صنعت کاران: حکومت کندهار کې صنعت ته هېڅ پام نه دی کړی.
کندهار کې لا هم مناسبه برښنا او ډاډمن امنیت نشته چې د کورني تولیداتو او پانګونې پر وړاندې لویه ننګونه بلل کیږي.
هلته صنعت کارانو او سوداګرو پر حکومت نیوکه کړې چې په خامو موادو یې مالیه لوړه کړې، د پانګونې لپاره ځمکې نه لري او برښنا ډيزلي ده چې بهرنیو توکو سره سیالي نه شي کولی.
په کندهار کې د چهارشنبې په ورځ د کورني توليداتو او په خاص ډول د کندهار د صنعتي فابريکو د توليداتو يو ورځنى نندارتون جوړ شو .
د دې ولايت سرپرست والي عبدالحنان منیب وايي د دې نندارتون په جوېدو سره يې موخه توليداتو ته د بازار پيدا کول او خلکو ته مالومات ورکول دي .
دوى په صنعتي برخه کې بريښنا لويه ستونزه بولي، خو وايي چې تر راتلونوکو دريو مياشتو پورې به د سولري برښنا د پروژې په بشپړېدو سره ياده ستونزه هواره شي.
په ورته وخت کې صنعت کاران هم وايي چې د فابريکو د جوړيدو لپاره په کافي اندازه د ځمکې نشتوالى ، خراب امنيتي وضيعت ، د بريښنا نشتوالى او د يوه دايمي مارکېټ نشتوالى يې پر وړاندي لويې ستونزې دي.
د دې ولايت د چارواکو د مالوماتو له مخې دا مهال د صنعتي پارکونو لپاره په ٢٤ ساعتونو کې لس ساعته بريښنا برابروي چې دا کافي نه ده او لسګونه توليدي فابريکې له همدې امله تړلې پاتې دي.