Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نړیوال بانک: افغانستان کې د اوبو زیاتېدونکي کمښت، د بشري ناورین خطر زیات کړی

نړیوال بانک: افغانستان کې د اوبو زیاتېدونکي کمښت، د بشري ناورین خطر زیات کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/11/24

نړیوال بانک د اوبو کمښت د افغانستان د اقتصادي راتلونکي لپاره جدي ګواښ بللی.

د دې بانک له خوا په تازه خپاره کړي راپور کې راغلي،  افغانستان له ۲۰۰۳ کال راهیسې هر کال په منځنۍ کچه ۹.۴ میلیارده مترمکعبه اوبه له لاسه ورکړې دي.

راپور کې زیاته شوې، په کابل کې تر ځمکې لاندې اوبو ایستل د دغو اوبو د طبیعي بېرته ډکېدو له کچې نږدې څلور برابره زیات دي.

نړیوال بانک د اوبو د سرچینو ساتنې، د اوبو لګولو د سیسټمونو بیارغونې، د کارېزونو او کانالونو د رغولو او د اوبو د اغېزناک مدیریت سپارښتنه کړې.

د نړیوال بانک د راپور یوه برخه کې راغلي: « په کابل کې تر ځمکې لاندې اوبو ایستل د دغو اوبو د طبیعي بېرته ډکېدو له کچې نږدې څلور برابره زیات دي. دغه کار د اوبو د سطحې ټیټېدو او د اوبو رسونې د ستونزو په اړه اندېښنې زیاتوي. د اوبو کمښت د کرنې او کلیوالي ژوند لپاره مستقیم ګواښ دی؛ ځکه د افغانستان ۴۶ سلنه کاري ځواک په کرنه بوخت دی او د هېواد ۹۵ سلنه اوبه هم په همدې سکټور کې مصرفېږي.»

د نړیوال بانک په راپور کې دا هم راغلي چې که څه هم د  افغانستان اقتصاد د ودې په حال کې دی، خو دغه وده د نفوسو له زیاتوالي سره برابره نه ده او له همدې امله د ناخالص کورني تولید کچه ښایي ۳.۳ سلنه راټیټه شي.

راپور دغه راز څرګندوي، د افغانستان اقتصادي وده تر ډېره پر کرنې متکي ده؛ په دې برخه کې د تېر کال له وچکالۍ وروسته، شاوخوا اته سلنه وده شوې چې د ټولې اقتصادي ودې نږدې۹۰ سلنه برخه جوړوي.

د چارو شنونکي وايي، د افغانستان د اقتصاد درې سلنه احتمالي وده که څه هم د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا نښه ده، خو په یوازې ځان د خلکو د اقتصادي ستونزو د حل لپاره بسنه نه کوي.

دوی ټینګار کوي چې د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره باید کورني تولیدات پیاوړي، د پانګونې زمینه برابره او د کارموندنې فرصتونه زیات شي، ترڅو اقتصادي وده د خلکو پر ورځني ژوند هم مثبت اغېز وکړي.

د اقتصادي چارو شنونکی، محیب الله شریف وايي: « د دې ټولو مسایلو د حل لپاره یوې داسې ملي تګلارې ته اړتیا ده چې پراختیا منظمه کړي او له هغو اړتیاوو پورته وي چې افغانستان په کلني ډول ورته ضرورت لري. دا هغه مهال کېدای شي چې اوسنی حکومت، خصوصي سکټور او نړیواله ټولنه په ګډه همغږۍ پر یوه داسې سټراټيژۍ کار وکړي چې د افغانستان اقتصادي پراختیا تضمین کړي.»

د اقتصادي چارو شنونکی،  عبدالجبار ساپی وايي: « که څه هم نفوس زیات شوی او مهاجرین هم راستانه شوي، خو اقتصادي برخه منظمه روانه ده. زه په دې باور یم چې تر ۲۰۲۷ کال پورې به موږ ۵ سلنه اقتصادي وده وکړو. موږ وینو چې افغانستان کې څومره پانګونه روانه ده، څومره د کار زمینه برابرېږي او د وارداتو مخه نیول کېږي. همدارنګه په صنعتي او کرنیزه برخه کې هم مثبت بدلون را روان دی.»

نړیوال بانک وړاندوېینه کوي چې د افغانستان اقتصاد به په ۲۰۲۷ کال کې ۳.۳ او په ۲۰۲۸ کال کې ۵.۳ سلنه وده وکړي؛ خو ټینګار کوي چې یوازې اقتصادي وده د خلکو د ژوند ښه‌ کېدو لپاره بسنه نه کوي.

 د دې بانک په باور، د سوداګریزو لارو خوندیتوب، د کرنې پیاوړتیا، د اوبو سم مدیریت او د کاري فرصتونو رامنځته کول هغه مهم ګامونه دي چې د اقتصادي ودې ګټې د خلکو تر ژوند رسولی شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ایراني پانګوال ننګرهار کې په کرنې او د کرنیزو وسایلو پر تولید پانګونه کوي
افغانستان

ایراني پانګوال ننګرهار کې په کرنې او د کرنیزو وسایلو پر تولید پانګونه کوي

نوومبر 24, 2026
د نیال کېنولو خزاني کمپاین؛ کابل ښاروالي ۱۸۰ زره نوي نیالګي کېنوي
افغانستان

د نیال کېنولو خزاني کمپاین؛ کابل ښاروالي ۱۸۰ زره نوي نیالګي کېنوي

نوومبر 24, 2026
افغانستان ته راغلی امریکايي یوټیوبر د اېف‌بي‌ای له خوا توقیف او پوښتل شوی
افغانستان

افغانستان ته راغلی امریکايي یوټیوبر د اېف‌بي‌ای له خوا توقیف او پوښتل شوی

نوومبر 24, 2026
د کوچنیو چاپېریالي مرستو پروګرام له پنځه کلن ځنډ وروسته، بیا پیل شو
افغانستان

د کوچنیو چاپېریالي مرستو پروګرام له پنځه کلن ځنډ وروسته، بیا پیل شو

نوومبر 24, 2026
حکیمي: د سپین بولدک له لارې له ۱۱ زرو زیاتې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې
افغانستان

تېرو درېیو کلونو کې څه باندې ۶.۵ میلیونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

نوومبر 24, 2026
جېسن کرو: د امریکا حکومت باید له خپلو افغان همکارانو سره کړې ژمنې عملي کړي
افغانستان

جېسن کرو: د امریکا حکومت باید له خپلو افغان همکارانو سره کړې ژمنې عملي کړي

نوومبر 24, 2026

وروستي خبرونه

تېره میاشت له هرات ولایت څخه د ۲۱ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي

تېره میاشت له هرات ولایت څخه د ۲۱ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي

نوومبر 24, 2026
ایراني پانګوال ننګرهار کې په کرنې او د کرنیزو وسایلو پر تولید پانګونه کوي

ایراني پانګوال ننګرهار کې په کرنې او د کرنیزو وسایلو پر تولید پانګونه کوي

نوومبر 24, 2026
د نیال کېنولو خزاني کمپاین؛ کابل ښاروالي ۱۸۰ زره نوي نیالګي کېنوي

د نیال کېنولو خزاني کمپاین؛ کابل ښاروالي ۱۸۰ زره نوي نیالګي کېنوي

نوومبر 24, 2026
افغانستان ته راغلی امریکايي یوټیوبر د اېف‌بي‌ای له خوا توقیف او پوښتل شوی

افغانستان ته راغلی امریکايي یوټیوبر د اېف‌بي‌ای له خوا توقیف او پوښتل شوی

نوومبر 24, 2026
د کوچنیو چاپېریالي مرستو پروګرام له پنځه کلن ځنډ وروسته، بیا پیل شو

د کوچنیو چاپېریالي مرستو پروګرام له پنځه کلن ځنډ وروسته، بیا پیل شو

نوومبر 24, 2026
حکیمي: د سپین بولدک له لارې له ۱۱ زرو زیاتې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

تېرو درېیو کلونو کې څه باندې ۶.۵ میلیونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

نوومبر 24, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist