د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ناټو له سر منشي ینس سټولټنبرګ سره کتلي او د افغان سولې په تړاو یې ورسره خبرې کړي دي.
خلیلزاد په خپل ټوېټر لیکلي چې، افغانستان کې وضعیت پېچلی دی او ټولې خبرې په ډاګه نشي څرګندېدلی.
هغه ویلي، ډیری وخت د سولې خبرو پر وړاندې خنډونه رامنځته کېږي.
خلیلزاد ویلي، افغانستان ته له خپلو متحدو هېوادونو سره یو ځای راغلي او په ګډه به د افغانستان راتلونکې لپاره کار کوي او وضعیت ته په کتو به پرېکړه کوي.