Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کونړ کې د پوځي رژیم د بریدونو قربانیان پر دوی د شوي ظلم پوښتنه غواړي

کونړ کې د پوځي رژیم د بریدونو قربانیان پر دوی د شوي ظلم پوښتنه غواړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/11

« د شپې پاو کم ۱۲ بجې د پاکستان جېټ الوتکو په دې کور ناڅاپي برید وکړ. په برید کې یو ماشوم شهید شوی، مور، پلار، خوندي او وروڼه یې ژوبل شوي دي.»

دا په کونړ کې د پاکستان پوځي رژیم له خوا د شوي برید د یوه عیني شاهد خبرې دي. شېرخان زیاتوي چې په دې برید کې د ملکي وګړو کور په نښه شوی او په کنډواله بدل شوی.

د دې سیمې نور اوسېدونکي دا ډول بریدونه د ګاونډیتوب او نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه  بولي او د اسلامي امارت په شمول، له نړیوالو بنسټونو غواړي چې د دې ډول بریدونو مخنیوی وکړي.
دوی دغه راز د ملګرو ملتونو اړوند له نړیوالو سازمانونو هم غواړي چې د پاکستاني رژیم د دا ډول غیر موجه او ناځوانمردانه بریدونو څېړنه وکړي.

د کونړ شلتن ولسوالۍ اوسېدونکی شهامت خان وايي: « تاسو دا صحنه ګوری چې څومره وحشیانه او بې ملاحظې بریدونه یې کړي. موږ له ملګرو ملتونو غوښتنه کوو چې د پاکستان له واکمنانو پوښتنه وکړي. موږ د اسلامي امارت له مشرتابه او چارواکو هم غوښتنه کوو چې پر موږ د کېدونکو ظلمونو پوښتنه وکړي.»

د همدې ځای یو بل اوسېدونکی حیات الله وايي: « دا خو لومړی ځل نه دی بلکې له دې وړاندې یې هم ورته بریدونه کړي. باید پوښتنه او مخنیوی یې وشي.»

کونړ کې دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان پوځي رژيم دا ډول ړانده بریدونه ترسره کوي بلکې تر دې وړاندې يې هم په بېلا بېلو ولسوالیو او مرکز کې عامه تاسیسات او ملکي وګړي په نښه کړي دي.
د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې هم پاکستاني پوځي رژیم د کونړ سیدجمال الدین پوهنتون په نښه کړ او هلته په زده کړو بوختو محصلینو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلیلزاد: پاکستان غواړي له پخوانیو افغان چارواکو تبلیغاتي ګټه واخلي
افغانستان

خلیلزاد: پر ملکي وګړو بریدونه د افغانستان او پاکستان ستونزه نه شي هوارولی

جون 11, 2026
د بشري حقونو نړیوال بنسټ د جرمنو له نړیوالې محکمې غوښتي چې د پوځي رژیم بریدونه وڅېړي
افغانستان

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د جرمنو له نړیوالې محکمې غوښتي چې د پوځي رژیم بریدونه وڅېړي

جون 11, 2026
فطرت: دوحه کې د سفارت له لارې امريکا سره په اړيکه کې یو
افغانستان

اسلامي امارت: د پاکستان له خوا پر ملګي وګړو برید جنګي او بشري جنایت دی

جون 11, 2026
خوست او پکتیکا کې د پوځي رژیم د هوايي برید قربانیان ښځې او ماشومان دي
افغانستان

خوست او پکتیکا کې د پوځي رژیم د هوايي برید قربانیان ښځې او ماشومان دي

جون 11, 2026
لښکرګاه کې د پنبې یوه فابریکه کې اورلګېدنې دروند مالي زیان اړولی
افغانستان

لښکرګاه کې د پنبې یوه فابریکه کې اورلګېدنې دروند مالي زیان اړولی

جون 10, 2026
د ټاپي پروژې هرات فاز ساختماني چارې ۵۲ سلنه بشپړې شوې دي
افغانستان

د ټاپي پروژې هرات فاز ساختماني چارې ۵۲ سلنه بشپړې شوې دي

جون 10, 2026

وروستي خبرونه

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026
بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

جون 11, 2026
خلیلزاد: پاکستان غواړي له پخوانیو افغان چارواکو تبلیغاتي ګټه واخلي

خلیلزاد: پر ملکي وګړو بریدونه د افغانستان او پاکستان ستونزه نه شي هوارولی

جون 11, 2026
د بشري حقونو نړیوال بنسټ د جرمنو له نړیوالې محکمې غوښتي چې د پوځي رژیم بریدونه وڅېړي

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د جرمنو له نړیوالې محکمې غوښتي چې د پوځي رژیم بریدونه وڅېړي

جون 11, 2026
فطرت: دوحه کې د سفارت له لارې امريکا سره په اړيکه کې یو

اسلامي امارت: د پاکستان له خوا پر ملګي وګړو برید جنګي او بشري جنایت دی

جون 11, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم د بریدونو قربانیان پر دوی د شوي ظلم پوښتنه غواړي

کونړ کې د پوځي رژیم د بریدونو قربانیان پر دوی د شوي ظلم پوښتنه غواړي

جون 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist