د افغانستان اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، د تېر کال په پرتله د تازه میوې په صادراتو کې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د یادې خونې مدیره پلاوي غړي خانجان الکوزي، د صادراتو زیاتیدل د سوداګریزو ستونزو حل کیدل او په بندرونو کې د صادراتو زیاتیدل یادوي.ویل کیږي،چې تر دې وړاندې به د سوداګرۍ او په بندرونو کې ستونزې زیاتې وې.
اخوا سوداګر بیا وايي، په ګمرکونو او نورو اقتصادي برخو کې یې اوس هم ستونزې شته دي.