Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

صنعت او سوداګرۍ وزارت: له پاکستان سره  پر ۲۲ مواردو هوکړه شوې 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/27

د افغانستان صنعت او سوداګرۍ  چارسمبالی وزیر نورالدین عزیزي،چې تازه له پاکستانه راګرځېدلی وايي، له پاکستان سره یې پر شااوخوا ۲۲ مواردو هوکړې کړې،چې له مخې به یې د سوداګرۍ برخه کې ټولې ستونزې حل شي.

عزیزي  پاکستان ته وروستی سفر له لاسته راوړنو ډک بولي او زیاتوي،چې په تیرو شل کلونو کې داسې پرمختګ نه و شوی.

سوداګرۍ وزارت، پاکستان ته وروستی سفر ګټور بولي  او زیاتوي، له یاد هېواد سره ټولې سوداګریزې ستونزې حل شوي او تر دې وروسته افغان سوداګر کولی شي، خپل اموال تر کراچۍ ښار، واګې بندر او د چین تر بندرونو ورسوي.

عزیزيز زیاته کړه:«افغانستان د مرکزي او سویلي اسیا ترمنځ یو پل دی او ان د بلاروس، اوکراین او ځینو نورو سیمو پورې، غوره لاره چې کولی شي له بحر سره وصل شي.»

د صنعت او سوداګرۍ خونې چارسمبالی یونس مومند بیا وايي:« موږ کولی شو،چې خپل اموال له افغانستانه مستقیما د چین تر بندره یوسو او د تیر سازمان په درلودلو سره کولی شو چې مالونه د کراچۍ او د واګې تر بندره ورسو. ان هغه هېوادونه،چې د تیر سازمان غړي دي، موږ کولی شو سویلي اسیا ته مالونه ورسو.دا د خوښۍ زیری دی.»

د صنعت او سوداګرۍ چارسمبالی وزیرنورالدین عزیزي وايي، افغانستان اوس د سویلي او منځنۍ اسیا ترمنځ د وصل نقطه ګرځېدلی او پاکستان په ټولو افغاني اموالو مالیه کمه کړې ده.

عزیزي وايي، پاکستان ورسره ژمنه کړې ده،چې افغان سوداګرو ته به د اسانتیاوو په موخه پنځه کلنې ویزې ورکړي.

عزیزي زیاته کړه:« پاکستان اعلان کړه،چې افغان سوداګرو ته به پنځه کلنې متعددې (ملټيپل) ویزې ورکوي،چې تر دې وړاندې به اوږدمهاله ویزه حد اکثر یو کلنه وه.»

عزیزي وايي، پاکستان ورسره منلې ده،چې د تورخم او جلال اباد دویم لاین سړک به هم ډېر ژر ورغوي.

عزیزي زیاتوي،چې هڅې روانې دي،ترڅو د سپین بولدک او تورخم دروازې په ۲۴ ساعته توګه پرانستې وي او تر راتلونکو شااوخوا ۲۰ ورځو به داسې پروګرام جوړ شي،چې هره ورځ به تر ۲۰ مسافر وړونکي موټر د ننګرهار او پېښور ترمنځ تګ راتګ کوي او مسافر به انتقالوي.

هغه وايي:« د مسافرینو د لېږد رالېږد موضوع وه، له جلال اباد تر پېښور او له پېشور تر جلال اباد چې په شل ورځو کې فعالېږي او هره اوونۍ به شل مسافر وړونکي موټر له دېخوا او شل له هغې خوا مسافر انتقالوي، دا په دې موخه چې خلک په تورخم کې ستونزې لري.»

اسلامي امارت وایي،په سوداګریزو لاریو کې به داسې سیستم  ځای پر ځای کړي،چې هر ځای روان وي، دوی ته یې مالومات وشي،چې څه یې بار کړي او د کوم هېواد اړوند کېږي.

دغه راز به په نږدې راتلونکي کې کابل او اسلام اباد کې ګډ سوداګریز کنفرانس جوړ شي، چې په یو شمېر سوداګریزو مسایلو به خبرې وشي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي
اقتصاد

د ټاپي ګازو نل لیکه د را روان میلادي کال لومړیو کې هرات ته رسېږي

جون 16, 2026
پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول
اقتصاد

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026
بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي
اقتصاد

بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

جون 11, 2026
د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي
اقتصاد

د بلخ پانګوال او صنعتکاران د نویو فابریکو جوړولو لپاره د ځمکو غوښتنه کوي

جون 1, 2026
اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي
اقتصاد

اوزبېکستاني پانګوال مزارشريف کې د نساجۍ فابریکه جوړوي

مې 19, 2026
اورچوک: د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲.۶ سلنه ډېره شوې
اقتصاد

اورچوک: د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲.۶ سلنه ډېره شوې

مې 19, 2026

Discussion about this post

وروستي خبرونه

موټرچلوونکي او مسافر د مزارـ کندوز لویې لارې جوړېدو غوښتنه کوي

موټرچلوونکي او مسافر د مزارـ کندوز لویې لارې جوړېدو غوښتنه کوي

جون 17, 2026
فضل الرحمن:  پاکستان دې افغانستان سره د اړیکو رغولو پالیسي بدله کړي

فضل الرحمن:  پاکستان دې افغانستان سره د اړیکو رغولو پالیسي بدله کړي

جون 17, 2026
د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې

جون 17, 2026
چین او روسیې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان پر ادغام ټینګار وکړ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره تمدید کړ

جون 17, 2026
چین او روسیې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان پر ادغام ټینګار کړی

چین او روسیې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان پر ادغام ټینګار کړی

جون 17, 2026
متقي: افغانستان له لارې د مرکزي او سوېلي اسیا نښلولو لپاره باید له ګډو پروژو ملاتړ وشي

متقي: افغانستان له لارې د مرکزي او سوېلي اسیا نښلولو لپاره باید له ګډو پروژو ملاتړ وشي

جون 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist