجرایوي او عملي پایله نه لري.

ولسمشرۍ ماڼۍ د مسکو ناستې ته په خپل تازه غبرګون کې ویلي چې د سولې په برخه کې اجرایوي او عملي پایله نه لري.

ارګ وایي، د طالبانو او سیاسي څېرو ترمنځ ناسته د سولې په اړه یوازې یو علمي او سیاسي بحث و.

د مسکو ناسته چې د یوه ګډ پرېکړه لیک سره پای ته ورسېده ټولو خواوو توافق کړی چې دا ډول ناستې به دوام کوي او افغانستان کې یو غښتلی اسلامي حکومت کولای شي پرستونزو برلاسی شي.

د کنفرانس ټول ګ‌‌‌‌‌‌ډون کوونکي او خواوې د افغانستان په بنیادی بنسټونو، دفاعي او نورو ملی نهادونو چی د ټولو افغانانو ملکیت دی، د سولی د توافق څخه وروسته  په دې برخو کې په سمون ټینګار کړی دی.

له اعلامې وروسته تبصره کوونکو باور همدا دی چې مسکو په مېز بحث په ملي مسایلو شوی او راتلونکې کې به حکومت هم د دې خبرو برخه وګرځي خو د خلکو او حکومت همکاري یوه اړتیا ده.

ټاکل شوې بله ناسته په قطر کې جوړه شي چېرته چې طالبانو او امریکا پر افغان سولې ۶ ورځې خبرې وکړې.

خو د اندېښنې وړ خبره داده په هغو ناستو کې چې اصلي خواوې نه وي شاملې د سولې له پروسې سره مرسته نه شي کولای او دې لپاره ټینګار همدا کېږي چې طالبان او حکومت باید مخامخ خبرې وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي
افغانستان

ثاقب: د حج له لګښتونو پاتې شوې پیسې بېرته حاجیانو ته ورکول کېږي

جولای 30, 2026
کارپوهان: پر چابهار بندر د بندیزونو معافیت ختمول د سیمې اقتصاد زیانمنوي
افغانستان

د ایران- امریکا جګړې د چابهار بندر برخلیک له ناڅرګند وضعیت سره مخ کړی

جولای 29, 2026
د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي
افغانستان

د افغانستان هوايي ځواکونو چترال کې د وسله والو پر پټنځایونو بریدونه کړي

جولای 29, 2026
حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ
افغانستان

حکومت ولس ته د حساب ورکولو پروګرام پيل کړ

جولای 29, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist