مالیې وزارت یوې خبرپاڼه کې ویلي، د دولتي جایدادونو له درکه یې ۲۵۴ میلیونه افغانۍ راټولې کړې، چې د تېر په پرتله پکې زیاتوالی راغلی دی.
د خبرپاڼې له مخې، د یاد وزارت اړوند د دولتي املاکو لوی ریاست د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې، ۲۵۴ میلیونه افغانۍ د دولتي جایدادونو له کرایې او اجارې څخه راټولې کړې او د دولت خزانې ته یې سپارلې دي.
د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې د دغو عوایدو د زیاتوالي لامل شفافیت، د دوی هڅې، په عایداتي برخو کې د مسلکي کسانو ګومارنه او له فساد سره مبارزه ښودل شوې ده.