Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

نږدې ۴ میلیونه افغان‌ماشومان له زده‌کړو بې‌ برخې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/02/06

د پوهنې وزارت کې د نجونو د زده‌کړو لپاره ځانګړې پالیسي رامنځته شوه.

پوهنې وزارت کې د نجونو د زده کړو لپاره ځانګړې پالیسي رامنځ ته شوه چې په اساس به یې زده کړو ته د نجونو لاس رسی زیات شي.

دې پالیسۍ کې ټول هغه موارد شامل دي چې د نجونو د زده کړو پر وړاندې خنډونه له مخې پورته کوي او پرمختګونو ته دروازې پرانیزي.

 نږدې څلور میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي چې له دې شمېر اویا سلنه یې نجونې جوړوي.

اوس د پوهنې وزارت کار کوي چې څنګه کیدای شي، د زده کړو پوښښ زیات او دا شمېره راکمه کړي.

ځینو سیمو کې ماشومان زده کړو ته لاس رسی نه لري او ځینو سیمو کې د فقر له کبله نه شي کولای زده کړې وکړي.

د هېواد لومړۍ میرمن چې دې وضعیت اندېښمنه کړې ، باور یې وښود که نجونې ښې وروزل شي او زده کړې وکړي، کولای شي کورنۍ او ټولنه کې اصلاحات راولي.

د یونسف له لوري د ځوانانو سفیره حنا اصفي وردګ هم د پوهنې وزارت نوې پالیسۍ ته خوښه ده چې د نجونو د زده کړو پروړاندې به ستونزې کمې کړي.

دې غونډې ته د پوهنې وزارت تمویل کووونکو هېوادونو استازي هم وربلل شوي و چې په کومو برخو کې د افغانانو لاسنیوی کولای شي.

ژمنه دا وه چې د زده کړو بهیر به له افغان زده کوونکو سره مرستو ته دوام ورکړي.

وروستي مالومات ښيي چې د پخوا په پرتله ښوونځیو ته ۷۵ سلنه د زده کوونکو جذب زیات شوی او پنځوس سلنه پوهنتونونو ته د محصلینو جذب زیات شوی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist