وزلوبه(بزکشي) د افغانستان له لرغونو او اصیلو دودیزو لوبو څخه ده چې د تاریخ په اوږدو کې د افغانانو او په ځانګړي ډول، د شمال زون خلکو ترمنځ ځانګړی ځای او پراخ مینه وال لري.
سره له دې چې هر کال زرګونه کسان د دې لرغونې لوبې نندارې ته لېوالتیا لري، خو د معیاري او پراخو لوبغالو او میدانونو نه شتوالي د ډېری مینه والو لپاره د لوبو ننداره ستونزمنه کړې ده.
د همدې تشې ډکولو او د وزلوبې د لا ودې په موخه، د بلخ ولایت د نوي ښار(شهرنو) پروژې پانګوالو د یادې پروژې په چوکاټ کې د یوه معیاري وزلوبې میدان د جوړولو چارې پیل کړې دي چې د مسوولینو په خبره، تر دې مهاله یې۵۰ سلنه کارونه بشپړ شوي.
د پروژې مسوولین وایي، دغه لوبغالی د ۱۵ میلیونه افغانیو په پانګونې سره، پر ۱۸ جرېبه ځمکه جوړېږي چې له بشپړېدو سره به یې په یوه وخت کې د۱۰ زره نندارچیانو ظرفیت ولري او د وزلوبې مینه والو ته به د لوبو د نندارې لپاره مناسب او معیاري چاپېریال برابر کړي.
د مسوولینو په خبره، په پام کې ده چې په نږدې راتلونکي کې د کرېکټ او یو شمېر نورو ورزشي څانګو لپاره هم معیاري لوبغالي جوړ او د ورزشکارانو او مینه والو لپاره لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.
د شهرنو پروژې انجینر، میرزا ابراهیم زاده وايي: « دغه لوبغالی په شاوخوا ۱۸ جرېبه ځمکې جوړېږي چې تر اوسه یې غولی او چهاردېوالي جوړ شوي. په راتلونکو څو ورځو کې به د ناستي ځایونه جوړ کړو. لومړنی سټېج به شاوخوا ۲ زره کسانو د کېناستو ظرفیت ولري او ورپسې به نور د ناستي ځایونه هم جوړ شي. پر دغې پروژې ۱۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.»
د مزار شریف نوي ښار پروژې مدیر، ادریس قاضي زاده وايي: « په دې لوبغالي کې به یو سوپرمارکېټ، کلینیک او رسټورانټ په پام کې نیول شوي. موږ په پام کې لرو چې دلته د کرېکټ او نورو لوبو لپاره هم میدانونه او اکاډمۍ جوړې کړو، ترڅو ورزش ته ځوانان وهڅوو.»
په ورته مهال، پانګوال وزلوبه د افغانستان له هغو تاریخي او دودیزو لوبو بولي چې ساتنه او وده یې ځانګړی ارزښت لري.
دوی ټینګار کوي چې د دې ملي لوبې د ملاتړ ترڅنګ، هڅه کېږي چې په ورته پانګونو سره د سپورټي برخې د ودې لپاره هم زمینه برابره کړي.
پانګوال، مجیب الرحمن کریمي وايي: « وزلوبه زموږ د ملي یوالي سمبول دی او د هر قوم خلک یې لیدو او لوبولو ته راځي. دا لوبه اوس افغانستان کې ورځ تر بلې پرمختګ کوي.»
پانګوال، غلام محمد حق دوست وايي: « څومره به ښه شي چې که په دې برخه کې زموږ نور سوداګر هم همکاري وکړي، ځکه چې ورزش د خلکو ترمنځ اتحاد، سلامتي او یوالی ډېروي.»
په همدې حال کې، د بلخ وزلوبې فډراسیون مسوولین وایي، وزلوبه په شمال زون کې زرګونه مینه وال لري او په خبره یې، د دې لوبې لپاره د معیاري میدانونو جوړېدل به نه یوازې لوبغاړو ته د تمرین او سیالیو مناسب فرصتونه برابر کړي بلکې د وزلوبې د ودې، پراختیا او لا زیات ملاتړ زمینه به هم ورته برابره کړي.
بلخ کې د وزلوبې فډراسیون مشر، عزیز نوران وايي: « دا په نوي ښار پروژه کې ډېره ښه لوبغالی جوړ شوی، موږ ترې لیدنه کړې او ښه جوړ شوی. موږ له هغو سوداګرو مننه کوو چې په دې برخه کې یې پانګونه کړې. زموږ هر بل پانګوال او سوداګر چې د وزلوبې په برخه کې پانګونه کوي، موږ یې هرکلی کوو.»
د وزلوبې د ودې او د هېواد د ورزشي فرهنګ د پیاوړتیا لپاره د پانګونې په دوام، ټینګار داسې مهال کېږي چې د مزارشریف نوي ښار پروژې مسوولین غواړي د ورزشي زېربناوو په جوړولو سره، د سیمې د ورزش مینهوالو ته نوې اسانتیاوې برابرې کړي.
دوی وایي، د وزلوبې ترڅنګ به د کرېکټ او نورو ورزشي څانګو لپاره هم د معیاري لوبغالو جوړول، د دوی د راتلونکو پلانونو برخه وي، ترڅو مزارشریف د بېلابېلو ورزشي فعالیتونو په یوه مناسب مرکز بدل شي.