Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کوچنیو چاپېریالي مرستو پروګرام له پنځه کلن ځنډ وروسته، بیا پیل شو

د کوچنیو چاپېریالي مرستو پروګرام له پنځه کلن ځنډ وروسته، بیا پیل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/11/24

افغانستان کې د چاپېریال ساتنې په برخه کې د کوچنیو چاپېریالي مرستو پروګرام د یوې غونډې په ترڅ کې بېرته پیل شو. 

دغه پروګرام په دوه زره یوویشتم کال د تېر جمهوري حکومت له پرځېدو او د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره سم، ځنډول شوی و.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې چارواکي وايي، د اېس‌جي‌پي په نوم د چاپېریال ساتنې په برخه کې دغه پروګرام چې د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې(یو‌اېن‌ډي‌پي) له خوا تمویلېده، له پنځه کلن ځند وروسته بېرته پیل شو.

چارواکي وايي، د دې پروګرام د بیا پیل موخه په ټول هېواد کې د مضره یا ګلخانه یي ګازونو د خپاروي مخنیوی او همدا راز د ځمکې مدیریت دی.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مشر، مطیع الحق خالص وايي: « موږ د کوچنیو چاپېریالي مرستو پروګرام یا اېس‌جي‌پي بیا پیل په رسمي ډول اعلانوو. موږ هیله لرو چې دا پروګرام به زموږ وروستۍ پروګرام نه وي؛ ځکه د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې، د چاپېریال ساتنې ۳۲ پروژې یا ځنډول شوې، یا نیمه کاره او بندې پاتې دي. دا پروګرام هم د هماغو پروژو له ډلې ده چې نن بیا پرانستل شوه.»

د چاپېریال ساتنې ادارې د اقلیم بدلون رییس، انجینیر روح الله امین وايي: « دغه پروګرام له ۲۰۲۱ کال راهیسې ځنډول شوی و چې له نېکه مرغه د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او نړیوالو ادارو په هڅو، دغه پروګرام یو ځل بیا پيل شو. د دې پروګرام بودیجه ۶.۳ میلیون ډالره ده چې د ټول هېواد په کچه به تطبیق شي، خو تمرکز به یې د ګلخانه يي ګازونو پر کمولو، د اېکو سیسټم پر ساتنې او د ځمکې پر مدیریت ورټول وي.»

د یادې ادارې مشر دغه راز وايي، د دې پروګرام له لارې هغو پروژو ته لومړیتوب ورکول کېږي چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې اغېزناکې تمامېدای شي.

مطیع الحق خالص په دې اړه وايي: « د کوچنیو چاپېریالي مرستو پروګرام د نړیوالو چاپېریال اسانتیاو(جي‌ايي‌اېف) یو مهم نوښت دی چې هدف یې د سیمه ییزو ټولنو، نا دولتي موسسو او ټولنیزو بنسټونو د ظرفیتونو لوړول، د چاپېریالي ستونزو د حل لپاره د سیمه ییزو نوښتونو ملاتړ او د چاپېریال ساتنې په فعالیتونو کې د خلکو فعاله ونډه اخیستنه ده.»

د دې پروګرام تمویلوونکی د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام دی چې د استازو په خبره یې، په افغانستان کې طبیعي پېښو او په ځانګړي توګه وروستیو سېلابونو خلک او چاپېریال سخت زیات زیانمن کړی  او اړتیا ده چې په دې برخه کې جدي کار وشي.

په افغانستان کې د یو‌اېن‌ډي‌پي مرستیاله، ډویل موکرجي وايي: « اېس‌جي‌پي یو  مرستندویه او تسهیلوونکی پروګرام دی. سره له دې چې مالي امکانات یې کم دي، خو هڅه باید وشي چې ډېر ګټه ترې واخلو.»

په لومړي پړاو کې د دې پروګرام ټولیز ارزښت ۶.۳ میلیونه امریکايي ډالر دی چې د چاپېریال ساتنې ادارې تر څارنې لاندې به د غیر حکومتي بنسټونو له لارې پلی شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ایراني پانګوال ننګرهار کې په کرنې او د کرنیزو وسایلو پر تولید پانګونه کوي
افغانستان

ایراني پانګوال ننګرهار کې په کرنې او د کرنیزو وسایلو پر تولید پانګونه کوي

نوومبر 24, 2026
د نیال کېنولو خزاني کمپاین؛ کابل ښاروالي ۱۸۰ زره نوي نیالګي کېنوي
افغانستان

د نیال کېنولو خزاني کمپاین؛ کابل ښاروالي ۱۸۰ زره نوي نیالګي کېنوي

نوومبر 24, 2026
افغانستان ته راغلی امریکايي یوټیوبر د اېف‌بي‌ای له خوا توقیف او پوښتل شوی
افغانستان

افغانستان ته راغلی امریکايي یوټیوبر د اېف‌بي‌ای له خوا توقیف او پوښتل شوی

نوومبر 24, 2026
حکیمي: د سپین بولدک له لارې له ۱۱ زرو زیاتې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې
افغانستان

تېرو درېیو کلونو کې څه باندې ۶.۵ میلیونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

نوومبر 24, 2026
نړیوال بانک: افغانستان کې د اوبو زیاتېدونکي کمښت، د بشري ناورین خطر زیات کړی
افغانستان

نړیوال بانک: افغانستان کې د اوبو زیاتېدونکي کمښت، د بشري ناورین خطر زیات کړی

نوومبر 24, 2026
جېسن کرو: د امریکا حکومت باید له خپلو افغان همکارانو سره کړې ژمنې عملي کړي
افغانستان

جېسن کرو: د امریکا حکومت باید له خپلو افغان همکارانو سره کړې ژمنې عملي کړي

نوومبر 24, 2026

وروستي خبرونه

تېره میاشت له هرات ولایت څخه د ۲۱ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي

تېره میاشت له هرات ولایت څخه د ۲۱ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي

نوومبر 24, 2026
ایراني پانګوال ننګرهار کې په کرنې او د کرنیزو وسایلو پر تولید پانګونه کوي

ایراني پانګوال ننګرهار کې په کرنې او د کرنیزو وسایلو پر تولید پانګونه کوي

نوومبر 24, 2026
د نیال کېنولو خزاني کمپاین؛ کابل ښاروالي ۱۸۰ زره نوي نیالګي کېنوي

د نیال کېنولو خزاني کمپاین؛ کابل ښاروالي ۱۸۰ زره نوي نیالګي کېنوي

نوومبر 24, 2026
افغانستان ته راغلی امریکايي یوټیوبر د اېف‌بي‌ای له خوا توقیف او پوښتل شوی

افغانستان ته راغلی امریکايي یوټیوبر د اېف‌بي‌ای له خوا توقیف او پوښتل شوی

نوومبر 24, 2026
د کوچنیو چاپېریالي مرستو پروګرام له پنځه کلن ځنډ وروسته، بیا پیل شو

د کوچنیو چاپېریالي مرستو پروګرام له پنځه کلن ځنډ وروسته، بیا پیل شو

نوومبر 24, 2026
حکیمي: د سپین بولدک له لارې له ۱۱ زرو زیاتې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

تېرو درېیو کلونو کې څه باندې ۶.۵ میلیونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

نوومبر 24, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist