Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/07

د هلمند اوسېدونکی۶۱ کلن حاجي عین الدین پنځه کاله وړاندې په خپل کلي کې د ځمکې ماین چاودنه کې له دواړو پښو محروم شو چې دامهال مرکز لښکرګاه کې د سره صلیب نړیوالي کمېټې د فزیکي بیارغونې مرکز کې مصنوعي پښې ترلاسه کوي.

دی دغو مصنوعو پښو ته هم خوښ دی او وايي، ستونزې به يې ورسره را کمې شي.
په پښو معلول عین الله وايي: « زه چې کله روغ وم، دوکانداري مې کوله، خو له پېښې وروسته ځای پرځای شوم. اوس چې سره صلیب مصنوعي پښې راکړې دي، کولی شم تر جومات او نورو ځایونو لاړ شم.»

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د فزیکي بیارغونې مرکز کې چې معیوبینو او معلولینو ته مصنوعي غړي په کې جوړېږي، د ډېرو معلولانو ورسره د ژوند هیلي بیا را ژوندۍ شوې دي.

 معلولان له یادو خدماتو خوښ دي او وایي، هېواد کې د دې ډول مرکزونو موجودیت یوه ستره اړتیا ده.

معلول ګلاب شاه وايي: « ما ټرافیکي حادثه وکړه او یوه پښه مې ماته شوه. بیا دلته راغلم او دوی مې پښتو ته قالبونه جوړ کړل، اوس په ښه کېدو یم.»

معلول محمد صابر وايي: « زه د اتو کالو ماشوم وم چې ماین را باندې وچاودېده او دواړه پښې مې پرې شوې.»

معلول جمعه خان وايي: « موږ له دولت غوښتنه کوو چې په کلیو او بانډو کې ناچاوده توکي او ماینونه پاک کړي.»

هلمند کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې د فزیکي بیارغونې مرکز مسوولینو په خبره، تېر۲۰۲۵ زېږدیز کال کې يې د سوېلي زون او یو شمېر نورو ولایتونو تر ۱۹ زره زیاتو  ناروغانو ته په بېلابیلو برخو کې خدمات وړاندې کړي چې ۴۰ سلنه يې ښځي او ماشومان دي.

دوی زیاتوي، تېرکال د هلمند په مرکز کې ۴۳۶ معلولینو ته مصنوعي غړي ورکول شوي او تر ۱۶۰۰ ډېرو نورو ته د اصلي غړیو ملاتړ وسایل ورکړل شوي دی.

هلمند کې سره صلیب کمېټې د فزیکي بیارغونې مرکز مسوول عبدالواحد نعیمي وايي: « په دې کسانو کې تر ۴۰ سلنو پورې ماشومان او ښځینه ناروغان دي. تر ۴۵ سلنو پورې بیا معلولین دي چې په چاودنو او حادثو کې یې د وجود غړي له لاسه ورکړي یا متضرر شوي دي.»

په ورته مهال، هلمند کې د سره صلیب مسوولین دا هم وايي چې دوی د معلولینو د درملنې ترڅنګ، په یاد ولایت کې د خلکو د ژوند ښه کولو لپاره بېلابیلې پروژې هم عملي کړې دي.

هلمند کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې مسوول عبدالباقي حنیفي وايي: « د سره صلیب نړیواله کمېټه یوازې د فزیکي بیارغونې په برخه کې کار نه کوي بلکې د محابسو او بندیانو په برخه کې هم کار کوي، بېړني روغتیايي خدمات وړاندې کوي، د کانالونو او کارېزونو په پاکولو کې همکاري کوي، له یوبل لرې کورنیو ته د ملاقات زمینه برابروي او له بېرته راستنېدونکو کورنیو سره هم د سرې میاشتې په ملتیا، مرسته کوي.

هلمند کې د سره صلیب مرکز د معلولینو د درملنې ترڅنګ، هغوی ته د باسکېټبال لوبي لپاره یو جمنازیم هم جوړ کړی چې د معلولینو په خبره، د هغوی د تفریح لپاره یې ښه زمینه برابره کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندوز کې د مور او ماشوم مړينه کمه شوې
روغتیا

ملګري ملتونه: افغانستان کې لا هم د زېږون پرمهال د مور او ماشوم مړينه لوړه ده

جون 2, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: د تنباکو له زیانونو د افغانانو ژغورل ګډ مسوولیت دی
روغتیا

د روغتیا نړیوال سازمان: د تنباکو له زیانونو د افغانانو ژغورل ګډ مسوولیت دی

جون 1, 2026
بلخ کې د کانګو ویروسي ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو
روغتیا

بلخ کې د کانګو ویروسي ناروغۍ د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاین پیل شو

مې 20, 2026
کابل کې د ابوعلي سینا بلخي په نوم د درملو تولید دویم نندارتون پرانستل شو
روغتیا

کابل کې د ابوعلي سینا بلخي په نوم د درملو تولید دویم نندارتون پرانستل شو

مې 20, 2026
کندهار کې د ګوزڼ دوې مثبتې پېښې ثبت شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت د ماشومانو  د ګوزڼ ضد واکسین دویم ملي کمپاین پيل کړ

مې 19, 2026
ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي
روغتیا

ختیځ زون به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ پاک اعلان شي

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026
بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

جون 11, 2026
خلیلزاد: پاکستان غواړي له پخوانیو افغان چارواکو تبلیغاتي ګټه واخلي

خلیلزاد: پر ملکي وګړو بریدونه د افغانستان او پاکستان ستونزه نه شي هوارولی

جون 11, 2026
د بشري حقونو نړیوال بنسټ د جرمنو له نړیوالې محکمې غوښتي چې د پوځي رژیم بریدونه وڅېړي

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د جرمنو له نړیوالې محکمې غوښتي چې د پوځي رژیم بریدونه وڅېړي

جون 11, 2026
فطرت: دوحه کې د سفارت له لارې امريکا سره په اړيکه کې یو

اسلامي امارت: د پاکستان له خوا پر ملګي وګړو برید جنګي او بشري جنایت دی

جون 11, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم د بریدونو قربانیان پر دوی د شوي ظلم پوښتنه غواړي

کونړ کې د پوځي رژیم د بریدونو قربانیان پر دوی د شوي ظلم پوښتنه غواړي

جون 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist