Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

نړيوال بانک ښځینه سوداګرو سره مرسته کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/03/12

نړۍوال بانک افغان ښځینه سوداګرو سره پنځه میلیونه یورو مرسته کوي.

نړیوال بانک د ښځینه سوداګرو د پراختیا او تشویق په موخه پنځه میلیونه یورو مرسته کوي.

نړیوال بانک دا پيسې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې ته ورکوي چې څنګه کیدای شي د سوداګرۍ برخه کې د ښځو لیوالتیا زیاته کړي.

د مالوماتو له مخې، اوس په افغانستان کې یوولس سوه او یو دیرش ښځینه سوداګرې شته او هڅه دا ده چې دا شمېره لوړه شي.

د نړیوال بانک ژمنه وکړه چې د ښځو د سوداګرۍ د پراختیا لپاره به د پنځه میلیونه یورو مرسته وکړي.

دا مرسته د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو له خونې سره کیږي چې د ښځینه سوداګرو د تشویق لپاره یې مصرف کړي.

د اروپايي ټولنې سفیر پایر مایدون داسې وویل (( افغانستان کې ښځې د هرې ورځې په تیریدو د پرمختګ په حال کې دي، موږ به د سوداګرۍ برخه کې د ښځو د تشویق په موخه پنځه میلیونه یورو مرسته وکړو. د اروپايي تولنې په استازيتوب زموږ په اند د ښځو حضور په اقتصادي چارو کې مهم دی او که چېرې په نړیواله کچه ښځې ولیدل شي ښځو په اقتصادي سکتور کې مهم نقش لوبولی ده.))  

د هېواد لومړۍ میرمن بي بي ګل رولا غني باور وښود چې د سوداګرۍ برخه کې به د ښځو شمېر تر دې هم زیات شي.

د ښځینه سوداګرۍ او صنایعو خونې د دویمې کالیزې په مناسبت نندارتون هم جوړ کړی وو چې له بیلابیلو ولایتونو پکې صنعت کارو میرمنو ګډون کړی و او خپل توکي یې نندارې ته ايښې و.

د جګړې په اوږدېدو سره د هغو کورنیو شمېر هم مخ په ډېرېدو دی چې پالنه او مشري یې ښځو ته ورپاتې ده. 

د افغانستان د احصایې ملي ادارې د مالوماتو له مخې، شاوخوا ۴۵ زره کورنۍ یوازې ښځې لري چې د خپلو کوچنیانو ساتنه، پالنه او روزي ګټنه ورترغاړې ده. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist