Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
منصور: پر واخان دهلېز به ډېر ژر له چین سره سوداګري پیل شي

منصور: پر واخان دهلېز به ډېر ژر له چین سره سوداګري پیل شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/19

د پانګونې د جلب په لړ کې، د کليو بيارغونې او پراختيا وزير غوښتنه کړې چې چينايي پانګوال د افغانستان په بېلابېلو سکټورونو کې پانګونه کولی شي.

نوموړي دا غوښتنه په کابل کې د چين له سفير سره د ليدنې پرمهال مطرح کړې او ډاډ يې ورکړی چې اسلامي امارت چينايي پانګوالو ته د اسانتياوو په رامنځته کې بشپړ همکار دی.

هغه د واخان کوریډور فعالولو چارې بشپړېدو ته نږدې شوې بللې او زياته کړې يې ده چې د ياد کوریډور په وسيله به چين او افغانستان په مستقيم توګه وصل شي.

د کلیو بیا رغونې او پراختیا  وزیر عبدالطیف منصور ویلي: « له نېکه‌مرغه د واخان خامه سړک چارې بشپړې او له چین سره وصل شوې او پاتې چارې يې جریان لري. زموږ ولس واخان سړک ته ډېر خوشحال دی. تاسې د پراختیایي او بنسټیزو پروژو په پلي کولو کې له موږ سره ډېره همکاري وکړئ؛ ځکه زموږ خلک په تېرو کلونو کې له ډېرو ستونزو سره مخ شوي.»

د اقتصادي چارو شنونکي وايي، چین او افغانستان د يو بل د توکو پېر او پلور لپاره ښه بازار دی او له همدې امله اړتيا ده چې اړيکې ورسره وپالل شي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالجبار ساپی وايي: « که په دې کوریډور سم کار وشي، هم د لاریو او هم د اورګاډي لپاره لارې جوړې شي، دا به په ټوله سیمه مثبت اغېز ولري او یوه خوندي لاره به وي. همدارنګه دا لاره به د افغانستان لپاره په اقتصادي برخه او دغه راز خلکو ته د کار موندلو  او نړیوال ټرانزیټ له پلوه مهم رول اداء کړي.»

ځينې نور شنونکي بیا غوښتنه کوي چې چین دې پر سوداګرۍ سربېره په افغانستان کې پروژې هم پلې کړي، ترڅو په کور دننه خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي.

دوی وایي، یاد هېواد له اقتصادي پلوه بډایه دی او که وغواړي په افغانستان کې د بیارغونې او فابرېکو په جوړولو کې پانګونه کولی شي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمد یونس ځدراڼ وايي: « له چين سره چې څومره هم د افغانستان اقتصادي اړیکې پياوړې شي، ګټه یې افغانستان ته ډېره ده. چین یو ستر تجارتي هېواد دی او تر ټولو مهمه دا ده چې واخان بندر کولی شي افغانستان له چین او د چین له لارې له نورې نړۍ سره ونښلوي»

په ټوله کې له اسلامي امارت څخه هم غوښتنې دا دي چې هېوادونه وهڅوي، ترڅو په افغانستان کې پانګونه وکړي او خلکو ته د کار کولو زمينه برابره شي. حکومت هم په وار وار ژمنې کړې چې بې روزګاره کسانو ته به په کور دننه او بهر کاري فرصتونه برابر کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist