ګارډین ورځپاڼه وايي، امریکا په ۱۷ کلنه بایللې جګړه کې افغانستان وران کړ.
د ګارډین په نوم بهرنۍ ورځپاڼې راپور ورکړی چې، په ۱۷ کلنه جګړه کې زرګونه ملکیانو وژل شوي، میلیونونه نورټپیان، معلول او کډوال شوي، خو په وینا یې امریکا د افغانستان د جګړې یوه موخه هم نه ده ترلاسه کړي.
دغې ورځپاڼې ویلي، امریکا د افغانستان جګړه بایللې او د امریکا مشران باید هڅه وکړي چې د افغانستان اوږده جګړه په مسوولانه ډول ختمه کړي.
ورځپاڼې لیکلي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په صورت کې افغانستان د کورنۍ جګړې له خطر سره مخ دی او ډېری افغانان له یوې بنسټپالې ټولنې وېره لري.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا د سولې له لارې د افغان جګړې د ختمولو لپاره هلې ځلې پیل کړې دي.