چینايي پانګه والو په افغانستان کې د اوبو د بندونو د جوړولو او انرژۍ تولید برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.
د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر په تاشکند کې له یو شمېر چینايي پانګه والو سره کتلي او هغوی ته يې په افغانستان کې د پانګونې زمینې د برابرېدو ډاډ ورکړی دی.
د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ویلي، په افغانستان کې تر بل هر وخت د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره ده او بهرني پانګه وال په ډاډه زړه پانګونه کولی شي.
په دغه ناسته کې چینايي پانګه والو افغانستان ته د راتګ او د اوبو د بندونو د جوړولو او انرژۍ د تولید په برخه کې د پانګونې ژمنه کړې ده.