دوبۍ کې د ګلف فوډ ستر نندارتون کې افغان حاصلاتو د نړۍوالو پام ځانته اړولی.
تازه په دوبۍ کې د ګلف فوډ نندارتون کې د افغان حاصلاتو د تر لاسه کولو لپاره افغان سوداګرو د نړیوالو څخه د څلویښت میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه تر لاسه کړي دي.
نن چې د دې نندارتون وروستۍ او پنځمه ورځ ده ډير افغان محصولاتو په لوړه کچه د نړیوالو پام ځان ته اړولی دی.
په دې نندارتون کې د ۱۲۰ هیوادونو کرنیزو محصولات او خوراکي توکي نندارې ته وړاندې شوي و چې یوازې د افغانستان ۲۸ ډوله وچه او تازه میوه پکې وه.
دا نندارتون چې نن یې وروستۍ او پنځمه ورځ ده، افغان محصولاتو پکې د نړیولو شرکتونو ډیر پام ځان ته اړولی دی.
په دې نندارتون کې په تېرو څلورو ورځو کې نړیوالو شرکتونو له افغان شرکتونو سره د څلویښت میلیون ډالرو په ارزښت تړونونه ترلاسه کړي دي.
په دې نندارتون کې لسګونه ډول افغان محصولات نندارې ته وړاندې شوي چې یوازې ۲۸ ډوله وچه او تازه میوه پکې شامله ده.
افغان سوداګر وايي؛ اینځر، جلغوزې او وچې میوې د ډیرو نړیوالو شرکتونو پام ځان ته اړولی دی.
د کرنۍ او مالدارۍ وزارت هیله ښودلې چې له دې نندارتون څخه به په مجموعي ډول ټول پنځوس میلیون ډالرو په ارزښت تړونونه ترلاسه کړي.
په دې نندارتون کې د افغانستان په ګډون د ۱۹۳ هېوادونو ۹۳ زره کسانو ګډون کړی و چې ۱۲۰ هېوادونو په دې نندارتون کې کرنیز محصولات، (وچې او تازه میوې، لبنیات، غوښې، او خپل خوراکي توکي) نندارې ته وړاندې کړل.