Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اسلامي همکاریو سازمان له اسلامي امارت سره د تعامل پر لارو بحث کړی

د اسلامي همکاریو سازمان له اسلامي امارت سره د تعامل پر لارو بحث کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/11/23

د اسلامي همکاریو سازمان غواړي د افغانستان له اسلامي امارت سره د منظم او پړاویز تعامل لپاره د لارې یوه نقشه ترتیب او تصویب کړي.

د اسلامي همکاریو سازمان په یو خبر کې لیکلي، وړاندیز شوې لار نقشه به له افغانستان سره د اړیکو د تنظیم لارښوونه وکړي، ترڅو د افغانانو ګټې خوندي او په هېواد کې د پرمختګ لپاره زمینه برابره شي.

د یاد سازمان په وېب سایټ کې د خپور شوي خبر له مخې، د منظم او پړاوییز تعامل لپاره د لارې په دې نقشې د سعودي عربستان په جده ښار کې د وزیرانو په کچه د تماس ډلې د چمتووالي په یوه تخنیکي غونډه کې بحث شوی.

د اسلامي همکاریو سازمان په خبر کې زیاته شوې: « د سعودي په جده ښار کې د اسلامي همکاریو سازمان د وزیرانو د تماس ډلې په  غونډه کې، د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره د منظم او پړاویز تعامل لپاره د لارې پر یوې نقشې بحث شوی. وړاندیز شوې لارې نقشه به له افغانستان سره د اړیکو د تنظیم لارښوونه وکړي، ترڅو د افغانانو ګټې خوندي او په هېواد کې د ثبات او پرمختګ لپاره زمینه برابره شي.»

د اسلامي همکاریو سازمان په خبره، په دې غونډه کې د افغانستان د روان سیاسي او بشري وضعیت په اړه د دې سازمان دریځ او له اوسنیو افغان چارواکو سره د اړیکو او تعامل لپاره د یوې منظمې تګلارې پر جوړولو بحث شوی.

دغه تګلاره به د افغانانو د ګټو خوندي کولو ترڅنګ، په هېواد کې د ثبات او پرمختګ له پیاوړتیا سره مرسته وکړي.

افغان شنونکي بیا د اسلامي همکاریو سازمان دغه اقدام ستايي او وايي، دا یو ښه پرمختګ دی.

د سیاسي چارو شنونکی، روح الله هوتک وايي: « د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمانو د یوې ګډې کمېټې ناسته، یو ښه پرمختګ دی. هغه څه چې د افغانستان په داخل او سیمه کې د اړتیا له مخې انګېرل کېږي، په دې برخه کې د دوی غوښتنه په ځای ده. که دا سازمان وغواړي، کولی شي له افغانستان سره همکاري وکړي او له نړیوالې ټولنې سره یې د ادغام زمینه چمتو کړي.»

په غونډه کې همداراز د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا د اړوندو پرېکړه ‌لیکونو پر پلي کېدو او له افغان چارواکو سره د ګډو لومړیتوبونو په اړه د مستقیمو او رغنده خبرو اترو پر دوام هم بحث شوی.

افغانستان د اسلامي همکاریو سازمان(او‌آی‌سي) له بنسټ اېښودونکو غړو څخه دی چې په ۱۹۶۹ میلادي کال کې یې د دې سازمان غړیتوب ترلاسه کړی.

افغانستان اوس هم د دې سازمان رسمي غړی دی، خو  په ۲۰۲۱  میلادي کال د اسلامي امارت بیا ځل واکمنېدو راهیسې یې د نړیوالې ټولنې له خوا د رسمیت نه پېژندل کېدو له امله، په رسمي غونډو کې ګډون ځنډول شوی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار ته راستانه شوي کډوال د را روان ژمي په اړه اندېښ من دي
افغانستان

کندهار ته راستانه شوي کډوال د را روان ژمي په اړه اندېښ من دي

نوومبر 23, 2026
د ایران پوله ساتو ځواکونو سیستان او بلوچستان کې درې افغانان په  ډزو وژلي
افغانستان

د ایران پوله ساتو ځواکونو سیستان او بلوچستان کې درې افغانان په ډزو وژلي

نوومبر 23, 2026
د افغان یونایټډ بانک پر موټر برید کوونکي وسله وال غله ووژل شول
افغانستان

د افغان یونایټډ بانک پر موټر برید کوونکي وسله وال غله ووژل شول

نوومبر 23, 2026
د یوناما مشرې د شمشاد راډیو ټلویزیون له رییس سره لیدنه کې، د رسنیو پر رول خبرې کړې
افغانستان

د یوناما مشرې د شمشاد راډیو ټلویزیون له رییس سره لیدنه کې، د رسنیو پر رول خبرې کړې

نوومبر 23, 2026
بهرنیو چارو وزیر د ايکو په ۱۸ مه سرمشریزه کې ګډون کوي
افغانستان

بهرنیو چارو وزیر د ايکو په ۱۸ مه سرمشریزه کې ګډون کوي

نوومبر 23, 2026
هلمند: ناومېش ولسوالۍ کې وچکالۍ فصلونه او حاصلات سخت زیانمن کړي
افغانستان

هلمند: ناومېش ولسوالۍ کې وچکالۍ فصلونه او حاصلات سخت زیانمن کړي

نوومبر 22, 2026

وروستي خبرونه

کندهار ته راستانه شوي کډوال د را روان ژمي په اړه اندېښ من دي

کندهار ته راستانه شوي کډوال د را روان ژمي په اړه اندېښ من دي

نوومبر 23, 2026
د بلخ پانګوال د ګول سیخ تولیدولو لپاره د خامو موادو برابرېدو غوښتنه کوي

د بلخ پانګوال د ګول سیخ تولیدولو لپاره د خامو موادو برابرېدو غوښتنه کوي

نوومبر 23, 2026
افغانستان ته د دوغارون له لارې د ایراني صادراتو کچه ۳۲ سلنه زیاته شوې

افغانستان ته د دوغارون له لارې د ایراني صادراتو کچه ۳۲ سلنه زیاته شوې

نوومبر 23, 2026
د ایران پوله ساتو ځواکونو سیستان او بلوچستان کې درې افغانان په  ډزو وژلي

د ایران پوله ساتو ځواکونو سیستان او بلوچستان کې درې افغانان په ډزو وژلي

نوومبر 23, 2026
د افغان یونایټډ بانک پر موټر برید کوونکي وسله وال غله ووژل شول

د افغان یونایټډ بانک پر موټر برید کوونکي وسله وال غله ووژل شول

نوومبر 23, 2026
د اسلامي همکاریو سازمان له اسلامي امارت سره د تعامل پر لارو بحث کړی

د اسلامي همکاریو سازمان له اسلامي امارت سره د تعامل پر لارو بحث کړی

نوومبر 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist