Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل کې پر نشه يي توکو روږدو سلګونه کسانو ته مسلکي زده کړې پيل شوې

کابل کې پر نشه يي توکو روږدو سلګونه کسانو ته مسلکي زده کړې پيل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/04

له نشو راګرځول شوي کسان د درملنې له امله خوښ دي او تمه لري چې له مسلکي روزنې وروسته به په ټولنه کې عادي ژوند ته دوام ورکړي.

له نشو راګرځول شوي یو تن وايي: « له دولته مو غوښتنه داده چې کله موږ له دې ځایه فارغ شو، لومړی د کار وسایل اړین دي، چې موږ دا نلرو نو ښه ده چې موږ ته د کار وسایل راکړي څو موږ دې ته اړ نه شو د همدې وسایلو د پيرلو ته د پیسو پيدا کولو لپاره نورو هېوادونو ته لاړ شو، وسایل دې راکړي چې څنګه له دې ځایه فارغ شو، نو سمدستي پر خپل کار بوخت شو.»

له نشو راګرځول شوی یو بل تن وايي: « زما ژوند کې ډېر بدلون راغلی، کور بېرته اعتبار راباندې پيدا کړی، هغه وخت راباندې بې اعتباره وو، کور کې به مې جنګونه او جنجالونه ډېر کول، اوس شکر د کورنۍ غړي بېرته راسره جوړ شوې دي او زه هم غواړم دا کار زده کړم، خپلې ټولنې ته خدمت وکړم او د یوه ښه انسان په توګه خپل ژوند پرمخ یوسم.»

دوی ته له دری میاشتۍ درملنی وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت له خوا د درېيو میاشتو لپاره په پنځو بېلابېلو برخو کی مسلکي زده کړی ورکول کیږی او وروسته له درېیو میاشتو زده کړو، د خپلې کورنۍ په ضمانت له همدی کمپ څخه رخصت کېږي.

علي د کابل اوسېدونکی دی، خو زوکړه یې په ایران کې شوې او کورنۍ یی اوس هم ایران کی اوسي.

 نوموړی وایي، افغانستان ته په چکر راغلی و، چی د یوه ملګري له خوا پر نشې روږدی او همدلته پسې پاتی شو؛ د علی که څه هم په دې کمپ کې له يو نيم کال درملنې وروسته رغېدلی، خو کورنۍ یی نشته، چی د نوموړي ضمانت وکړي او له کمپ يې وباسي.

هغه زیاتوي: « پوره یو کال وشو چې زه په دغه روغتون کې یم، کورنۍ مې له ما خبره نه ده، یوازې په دې خبر دي چې افغانستان کې یم خو له دې نه دي خبر چې زه یوه روغتون کې یم او په نشه توکو روږدی شوی وم. اوس مې له کورنۍ هېله دا ده که زما غږ اورئ نو راشئ ما له روغتونه یوسئ چې نور له خپلې کورنۍ سره ژوند وکړم.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولین وایي، په دې کمپ کی یی شاوخوا ۵۲۰ هغو کسانو لپاره، چې د نشه‌يي توکو له کارولو راګرځول شوي درې میاشتنۍ مسلکي زده‌کړې پیل کړې او له فارغیدو وروسته به ورته د کار زمينې په برابرولو کی هم مرسته وکړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي وايي: « په دغه پرګرام کې چې موږ یوه دوره فارغین هم درلودل، اوس نږدې تر ۵۲۰ شاوخوا هغه کسان چې له نشو راګرځول شوې او جوړ شوې دي، د پنځو بېلابېلو حرفو په زده کړو بوخت دي. په دې حرفو کې خیاطي، د بوټانو ګنډل، د بیکونو ګنډل، تعمیراتي برق او همداراز د کور د برقي وسایلو ترمیم شامل دي.»

هغوی چې له نشې راګرځول شوي او د معتادينو د درمنلې په کمپ کې پر مسلکي او حرفوي زده‌کړو بوخت دي وايي، دغلته شاوخوا ۳۰۰ داسی کسان هم شته چی  تر کال یی زیات وخت شوی، خو د کورنۍ غړي یې یا خبر نه دي او یا هم له هېواد نه بهر دي، څو یی د رخصتولو کولو لپاره ضمانت وکړي .

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولین وایی، د یادو کسانو لپاره یی پلان جوړ کړی تر څو هغه کسان هم خوشې کړیي، چې په دې کمپ کی یې زیات وخت تیری کړی او د کورنۍ غړي یې مالوم نه دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر پاکستاني درملو له بندیز وروسته، هېواد کې د زرقي محلولونو تولید زیات شوی
افغانستان

پر پاکستاني درملو له بندیز وروسته، هېواد کې د زرقي محلولونو تولید زیات شوی

مې 19, 2026
منصور: پر واخان دهلېز به ډېر ژر له چین سره سوداګري پیل شي
افغانستان

منصور: پر واخان دهلېز به ډېر ژر له چین سره سوداګري پیل شي

مې 19, 2026
امنیتي کمیسیون د جرمونو مخنیوي لپاره د عملي او جدي اقدام غوښتنه کړې
افغانستان

امنیتي کمیسیون د جرمونو مخنیوي لپاره د عملي او جدي اقدام غوښتنه کړې

مې 19, 2026
کابل د جباروف دا خبره تایید کړه چې د مرکزي اسیا امنیت د افغانستان له ثبات سره تړلی
افغانستان

کابل د جباروف دا خبره تایید کړه چې د مرکزي اسیا امنیت د افغانستان له ثبات سره تړلی

مې 19, 2026
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو
افغانستان

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا ولایت کې د ۳۶ کرېکټ کلبونو ترمنځ یو ورځنۍ سیالۍ پیل شوې

پکتیا ولایت کې د ۳۶ کرېکټ کلبونو ترمنځ یو ورځنۍ سیالۍ پیل شوې

مې 19, 2026
اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي

اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي

مې 19, 2026
پر پاکستاني درملو له بندیز وروسته، هېواد کې د زرقي محلولونو تولید زیات شوی

پر پاکستاني درملو له بندیز وروسته، هېواد کې د زرقي محلولونو تولید زیات شوی

مې 19, 2026
منصور: پر واخان دهلېز به ډېر ژر له چین سره سوداګري پیل شي

منصور: پر واخان دهلېز به ډېر ژر له چین سره سوداګري پیل شي

مې 19, 2026
اورچوک: د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲.۶ سلنه ډېره شوې

اورچوک: د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲.۶ سلنه ډېره شوې

مې 19, 2026
کندهار کې د ګوزڼ دوې مثبتې پېښې ثبت شوې

عامې روغتیا وزارت د ماشومانو  د ګوزڼ ضد واکسین دویم ملي کمپاین پيل کړ

مې 19, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist