د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي، ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ(یوناما) مشرې، رباب فاطمې او د شمشاد راډیو ټلویزیون مؤسس رییس، الحاج فضل کریم فضل د افغانستان د اوسنیو حقایقو په رڼا کې د افغان رسنیو پر رول خبرې وکړې.
مېرمن فاطمې په داسې حال کې چې د یوناما د بشري حقوقو او د بهرنیو اړیکو مسوولین هم ورسره ملګري وو، د یکشنبې په ورځ یې له شمشاد راډیو ټلویزون څخه لیدنه وکړه.
د یوناما مشرې په دې لیدنه کې د افغان رسنیو رول خورا مهم بللی او وايي، رسنۍ باید د موجوده حقایقو په رڼا کې په نړیواله کچه د افغانستان په اړه رامنځته شوی غلط انځور له منځه یوسي.
رباب فاطمې زیاته کړې: « د افغانستان رسنۍ د موجوده حقایقو د انعکاس لپاره مهم مسوولیت پر غاړه لري، ترڅو په نړیواله کچه رامنځته شوی غلط انځور له منځه یوسي. ملګري ملتونه او په ځانګړي ډول یوناما د افغانستان د رسنیو بشپړ ملاتړ کوي. موږ دلته ستاسو د ملاتړ لپاره یو.»
همدارنګه، د یوناما مشرې په افغانستان کې د رسنیو د فعالیتونو په اړه شوي پرمختګونه هیله بښونکي بللي او وايي، رسنۍ باید نړۍ ته د افغانانو ریښتنی پیغام ورسوي.
د شمشاد راډیو ټلویزیون بنسټ اېښودونکي او رییس، الحاج فضل کریم فضل بیا په خپلو خبرو کې د رسنیو او په تېره بیا د شمشاد راډیو ټلویزیون د فعالیتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي فضل ویلي چې معلوماتو ته د رسنیو د لاس رسي په برخه کې هم پرمختګونه شوي او په دې تړاو د رسنیو او حکومتي چارواکو ترمنځ په لیدنو کتنوکې شته ستونزې تر ډېره هوارې شوي دي.
د شمشاد راډیو ټلویزیون بنسټ اېښودونکي او رییس زیاته کړې: « د افغانستان رسنۍ په هېواد کې د وروستیو پرمختګونو په انعکاس کې خپل رول چې خورا دروند دی، په پوره مسوولیت سره ادا کوي. اوس الحمدالله معلوماتو ته د لاس رسي په برخه کې ستونزې تر ډېره هوارې شوې دي او د حقایقو په انعکاس کې هېڅ راز ستونزه نه شته.»
فضل الکریم فضل په خپلو خبرو کې دغه راز زیاته کړې چې افغانې رسنۍ ملي ګټو او په هېواد کې امنیت او ثبات ته ژمنې دي.
رباب فاطمې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې په توګه تر ټاکل کېدو وروسته، تازه په کابل کې د یوناما د مشرې په توګه کار پیل کړی.
نوموړې په کابل کې د خپل کار له پیل سره سم، د اسلامي امارت له جګپوړو چارواکو سره له لیدنو سربېره، ننګرهار، کندهار او ځینو نورو سیمو ته سفرونه هم کړي او له عامو خلکو سره یې لیدلي دي.
رباب فاطمې د اسلامي امارت له چارواکو سره خپلې لیدنې هیله بښونکي بللې او وايي، په افغانستان کې خورا مهم پرمختګونه شوي دي.