نړیوال بانک د اوبو کمښت د افغانستان د اقتصادي راتلونکي لپاره جدي ګواښ بللی.
د دې بانک له خوا په تازه خپاره کړي راپور کې راغلي، افغانستان له ۲۰۰۳ کال راهیسې هر کال په منځنۍ کچه ۹.۴ میلیارده مترمکعبه اوبه له لاسه ورکړې دي.
راپور کې زیاته شوې، په کابل کې تر ځمکې لاندې اوبو ایستل د دغو اوبو د طبیعي بېرته ډکېدو له کچې نږدې څلور برابره زیات دي.
نړیوال بانک د اوبو د سرچینو ساتنې، د اوبو لګولو د سیسټمونو بیارغونې، د کارېزونو او کانالونو د رغولو او د اوبو د اغېزناک مدیریت سپارښتنه کړې.
د نړیوال بانک د راپور یوه برخه کې راغلي: « په کابل کې تر ځمکې لاندې اوبو ایستل د دغو اوبو د طبیعي بېرته ډکېدو له کچې نږدې څلور برابره زیات دي. دغه کار د اوبو د سطحې ټیټېدو او د اوبو رسونې د ستونزو په اړه اندېښنې زیاتوي. د اوبو کمښت د کرنې او کلیوالي ژوند لپاره مستقیم ګواښ دی؛ ځکه د افغانستان ۴۶ سلنه کاري ځواک په کرنه بوخت دی او د هېواد ۹۵ سلنه اوبه هم په همدې سکټور کې مصرفېږي.»
د نړیوال بانک په راپور کې دا هم راغلي چې که څه هم د افغانستان اقتصاد د ودې په حال کې دی، خو دغه وده د نفوسو له زیاتوالي سره برابره نه ده او له همدې امله د ناخالص کورني تولید کچه ښایي ۳.۳ سلنه راټیټه شي.
راپور دغه راز څرګندوي، د افغانستان اقتصادي وده تر ډېره پر کرنې متکي ده؛ په دې برخه کې د تېر کال له وچکالۍ وروسته، شاوخوا اته سلنه وده شوې چې د ټولې اقتصادي ودې نږدې۹۰ سلنه برخه جوړوي.
د چارو شنونکي وايي، د افغانستان د اقتصاد درې سلنه احتمالي وده که څه هم د اقتصادي فعالیتونو د پراختیا نښه ده، خو په یوازې ځان د خلکو د اقتصادي ستونزو د حل لپاره بسنه نه کوي.
دوی ټینګار کوي چې د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره باید کورني تولیدات پیاوړي، د پانګونې زمینه برابره او د کارموندنې فرصتونه زیات شي، ترڅو اقتصادي وده د خلکو پر ورځني ژوند هم مثبت اغېز وکړي.
د اقتصادي چارو شنونکی، محیب الله شریف وايي: « د دې ټولو مسایلو د حل لپاره یوې داسې ملي تګلارې ته اړتیا ده چې پراختیا منظمه کړي او له هغو اړتیاوو پورته وي چې افغانستان په کلني ډول ورته ضرورت لري. دا هغه مهال کېدای شي چې اوسنی حکومت، خصوصي سکټور او نړیواله ټولنه په ګډه همغږۍ پر یوه داسې سټراټيژۍ کار وکړي چې د افغانستان اقتصادي پراختیا تضمین کړي.»
د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالجبار ساپی وايي: « که څه هم نفوس زیات شوی او مهاجرین هم راستانه شوي، خو اقتصادي برخه منظمه روانه ده. زه په دې باور یم چې تر ۲۰۲۷ کال پورې به موږ ۵ سلنه اقتصادي وده وکړو. موږ وینو چې افغانستان کې څومره پانګونه روانه ده، څومره د کار زمینه برابرېږي او د وارداتو مخه نیول کېږي. همدارنګه په صنعتي او کرنیزه برخه کې هم مثبت بدلون را روان دی.»
نړیوال بانک وړاندوېینه کوي چې د افغانستان اقتصاد به په ۲۰۲۷ کال کې ۳.۳ او په ۲۰۲۸ کال کې ۵.۳ سلنه وده وکړي؛ خو ټینګار کوي چې یوازې اقتصادي وده د خلکو د ژوند ښه کېدو لپاره بسنه نه کوي.
د دې بانک په باور، د سوداګریزو لارو خوندیتوب، د کرنې پیاوړتیا، د اوبو سم مدیریت او د کاري فرصتونو رامنځته کول هغه مهم ګامونه دي چې د اقتصادي ودې ګټې د خلکو تر ژوند رسولی شي.