په سویس کې د افغانستان امانت صندوق غړي شاه محمد محرابي ځینو رسنیو ته منلې، چې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د پروازونو له بندېدو راوروسته کابل ته د بشري مرستو په نامه پیسې نه دي انتقال شوې.
اخوا بیا، د افغانستان بانک مسوولینو په دې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې له افغانستان سره د بشري مرستو بندېدو د رد تر څنګ له رسنیو غوښتي، چې د ژورنالېزم له اصولو سره سم مالومات خپاره کړي.
د افغانستان بانک داسې مهال د بشري مرستو د بندېدو مساله ردوي چې له څه وخت راهیسې یې کابل ته د څلوېښت میلیونه ډالري بستو د رسېدو په اړه تازه مالومات نه دي ورکړي، په داسې حال کې چې څو میاشتې مخکې به د ملګرو ملتونو له خوا د اوونۍ څلوېښت میلیونه ډالر کابل ته انتقالېدل.