د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر مشرۍ د یکشنبې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د زمري پر ۳۰ مه» د اقتصادي کمېسیون ناسته وشوه.
په ناسته کې پریکړه وشوه،چې د مالیې وزارت پر مشرۍ د بانکونو صعب الحصول پورونو د ترلاسه کولو کمېسیون بېرته فعاله شي.
په دغه ناسته کې دا پریکړه هم وشوه،چې په افغانستان کې د ټولو هغو ودانیزو پروژو د چارو پیل ته اجازه ورکړي،چې د کار د پیل پر وړاندې یې کوم قانوني او شرعي خنډ رانه شي.
د اقتصادي کمیسیون مشر ملا عبدالغني برادر ویلي،د افغانستان دولتي او خصوصي بانکونه او نورې اړوندې ادارې دې په افغانستان کې د اسلامي بانکدارۍ د ترویج په موخه د اسلامي هېوادونو له تجربو ګټه پورته کړي.
د برادر پهرمشرۍ د اقتصادي کمېسیون بله پریکړه دا وه،چې د دولتي تضمینونو، تعرفو او د دولتي کارکوونکو د معاش په اجراء کې دې د خصوصي بانکونو ونډه زیاته شي.