د پاکستان په رسمي بلنه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملي ادارې سرپرست بخت الرحمن شرافت دغه هېواد ته تللی او د یاد هېواد د اوسپنې پټلۍ وزارت له مرستیال ظفر زمان رانجا سره يې کتلي او د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ په اړوندو موضوعاتو او دوه اړخیزو همکاریو یې خبرې کړې دي.
د یادې ادارې مشر پاکستاني لوري ته ډاډ ورکړی، چې افغان لوری د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ د تخنیکي مطالعاتو لپاره بشپړ چمتووالی لري.
اخوا بیا، پاکستاني لوري ژمنه کړې، چې تخنيکي مطالعاتو ته د چمتووالي ترڅنګ تیار دي چې له ازبکستان هېواد سره په ګډه د دغو مطالعاتو لګښت هم ورکړي.