Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فطرت: دوحه کې د سفارت له لارې امريکا سره په اړيکه کې یو

اسلامي امارت: د پاکستان له خوا پر ملګي وګړو برید جنګي او بشري جنایت دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/11

د اسلامي امارت چارواکي وايي، پر کونړ، خوست او پکتيکا ولايتونو د پاکستان پوځي رژیم په بریدونو کې ۱۳ تنه شهیدان شوي دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند وايي، پاکستان د چهارشنبې په شپه د افغانستان هوايي حريم نقض کولو سره، د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې پرتو څو ولایتونو هوایي بریدونه کړي.

حمدالله فطرت پر خپله اېکس پاڼه د شهید شویو ماشومانو د انځورونو په خپرولو سره لیکلي چې د پاکستان متجاوز پوځ یو ځل بیا د افغانستان هوایي حریم نقض کړی.

فطرت زیاته کړې: « تېره شپه د پاکستان متجاوز پوځ یو ځل بیا د افغانستان حریم نقض کړ او په کنړ، خوست او پکتیکا ولایتونو کې یې ملکي کورونه بمبارکړل چې له امله یې ۱۱ ماشومان، یوه زنانه او یو سپینږیری شهیدان ۱۴ تنه نور ښځې او ماشومان ټپیان شويي. موږ پر افغانستان دغه برید او تجاوز په کلکه غندو او پر ملکي وګړو بریدونه جنګي او بشري جنایت بولو.»

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان څو ځله د افغانستان پر خاوره مرګوني بريدونه کړي چې د اسلامي امارت په خبره، ګڼو ملکي کسانو ته په کې مرګژوبله اوښتې.

د چارو څارونکي بیا وایي، پاکستان د افغانستان له سیاسي او امنیتي ثبات وېره لري او نه‌غواړي چې کابل په نړیوال سیاسي ډګر کې خپلواک دریځ ولري.

د دوی په خبره، که د پاکستان دا ډول سیاسي چلن ادامه ولري، ښایي ټولې سیمې ته ناوړه پایلې ولري.

د پوځي چارو شنونکی احمدخان اندړ وايي: « پاکستان هېڅکله یو پرمختللی افغانستان نه غواړي. که هم د افغانستان امنیت د دوی لپاره ګټور دی، خو دوی دا هم نه غواړي او اوس وارخطا دي او په نړیوال سټېج کې پر افغانستان او اسلامي امارت تورونه لګوي.»

د پوځي چارو شنونکی جنرال صادق شنیواری وايي: « پر ملکي وګړو بریدونه د نړیوالو او بشري قوانینو او اصولو خلاف عمل دی. دا عمل د سیمې پر سولې او ثبات هم منفي اغېز کوي.»

د پاکستان وروستی مرګونی برید د روان کال په مارچ مياشت کې د امېد په نامه د روږدو کسانو د درمنلې پر مرکز و چې د ملګرو ملتونو استازولۍ(یوناما) په کې د لږ تر لږه ۲۶۹ تنو د ژوند بایللو پخلی وکړ، خو ويلي یې وو چې د قربانیانو کره شمېر ښايي له دې ډېر لوړ وي.

دا د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو خونړی برید و چې ان په وروستیو۲۰ کلونو کې چې په هېواد کې د وخت حکومتي ځواکونو، ناټو او اسلامي امارت ترمنځ جګړه روانه وه، هم ساری یې نه دی ليدل شوی.

اسلام اباد تل اسلامي امارت تورنوي چې ګواکي په خپله خاوره کې یې هغو وسله‌والو ته پناه ورکړې چې په پاکستان کې دننه بریدونه کوي، خو اسلامي امارت په وار وار دا خبره رد کړې او ټينګار یې کړی چې هېچا ته هم اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد په ضد وکاروي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « افغانان باید په خپل کور کې په هغه لېوال د اتفاق او اتحاد سطحه لوړه کړي چې ورسره د ملت او حکومت ژبه یوه شي. له هغه وروسته موږ کولی شو پاکستان ته په فزیکي او معنوي توګه ځواب ورکړو.»

پخوانی ډېپلومات عزیز معارج وايي: « دوی په ډېره بزدلانه او ظالمانه توګه راځي او پر ملکي وګړو بریدونه کوي. دوی له دې کار مشخص اهداف لري، ځکه پاکستان د غرب پروژه پرمخ بیايي او دی یو مجري هېواد دی، دوی غواړي سیمه نا ارامه کړي او منځنۍ اسیا، روسیې، چین او ایران ته تهدید جوړ کړي؛ غواړي د دې کار لپاره مختلفې ډلې راولي.»

له دې وړاندې د اسلامي امارت ځواکونو او پاکستاني پوځ تر منځ نښتې هم شوې وې چې پاکستان لوري ته په کې مرګ‌ژوبله هم اوښتې وه.

د همدې نښتو او تاوتریخوالي له کبله د پاکستان او افغانستان تر منځ لارې له اوږدې مودې راهيسې تړل شوې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري په ټپه ولاړه ده.

د اسلامي امارت او پاکستان تر منځ په بېلابېلو هېوادونو کې څو ځله خبرې هم وشوې، خو هر ځل د خبرو له مېزه پاکستان لوري پښې سپکې کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist