Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/18

کندهار صنعتي پارک کې د لومړي ځل لپاره د خصوصي سکټور اړوند یو شمېر صنعکارانو لپاره د بازار موندنې او مارکېټېنګ برخه کې روزنیز ورکشاپ جوړ شو.

دا ورکشاپ د کندهار صنعت او معدن خوني او د کندهار زراعتي پوهنتون«انستو»  له خوا جوړ شو چې په کې د لومړي ځل لپاره ۲۵ تنو صنعتکارانو ته روزنه ورکول کېږي.

د کندهار صنعت او معدن خوني مسوولین وايي، هڅې يې پیل کړې دي چې یاد ولایت کې شته صنعتکاران او پانګوال په علمي توګه د بازار موندنې او مارکېټېنګ په برخه کې وروزي، ترڅو بازار کې له شته فرصتونو په پوره توګه ګټه پورته کړي.

د کندهار د صنعت او معدن خونې رییس سید سرور اماني وايي: « دا چې مارکېټېنګ څنګه کېږي، د توکو بسته بندې څنګه کېږي او دا چې روابط څنګه ساتل کېږي؛ د دې لپاره موږ لازمه وګڼله چې د کندهار پوهنتون د کرنې پوهنځي له استادانو څخه ګټه واخلو او دا دورځنی ورکشاپ پیل کړو. په دې ورکشاپ کې د خامو موادو راټولو څخه نیولې تر بسته بندۍ او بازار موندنې پورې، مسایل ورښودل کېږي.»

د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد عبدالرزاق ریحان وايي: « موږ د کندهار صنعتکارانو ته د بازار موندنې په تړاو دوه ورځنی ورکشاپ چمتو کړ، ترڅو صنعتکاران د خپلو محصولاتو په اړه پوهاوی ترلاسه کړي او په بازار کې مشتریان له لاسه ورنه کړي.»

په ورته مهال، د کندهار پانکوال د دې ډول ورکشاپونو جوړېدل د صنعت د ودې لپاره اړین بولي او غوښتنه کوي چې راتلونکي کې د صنعتکارانو لپاره نورو برخو کې هم روزنیز پروګرامونه جوړ شي، ترڅو پر کورني او بهرني بازارونو باندي بر لاسي شي.

هغوی زیاتوي چې زیات شمېر فابریکه لرونکي او صنعتکاران اوسمهال د بازار موندنې برخې سره نااشنا دي او غواړي چې دا ډول پروګرامونه تر ټولو پانکوالو پورې ورسېږي.

صنعتکار بیشر احمد شهزاده وايي: « موږ وايي چې په صنعت کې علم د روح په مانا دی او هغه مهال وده کولی شي چې د دې ډول پوهو کسانو نظرونه په کې ځای پرځای شي. دا ورکشاپ موږ ته ډېر ګټور تمام شو او توقع لرم چې دا ډول ورکشاپونه نورو صنعتکارانو ته هم جوړ شي.»

صنعتکار محمود شاه سعید وايي: « موږ له دې وړاندې هم غوښتنه کړې وه چې دا ډول ورکشاپونه باید جوړ شي، موږ ته د بازار موندلو هنر را وښودل شي او نویو بازارانو ته داخل شو. »

د یادونې وړ ده چې تردې وړاندي کندهار کې یو شمېر پانګوالو او صنعت کارانو په کورني او بهرني مارکېټ کې د فرصتونو نه شتوالي او بازارموندنې برخه کې د مسلکي کسانو د نشت خبره کوله چې د مسوولینو په وینا، تر راتلونکو کلونو پوري به یې یادې ستونزې ټولې حل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی
افغانستان

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي
افغانستان

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي
افغانستان

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي
افغانستان

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و
افغانستان

کازان ته د لوړو زده کړو وزیر په مشرۍ تللي پلاوي سفر له لاسته راوړنو ډک و

مې 18, 2026
ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026

وروستي خبرونه

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

کندهار کې د خصوصي سکټور ۲۵ پانګوالو ته د بازار موندنې ورکشاپ جوړ شو

مې 18, 2026
د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

د کاري ژمنتیا غوره بېلګه: جاوېد فقیري څلورو کالونو کې د ۱۰۰۰ قلمونو رنګ خلاص کړی

مې 18, 2026
مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مزارشریف کې د تفحصات سوداګریز مارکېټ په ۱۶۵ میلیونه افغانیو جوړېږي

مې 18, 2026
کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

کابل کې د خاصو کړیو له خوا روزل شوي مسلکي سوالګر نیول شوي

مې 18, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

افغان – ایراني چارواکي د سوداګرۍ پر وړاندې شته خنډونو پر لرې کولو غږېدلي

مې 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist