د امنیتي او تصفیوي چارو مرکزي کمیسیون ناسته د ملي دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ ترسره شوه.
په دې ناسته کې ملي دفاع وزیر د اسلامي امارت رهبر د فرمانونو پر بشپړ پلي کېدو ټینګار کړی او د ټول هېواد په ځانګړي ډول د مرکزي زون د امنیتي وضعیت هر اړخیزه ارزونه یې کړې.
د ملي دفاع وزارت مرستیال وياند صدیقالله نصرت وايي: « د کمیسیون مشرتابه په خپلو خبرو کې هېوادوالو ته د ډاډمن امنیت تأمین د اسلامي امارت اساسي وجیبه وبلله. همداراز یې د مرکزي زون د امنیتي مسوولینو ستونزې واورېدې او د حل په موخه یې ډاډ ورکړ. همدارنګه د امیرالمؤمنین د امر په اساس د کمیسیون د مشرتابه له لوري مسوولینو ته سپارښتنې وشوې.»
محمد يعقوب مجاهد کمیسیون ته سپارښتنه کړې چې د خلکو د ستونزو چټک او عادلانه حل، د امنیتي همغږیو د لا پیاوړتیا، د جرمونو مخنیوي او د اغېزناکو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره عملي او بېړني ګامونه پورته کړي.
په ناسته کې د کابل، پروان، کاپیسا، پنجشېر، میدان وردګو او بامیان واليانو هم ګډون کړی و.
صدیقالله نصرت زیاتوي: « سپارښتنه وشوه چې د ولسي ستونزو د ژر او عادلانه حل، امنیتي همغږۍ د لا پیاوړتیا، د جرمنو د مخنیوي او اغېزمنو خدمتونو وړاندې کولو عملي او چټک اقدامات ترسره کړي. د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د کابل، پروان، کاپیسا، پنجشېر، میدان وردګ او بامیان ولایتونو د والیانو په شمول، د ګڼو ادارو مسوولینو هم ګډون کړی و.»
د سیاسي چارو شنونکي هم د امنيتي تدابیرو ډاډمنولو لپاره د د امنیتي او تصفیوي چارو د مرکزي کمیسیون ناستې مهمې بولي او زياتوي چې د يادو ناستو له لارې بايد کره امنيتي ارزونې ترسره شي.
د سیاسي چارو شنونکی سمیر انګار وايي: « امنیت د یوې ټولنې له اساسي فکټورونو څخه دی. که امنیت وي، اقتصادي خوځښتونه ترسره کېږي، پانګوال راځی پانګونه کوي او زېربنايي پروژې پلې کېږي. بالاخره موږ ویلی شو په هغو ټولو کې ثبات هم تلپاتې وي او اقتصادي ځان بسیاینې ته رسېږي چې امنیت ولري.»
د پوځي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي: « د جګړه ییزو حالاتو لپاره تدابیر نیول، مدیریت کول او د جګړې په لومړۍ کرښه باندې توجه، اکمالات او ښه مدیریت لپاره دا ډول ناستې ډېرې اغېزناکې تمامېږي.»
د امنيتي او تصفیوي چارو مرکزي کمیسیون موده وړاندې په یوه راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې له ځپل کېدو وروسته د داعش ځينې مشران او مهم غړي د پاکستان تر حاکميت لاندې سيمو ته تللي او هلته خوندي ځايونه لري.