• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
په هرات کې د نقاشۍ دوه ورځنی نندارتون  پرانېستل شوی 

په هرات کې د نقاشۍ دوه ورځنی نندارتون  پرانېستل شوی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/10/30

په هرات ولایت کې  د دوشنبې پر ورځ د «۱۴۰۱ کال د زمري پر ۳ مه »  د یوه پنځه نفري ټیم  له لوري د نقاشۍ  نندارتون په لاره اچول شوی،چې دوه ورځې به  دوام  وکړي.

د نندارتون  په لاره اچوونکي وايي،د دوی موخه له نندارتون  له  میندو او ښځو څخه ملاتړ  دی.

د نندارتون یو تن په لاره اچوونکی مرتضی وايي:« دا نندراتون چې قلم نقش تر نامه لاندې د قلم نڅا نجونو له لوري جوړ شوی، په کې ۵۰ اثرونه نندارې ته وړاندې شوي. د دې نندراتون د پرانیستې موخه د افغان ښځو د مېړانې ستاینه او وړاندې کول دي.»

هغه نجونې چې په نندارتون کې یې ګډون کړی  وايي، دوه میاشتې یې پر دې نقاشیو باندې کار کړی او دا آثار یې خلق کړي دي.

د نندارتون یوه ګډونواله زهرا نجفي  وايي:« له حقاني  ډېره مننه کوو،چې د دې نندراتون د پرانیستې اجازه یې راکړه او د ملاتړ غوښتنه ترې لرو.»

د نندارتون یوه بله ګډونوال فرشته نوري بیا وايي:« موږ وغوښتل څو د عامو خلکو او نړیوالو لپاره د خپل هېواد تاریخي او مذهبي آثار نندارې ته وړاندې کړو او خپلې وړتیاوې وښيو. »

د نندارتون ګډونوالې له  د اسلامي امارت له دولته غواړي،تر څو د دوی څخه ملاتړ وکړي.

د نندارتون یوه ګډونواله آرزو محمدي وايي:« مذهبي ودانۍ مو نندارې ته وړاندې کړې او څه باندې دوه کاله کېږي چې په هایپریال سبک کې کار کوو»

دغه راز د نندارتون ګډونوالې وايي، څه باندې دوه کاله کېږي،چې نقاشي کوي او پر وینا یې که ملاتړ ترې وشي،نو کولای شي چې له دې  هم زیات کار وکړي او د افغان نجونو خلاقیت ټولې نړۍ ته وښیي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

عزیزي: بهر ته د لرغونو آثارو د قاچاق مخه نیول شوې
فرهنگ او هنر

عزیزي: بهر ته د لرغونو آثارو د قاچاق مخه نیول شوې

مې 19, 2025
هلمند کې ۷۶ سیمې د تاریخي آثارو په توګه ثبت شوې
فرهنگ او هنر

هلمند کې ۷۶ سیمې د تاریخي آثارو په توګه ثبت شوې

مې 18, 2025
د پروان لرغونې استوپې بیارغونې چارې ۹۸ سلنه بشپړې شوې
فرهنگ او هنر

د پروان لرغونې استوپې بیارغونې چارې ۹۸ سلنه بشپړې شوې

اپریل 13, 2025
هرات کې د روژې په مناسبت د هنري آثارو نندارتون پرانیستل شو
فرهنگ او هنر

هرات کې د روژې په مناسبت د هنري آثارو نندارتون پرانیستل شو

مارچ 11, 2025
يونسکو د افغان ښځو ملاتړ په موخه ناسته کوي
افغانستان

يونسکو د افغان ښځو ملاتړ په موخه ناسته کوي

مارچ 8, 2025
د پټې خزانې لیکوال محمد هوتک مزار رغول کېږي
فرهنگ او هنر

د پټې خزانې لیکوال محمد هوتک مزار رغول کېږي

فبروري 27, 2025

Discussion about this post

وروستي خبرونه

چارواکي: د بخش آباد بند انحرافي تونلونو رغنیزې چارې به ژر بشپړې شي

چارواکي: د بخش آباد بند انحرافي تونلونو رغنیزې چارې به ژر بشپړې شي

مې 24, 2025
یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي

یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي

مې 24, 2025
غاور: له ټرافیکي قوانینو پر سرغړونې جریمه ټاکل کېږي

غاور: له ټرافیکي قوانینو پر سرغړونې جریمه ټاکل کېږي

مې 24, 2025
د بحران نړیوالې ډلې د افغان کډولو په اړه له اروپايي ټولنې پر پاکستان د فشار راوړلو غوښتنه کړې

د بحران نړیوالې ډلې د افغان کډولو په اړه له اروپايي ټولنې پر پاکستان د فشار راوړلو غوښتنه کړې

مې 24, 2025
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی

شاهین: هند او ایران پوه شوي چې اسلامي امارت د پاکستان تر نفوذ لاندې نه دی

مې 24, 2025
د کډوالو حقونو شبکه: پاکستان دې د افغان کډوالو جبري ستنول ودروي

د کډوالو حقونو شبکه: پاکستان دې د افغان کډوالو جبري ستنول ودروي

مې 24, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist