Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د نیال کېنولو خزاني کمپاین؛ کابل ښاروالي ۱۸۰ زره نوي نیالګي کېنوي

د نیال کېنولو خزاني کمپاین؛ کابل ښاروالي ۱۸۰ زره نوي نیالګي کېنوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/11/24

کابل ښاروالۍ د دوشنبې په ورځ د خپل خزاني کمپاین په ترڅ کې  د نویو نیالګیو کېنولو کمپاین پیل کړ.

دغه کمپاین چې د یو لړ مراسمو په لړ کې پیل شو، ټاکل شوې په عملي تطبیق سره یې۱۸۰ زره نوي نیالګي د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې کېنول شي.

د کابل ښار مسوولین وايي، د نیالګیو کېنول او ساتنه یې د ښاروالۍ او ښاریانو ګډ مسوولیت دی  او خلک دې د پاک چاپېریال د لرلو لپاره د نویو او زړو نیالګیو  ښه پاملرنه وکړي.

د کابل ښاروالۍ د سرسبزی رییس، مولوی عبدالوکیل متوکل وايي: « دا یوازې د ښاروالۍ مسوولیت مه ګڼه او داسې مه وایه چې بوټي ډېر کېنول کېږي، خو ساتنه یې نه کېږي. زموږ غوښتنه ده چې لکه څرنګه چې موږ سره په نیال کېنولو کې درېږئ، په نیال ساتنې او اوبه کولو کې هم ودرېږئ.»

د کابل ښاروالۍاستازی، نعمت‌الله بارکزی وايي: « په لومړي کال شاوخوا ۱۰ زره نیالګي وو، په دویم کال ۱۰۰ زره نیالګي وو او سږ کال ۱۸۰ زره نیالګي دي. دا اکثریت هغه نیالګي دي چې باید په ژمي کې کېنول شي.»

د کابل ښاروالۍ له خوا د نویو نیالګیو په خزاني کمپاین کې د ګڼو ناحیو او سیمو ګذر وکیلانو او عامو خلکو هم ګډون کړی و چې د دې کمپاین د هرکلي ترڅنګ یې ژمنه وکړه چې له نویو کېنول  شویو نیالګیو به په خورا ښه ډول ساتنه او پاملرنه وکړي.

دوی له اړوندو ادارو غواړي په هغو سیمو کې هم نیالګي کېنوي چې د شنو ساحو او ونو له کمښت سره مخ دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ایراني پانګوال ننګرهار کې په کرنې او د کرنیزو وسایلو پر تولید پانګونه کوي
افغانستان

ایراني پانګوال ننګرهار کې په کرنې او د کرنیزو وسایلو پر تولید پانګونه کوي

نوومبر 24, 2026
افغانستان ته راغلی امریکايي یوټیوبر د اېف‌بي‌ای له خوا توقیف او پوښتل شوی
افغانستان

افغانستان ته راغلی امریکايي یوټیوبر د اېف‌بي‌ای له خوا توقیف او پوښتل شوی

نوومبر 24, 2026
د کوچنیو چاپېریالي مرستو پروګرام له پنځه کلن ځنډ وروسته، بیا پیل شو
افغانستان

د کوچنیو چاپېریالي مرستو پروګرام له پنځه کلن ځنډ وروسته، بیا پیل شو

نوومبر 24, 2026
حکیمي: د سپین بولدک له لارې له ۱۱ زرو زیاتې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې
افغانستان

تېرو درېیو کلونو کې څه باندې ۶.۵ میلیونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

نوومبر 24, 2026
نړیوال بانک: افغانستان کې د اوبو زیاتېدونکي کمښت، د بشري ناورین خطر زیات کړی
افغانستان

نړیوال بانک: افغانستان کې د اوبو زیاتېدونکي کمښت، د بشري ناورین خطر زیات کړی

نوومبر 24, 2026
جېسن کرو: د امریکا حکومت باید له خپلو افغان همکارانو سره کړې ژمنې عملي کړي
افغانستان

جېسن کرو: د امریکا حکومت باید له خپلو افغان همکارانو سره کړې ژمنې عملي کړي

نوومبر 24, 2026

وروستي خبرونه

تېره میاشت له هرات ولایت څخه د ۲۱ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي

تېره میاشت له هرات ولایت څخه د ۲۱ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي

نوومبر 24, 2026
ایراني پانګوال ننګرهار کې په کرنې او د کرنیزو وسایلو پر تولید پانګونه کوي

ایراني پانګوال ننګرهار کې په کرنې او د کرنیزو وسایلو پر تولید پانګونه کوي

نوومبر 24, 2026
د نیال کېنولو خزاني کمپاین؛ کابل ښاروالي ۱۸۰ زره نوي نیالګي کېنوي

د نیال کېنولو خزاني کمپاین؛ کابل ښاروالي ۱۸۰ زره نوي نیالګي کېنوي

نوومبر 24, 2026
افغانستان ته راغلی امریکايي یوټیوبر د اېف‌بي‌ای له خوا توقیف او پوښتل شوی

افغانستان ته راغلی امریکايي یوټیوبر د اېف‌بي‌ای له خوا توقیف او پوښتل شوی

نوومبر 24, 2026
د کوچنیو چاپېریالي مرستو پروګرام له پنځه کلن ځنډ وروسته، بیا پیل شو

د کوچنیو چاپېریالي مرستو پروګرام له پنځه کلن ځنډ وروسته، بیا پیل شو

نوومبر 24, 2026
حکیمي: د سپین بولدک له لارې له ۱۱ زرو زیاتې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

تېرو درېیو کلونو کې څه باندې ۶.۵ میلیونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

نوومبر 24, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist