Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اخوندزاده: له روسيې سره د تړون له مخې واردیدونکي توکي به افغان سوداګر بازار ته وړاندې کړي

shamshadnews by shamshadnews
2022/10/09

 د اسلامي امارت صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام اخوند زاده وايي، له روسيې سره د دوه میلیونه ټنو پترول او ډيزولو، پنځه سوه زرو ټنو مایع ګاز او  د دوه میلیونه ټنو اوړو تړون له مخې به توکي ژر افغانستان ته راورسیږي.

اخوندزاده وايي، ياد  تړون د یوه کال لپاره شوی، خو پلان لري،چې له دې وروسته روسيې سره دایمي تړونونه ولري.

هغه زیاته کړه:« هغه تړون،چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت یې له روسیې سره لري، ټول هېوادوال په جریان کې دي،چې یو میلیون ټن ډيزل، يو میلیون ټن پترول، پنځه سوه زره ټنه مایع ګاز او دوه میلیونه ټنه اوړه په کې شامل دي،چې د یوه کال په موده کې به افغانستان ته راوړل شي. اوس مهال دا تړون د یوه کال لپاره دی،خو  له یوه کال وروسته به لخیره دا تړون دایمي شي.»

تمه ده،چې افغانستان ته به د دغه توکو په رارسېدو سره د اوړو، غوړیو او نفتي توکو بیې لا راټیټي شي.

اخوندزاده وايي،هڅه کوي راوړل شوي توکي د افغان سوداګرو له طریقه بازار ته وړاندې کړي.

هغه زیاته کړه:« هغه توکي،چې موږ ترې یادونه وکړه،افغانستان ته له راتګ وروسته به سوداګرو ته ورکړل شي،ترڅو له دې لارې خلکو ته ورسیږي.»

د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی بیا غوښتنه لري،چې راوړل شوي توکي دې یوې ډلې يا یوه سوداګر ته نه ورکول کیږي او په مساوي ډول دې په ډېرو سوداګرو وویشل شي.

الکوزي زیاته کړه:« تړونونه،چې څومره ډېر وشي او دولت سهولتونه رامنځته  کړي، دولت باید خپله تجارت ونه کړي، دولت باید فرصتونه برابر کړي او تجارانو ته دا په مناسبه بیه ورکړي، یعنې انحصار نه شي، چې په دې کې بیا لاس په لاس نه شي،چې بیا یو تجار ته ورکړل شي او بل تجار ته نه ورکول کیږي، دوی باید شرایط وضع کړي او د همدې شرایطو په صورت کې چې هر څوک دغه شرایط پوره کوي، همغه ته بیا یو معین نرخ ورکړي، یوه سړي ته باید ورنه کړل شي، چې بازار د یوه سړي په لاس کې وي، دا بیا ستونزه پيدا کوي.»

سره له دې چې افغانستان ته له روسيې سره تړون شوي توکي لا نه دي رارسېدلې، خو له وړاندې په بازارونو کې د یو شمېر خوراکي توکو بیې راټيټې شوي دي.

عام خلک د اسلامي امارت له لوري دغه ډول تړونونو ته هېله من دي او غوښتنه لري،چې لا دې د دایمي قراردادونو لپاره هڅې ګړندۍ شي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist