Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بهرنیو چارو وزیر د ايکو په ۱۸ مه سرمشریزه کې ګډون کوي

بهرنیو چارو وزیر د ايکو په ۱۸ مه سرمشریزه کې ګډون کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/11/23

بهرنیو چارو وزارت د ایکو یا اقتصادي همکاریو سازمان په راتلونکې ۱۸مه سرمشریزه کې د ګډون خبر ورکړی.

یاد وزارت ویلي، دغه ناسته د را روانې ډسمبر میاشتې په درېیمه او څلورمه نېټه د ایران په پلازمېنه تهران کې جوړېږي چې د اسلامي امارت په استازیتوب په کې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ګډون کوي.

دې غونډې ته د ټولو لسو غړو هېوادونو مشران او لوړ پوړي چارواکي وربلل شوي او د بحث اصلي موضوعات یې اقتصادي او سوداګریز مسایل دي.

بهرنیو چارو وازرت وايي: « ټاکل شوې د ایکو سازمان اتلسمه سرمشریزه د روان میلادي کال د ډسمبر میاشتې په درېیمه او څلورمه نېټه، د ایران په پلازمېنه تهران کې د غړو هېوادونو د مشرانو او لوړپوړو چارواکو په ګډون جوړه شي.»

د اقتصادي همکاریو سازمان د تېر کال ناسته د اذربایجان په باکو کې ترسره شوې وه چې د اوسني حکومت په استازیتوب په کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر ګډون کړی و.

خو د پاکستان په کوربه توب د دې سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې چې د روانې نومبر میاشتې په ۱۶مه او ۱۷مه نېټه اسلام اباد کې ترسره شوه، د اسلامي امارت استازي ته بلنه نه وه ورکړل شوې.

مقابل لوري یې لامل په امنیتي برخه کې خپلې اندېښنې او د اوسني حکومت نه رسمیت پېژندل په ګوته کړل.

د اقتصادي چارو شنونکی، نورالله عزیز وايي: « د اقتصادي همکاریو دا سازمان د افغانستان لپاره ډېر رول لري او کولی شي له ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره په اقتصادي، تجارتي او ټرانزیټي برخو کې د پانګونو د جذب پروژې، د انرژۍ د انتقال پروژې او نورې اقتصادي پروژې، افغانستان ته راوړي.»

د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو وده، دې همکاریو ته د مناسبو شرایطو برابرول، د سوداګریزو خنډونو له منځه وړل او له نړیوالې سوداګرۍ سره د سیمې د سوداګرۍ ادغام؛ د ایکو سازمان مهمې موخې بلل کیږي.

د چارو شنونکي وايي په ورته ناستو کې د اوسني حکومت د استازي ګډون کولی شي د افغانستان اقتصادي پرمختګ ته لا ډېر فرصتونه په لاس ورکړي او له غړو هېوادونو سره یې سوداګرۍ او ټرانزيټ لا وغوړوي.

د اقتصادي چارو شنونکی، سید مسعود وايي: « دغه سازمان له اقتصادي پلوه موږ ته ډېر مهم دی او کولی شي افغانستان ته پانګونه جذب کړي. دا چې د دې سازمان یو شمېر غړیو، لکه اوزبېکستان، قزاقستان، ترکمنستان او ایران په افغانستان کې پانګونه کړې، نو له سیاسي پلوه هم افغانستان ته ګټه لري. دا ثابتوي چې افغانستان د پاکستان د ادعاوو خلاف سیمې ته تهدید نه دی بلکې د سیمې په ثبات کې هم رول لري.»

د اقتصادي همکاریو سازمان لومړی ځل په ۱۹۶۴زېږدیز کال کې د «سیمه‌ییز پرمختګ د همکاریو سازمان» په نوم د ایران، ترکیې او پاکستان له لوري رامنځته شو چې وروسته په ۱۹۸۵زېږدیز کال کې یې نوم اوسنۍ بڼې ته واووښت.

دغه سازمان په ۱۹۹۲ز کال کې لا پراخ شو او اووه نور غړي هېوادونه چې افغانستان، اذربایجان، قراقستان، قرغېزستان، تاجیکستان، ترکمنستان او اوزبېکستان و، ورسره ګډ شول او د غړو شمېر یې لسو هغو ته لوړ شو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار ته راستانه شوي کډوال د را روان ژمي په اړه اندېښ من دي
افغانستان

کندهار ته راستانه شوي کډوال د را روان ژمي په اړه اندېښ من دي

نوومبر 23, 2026
د ایران پوله ساتو ځواکونو سیستان او بلوچستان کې درې افغانان په  ډزو وژلي
افغانستان

د ایران پوله ساتو ځواکونو سیستان او بلوچستان کې درې افغانان په ډزو وژلي

نوومبر 23, 2026
د افغان یونایټډ بانک پر موټر برید کوونکي وسله وال غله ووژل شول
افغانستان

د افغان یونایټډ بانک پر موټر برید کوونکي وسله وال غله ووژل شول

نوومبر 23, 2026
د اسلامي همکاریو سازمان له اسلامي امارت سره د تعامل پر لارو بحث کړی
افغانستان

د اسلامي همکاریو سازمان له اسلامي امارت سره د تعامل پر لارو بحث کړی

نوومبر 23, 2026
د یوناما مشرې د شمشاد راډیو ټلویزیون له رییس سره لیدنه کې، د رسنیو پر رول خبرې کړې
افغانستان

د یوناما مشرې د شمشاد راډیو ټلویزیون له رییس سره لیدنه کې، د رسنیو پر رول خبرې کړې

نوومبر 23, 2026
هلمند: ناومېش ولسوالۍ کې وچکالۍ فصلونه او حاصلات سخت زیانمن کړي
افغانستان

هلمند: ناومېش ولسوالۍ کې وچکالۍ فصلونه او حاصلات سخت زیانمن کړي

نوومبر 22, 2026

وروستي خبرونه

کندهار ته راستانه شوي کډوال د را روان ژمي په اړه اندېښ من دي

کندهار ته راستانه شوي کډوال د را روان ژمي په اړه اندېښ من دي

نوومبر 23, 2026
د بلخ پانګوال د ګول سیخ تولیدولو لپاره د خامو موادو برابرېدو غوښتنه کوي

د بلخ پانګوال د ګول سیخ تولیدولو لپاره د خامو موادو برابرېدو غوښتنه کوي

نوومبر 23, 2026
افغانستان ته د دوغارون له لارې د ایراني صادراتو کچه ۳۲ سلنه زیاته شوې

افغانستان ته د دوغارون له لارې د ایراني صادراتو کچه ۳۲ سلنه زیاته شوې

نوومبر 23, 2026
د ایران پوله ساتو ځواکونو سیستان او بلوچستان کې درې افغانان په  ډزو وژلي

د ایران پوله ساتو ځواکونو سیستان او بلوچستان کې درې افغانان په ډزو وژلي

نوومبر 23, 2026
د افغان یونایټډ بانک پر موټر برید کوونکي وسله وال غله ووژل شول

د افغان یونایټډ بانک پر موټر برید کوونکي وسله وال غله ووژل شول

نوومبر 23, 2026
د اسلامي همکاریو سازمان له اسلامي امارت سره د تعامل پر لارو بحث کړی

د اسلامي همکاریو سازمان له اسلامي امارت سره د تعامل پر لارو بحث کړی

نوومبر 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist