Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د افغان یونایټډ بانک پر موټر برید کوونکي وسله وال غله ووژل شول

د افغان یونایټډ بانک پر موټر برید کوونکي وسله وال غله ووژل شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/11/23

د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي، د پولیسو ځانګړو ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې درې تنه وسله واله غله وژلي.

د مسوولینو په خبره، وژل شوي غله د کابل ښار یوولسمې امنیتي حوزې په ۳۱۵ سیمه کې د متقابلو ډزو په پایله کې په نښه  او وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت  ویاند وايي، یادو غلو درې اوونۍ وړاندې په لېسه مریم کې د افغان یونایټډ بانک پر موټر برید کړی و چې له کبله یې د یاد بانک دوه کارکوونکي وژل شوي او یوه اندازه پیسې یې له ځان سره وړې وې.

د یاد وزارت مسوولین زیاتوي، دغو غلو د بغلان په مربوطاتو کې د نورجان چې په طیب مشهور و، د شهادت په پېښه کې هم لاس درلود.

مفتي عبدالمتین قانع وايي: « د لومړنیو معلوماتو له مخې، یادو درېیو تنو مسلحو غلو شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د کابل ښار د لېسه مریم په سیمه کې د افغان یونایټد بانک پر موټر برید کړی و  چې په پایله کې یې د یاد بانک دوه تنه کارکوونکي وژلي او یوه اندازه پیسې له ځان سره وړې وې. د دغې جرمي ډلې په تړاوو شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې د ګډو امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې اووه تنه نور کسان هم نیول شوي دي.»

د امنیتي چارو شنونکي بیا په دې باور دي د جرمي ډلو او وسله والو غلو پر وړاندې دا ډول پرېکنده غبرګون نه یوازې د ښاریانو د سر او مال خوندیتوب تضمینوي بلکې جرمي کړیو ته دا روښانه پیغام رسوي چې وسله‌ واله سرغړونه به له سخت ځواب سره مخ شي.

دوی زیاتوي، د دغو عملیاتو دوامداره بریا د ملکي تلفاتو په مخنیوي او د پېښو پر روڼتیا اغېز لري او کولی شي د حکومت او خلکو ترمنځ د باور فضا نوره هم  ډېره کړي.

د امنیتي چارو شنونکی، اخترمحمد راسخ  وايي: « امنیتي ځواکونه که دا پولیس وي یا استخبارات او یا هم د جرمنو ضد ادارې ځواکونه، باید دغه شان عملیات علني کړي او په کې نیول شوي کسان علني محاکمو ته وړاندې کړي. دغه کار د امنیت په ټینګولو او نظم راوستلو کې ډېره ګټه کولی شي.»

د کورنیو چارو وزارت د کابل په  یوولسمه امنیتي حوزه کې د درېیو وسله والو  غلو د وژنې خبر داسې مهال ورکوي چې په دې وروستیو کې د جرمي ډلو د نیولو پر وړاندې عملیات زیات شوي او په یو شمېر سیمو کې وسله وال غله د امنیتي ځواکونو سره په مخامخ نښتو کې وژل شوي هم دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار ته راستانه شوي کډوال د را روان ژمي په اړه اندېښ من دي
افغانستان

کندهار ته راستانه شوي کډوال د را روان ژمي په اړه اندېښ من دي

نوومبر 23, 2026
د ایران پوله ساتو ځواکونو سیستان او بلوچستان کې درې افغانان په  ډزو وژلي
افغانستان

د ایران پوله ساتو ځواکونو سیستان او بلوچستان کې درې افغانان په ډزو وژلي

نوومبر 23, 2026
د اسلامي همکاریو سازمان له اسلامي امارت سره د تعامل پر لارو بحث کړی
افغانستان

د اسلامي همکاریو سازمان له اسلامي امارت سره د تعامل پر لارو بحث کړی

نوومبر 23, 2026
د یوناما مشرې د شمشاد راډیو ټلویزیون له رییس سره لیدنه کې، د رسنیو پر رول خبرې کړې
افغانستان

د یوناما مشرې د شمشاد راډیو ټلویزیون له رییس سره لیدنه کې، د رسنیو پر رول خبرې کړې

نوومبر 23, 2026
بهرنیو چارو وزیر د ايکو په ۱۸ مه سرمشریزه کې ګډون کوي
افغانستان

بهرنیو چارو وزیر د ايکو په ۱۸ مه سرمشریزه کې ګډون کوي

نوومبر 23, 2026
هلمند: ناومېش ولسوالۍ کې وچکالۍ فصلونه او حاصلات سخت زیانمن کړي
افغانستان

هلمند: ناومېش ولسوالۍ کې وچکالۍ فصلونه او حاصلات سخت زیانمن کړي

نوومبر 22, 2026

وروستي خبرونه

کندهار ته راستانه شوي کډوال د را روان ژمي په اړه اندېښ من دي

کندهار ته راستانه شوي کډوال د را روان ژمي په اړه اندېښ من دي

نوومبر 23, 2026
د بلخ پانګوال د ګول سیخ تولیدولو لپاره د خامو موادو برابرېدو غوښتنه کوي

د بلخ پانګوال د ګول سیخ تولیدولو لپاره د خامو موادو برابرېدو غوښتنه کوي

نوومبر 23, 2026
افغانستان ته د دوغارون له لارې د ایراني صادراتو کچه ۳۲ سلنه زیاته شوې

افغانستان ته د دوغارون له لارې د ایراني صادراتو کچه ۳۲ سلنه زیاته شوې

نوومبر 23, 2026
د ایران پوله ساتو ځواکونو سیستان او بلوچستان کې درې افغانان په  ډزو وژلي

د ایران پوله ساتو ځواکونو سیستان او بلوچستان کې درې افغانان په ډزو وژلي

نوومبر 23, 2026
د افغان یونایټډ بانک پر موټر برید کوونکي وسله وال غله ووژل شول

د افغان یونایټډ بانک پر موټر برید کوونکي وسله وال غله ووژل شول

نوومبر 23, 2026
د اسلامي همکاریو سازمان له اسلامي امارت سره د تعامل پر لارو بحث کړی

د اسلامي همکاریو سازمان له اسلامي امارت سره د تعامل پر لارو بحث کړی

نوومبر 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist