په داسې حال کې چې له امریکا څخه د یو شمیر افغانانو د ایستلو وېره لا هم پر خپل ځای ده، د امریکا د کانګرېس یوه غړي یو ځل بیا له خپل حکومت غوښتي چې د هغو افغانانو د ساتنې لپاره اقدام وکړي چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې.
د امریکا د استازو په جرګه کې د کلوراډو ایالت ډیموکرات غړي، جېسن کرو پر اېکس ټولنیزه شبکه د یوه پیغام په خپرولو سره له امریکايي حکومت غوښتي چې د هغو افغانانو پر وړاندې خپلو ژمنو ته پابند پاتې شي چې د امریکایی ځواکونو له ماموریت سره یې مرسته کړې.
کرو د خپل دفتر له خوا په خپره کړې اعلامیه کې د دغو افغانانو ساتنه نه یوازې اخلاقي دنده بلکې د امریکا د ملي امنیت مسوولیت هم بللی.
د جېسن کرو له دفتر خپره شوې اعلامیه کې زیاته شوې: « زموږ افغان همکارانو زما په ګډون د امریکايي سرتېرو، د ساتنې لپاره خپل ژوند له خطر سره مخ کړی و. د امریکا حکومت باید د دغو افغانانو د ساتنې لپاره اقدام وکړي. د دغو افغانانو ساتنه نه یوازې اخلاقي بلکې د امریکا د ملي امنیت مسوولیت هم دی.»
دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې په ۲۰۲۵ کال کې د ډونالډ ټرمپ ادارې د افغانانو د لنډمهاله خونديتوب (ټيپياېس) پروګرام لغوه کړ او دا پرېکړه د همدې کال د جولای په ۱۴مه نافذه شوه.
له دې پرېکړې وروسته هغه افغانان چې د یاد پروګرام شرایط یې پوره کول، په امریکا کې یې د قانوني پاتې کېدو او کار کولو پخوانی خوندیتوب له لاسه ورکړ.
خو د روان کال په نومبر کې د امریکا د کانګرېس ډیموکرات غړو، جېسن کرو او د کالیفورنیا ایالت څخه سام لیکارډو د دې خوندیتوب د بېرته اعادې لپاره هڅې پیل کړې.
دواړو وکیلانو یو داسې غوښتنلیک وړاندې کړ چې له مخې یې غواړي د استازو جرګه اړ باسي چې د ۲۰۲۶ کال د افغان وګړو د لنډمهاله خونديتوب قانون په اړه رایه ورکړي.
د دې قانون له مخې، د شرایطو وړ افغانانو ته به تر ۲۰۲۹ کال پورې د لنډمهاله خوندي وضعیت اسانتیا بېرته ورکړل شي.
دغه غوښتنلیک د استازو جرګې د مشرتابه له عادي بهیر څخه د تېرېدو لپاره وړاندې شوی او که لږ تر لږه د جرګې د ۲۱۸ غړو ملاتړ ترلاسه کړي، نو د قانون په اړه به د رایه اچونې زمینه برابره شي.
افغان حقوقي شنونکي بیا د امریکا په کانګرېس کې له امریکا څخه د افغانانو د ایستلو د مخنیوي لپاره روانې هلې ځلې یو ښه زیری بولي، خو دوی دا هم وايي چې که د افغانانو شړل بیا پیل شول، نو دا به په نړیواله کچه د امریکا حیثیت زیانمن کړي.
د حقوقي چارو شنونکی، ظاهر بهاند وايي: « له تېرو پنځو کالو راهیسې د امریکايي ادارو همکار افغانان په ګاونډیو هېوادونو کې انتظار پاتې دي. که چېرې امریکا په دې اړه خپلې کړې ژمنې عملي نه کړي، دا به د امریکا حکومت او سیاستوالو ته لوی شرم او پېغور پاتې شي.»
د یادې طرحې ملاتړ یوازې ډیموکراتانو نه بلکې جمهوريغوښتونکو سناتورانو لکه ډان بېکن او ماریا الویرا سالازار هم د دې قانون د ګډو وړاندې کوونکو په توګه ملاتړ کړی.
د استازو جرګې د منشي د اسنادو او د نومبر په۲۰مه د خپرو شویو راپورونو له مخې، دغه غوښتنلیک تر دې وخته، د ۱۴۴ غړو لاسلیکونه ترلاسه کړي، خو د رایېاچونې د ترسره کېدو لپاره لا ۷۴ نورو لاسلیکونو ته اړتیا ده.
د افغان ایواک په نوم د افغانانو د تخلیې او حقونو ملاتړ سازمان هم د دې هڅې ملاتړ کړی. دغه سازمان د هغو افغانانو د حقونو لپاره فعالیت کوي چې له امریکا او متحدینو سره یې مرسته کړې.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، تر۵۰ ډېرو سازمانونو، د پخوانیو پوځيانو ډلو او د کډوالو د حقونو مدافع بنسټونو هم د یاد قانون ملاتړ کړی.