Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي

منځنۍ ختیځ: امریکا او ایران یو ځل بیا پر یو بل درانه بریدونه کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/06/28

ایران او امریکا یو بل د تېرې اوونۍ د هغه تړون په ماتولو تورنوي چې د څلور میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره لاسلیک شوی و.

رویټرز خبري اژانس د راپور په خپرولو سره وايي، ایران د سوېلي ساحل پر تاسیساتو د امریکا د هوايي بریدونو په ځواب کې د امریکايي ځواکونو اهداف په نښه کړي دي.

په راپور کې زیاته شوې، د ایران بهرنیو چارو وزارت د خپلو «دفاعي» بریدونو دقیق ځایونه نه دي په ډاګه کړي، خو ویلي یې دي چې دا د امریکا د هغو «وحشیانه هوايي بریدونو» ځواب دی چې د ایران پر ساحلي څارنیزو مرکزونو یې کړي.  تهران دغه بریدونه د ملګرو ملتونو له منشور سره په ټکر کې بللی.

بله خوا، د بحرین غبرګون ته په کتو داسې ښکاري چې ایران په دې هېواد کې امریکايي اهداف په نښه کړي دي. 

د رویټرز خبري اژانس د راپور یوه برخه کې راغلي: « بحرین چې د امریکا د سمندري ځواکونو د پنځمې بېړۍ کوربه دی، د ایران هغه څه وغندل چې د خپل قلمرو پر ضد یې د بې‌پیلوټه الوتکې برید وباله. بحرین ويلي چې دا د دوی د ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه او د هېواد امنیت ته ګواښ دی او زیاته کړې یې ده چې د خپل ځان د دفاع حق خوندي ساتي.»

بحرین دا هم ویلي سره له دې چې سیمه‌ او نړۍ د کړکېچ کمولو هڅې کوي، خو د ایران دوامداره بریدونه د سولې او سیمه‌ییز ثبات پر ضد عمل دی.

بحرین تهران د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۸۱۷ پرېکړه‌لیک او د جون میاشتې د ۱۷مې اسلام‌اباد تفاهم‌لیک په ماتولو تورن کړی دی.

راپور کې ویل شوي، واشنګټن سمدستي د ایران د دې ادعا په اړه غبرګون نه دې ښودلې چې اهداف یی په نښه شوي دي او که نه.

خو د رویټرز خبري اژانس وايي، ایران په دې ډول هڅه کړې چې د جګړې پر مهال د امریکا سیمه‌ییز متحدین تر فشار لاندې راولي.

ها خوا، د امریکا پوځ ویلي چې د جمعې ورځې هوايي بریدونه د ایران د بې پیلوټه الوتکې له هغه برید وروسته ترسره شوي چې په هرمز تنګي کې یې یوه سوداګریزه بېړۍ په نښه کړې وه.

خو تهران بیا د عمان ساحل ته نږدې پر یادې سوداګریزې بېړۍ د پنجشنبې ورځې برید مسوولیت ونه مانه خو دا ادعا یې وکړه چې د هرمز تنګي له لارې د بېړیو تګ راتګ د تنظیمولو واک لري.

په دې اړه د رویټرز راپور کې راغلي: « تهران ادعا کړې چې د هرمز تنګي له لارې د بېړیو تګ راتګ د تنظیم واک لري او  ټولو بېړیو ته یې امر کړی چې د تهران له ټاکل شویو لارو حرکت وکړي. همدارنګه د خلیج هېوادونو ته یې خبرداری ورکړ چې د واشنګټن ملاتړ ونه کړي او دا یې هم په ډاګه کړې چې د ایران او امریکا لنډمهاله تړون تهران ته له دې سټراټیژیکې آبنا څخه د بېړیو تګ راتګ د کنټرول حق ورکوي.»

د ایران پارلمان کې د ملي امنیت کمېټې مشر، ابراهیم عزیزي ویلي، هره هغه بېړۍ چې د هرمز تنګي په اړه د ایران لارښوونې تر پښو لاندې کړي، له قاطع غبرګون سره به مخ شي.

خو د امریکا مرکزي قوماندانۍ«سنټکام» د ایران د پنجشنبې ورځې برید «پر سوداګریزو بېړیو بې‌دلیله تېری» بللی او ویلي یې دي چې امریکا به د هرمز تنګي له لارې د سوداګریزو بېړیو د خوندي تګ راتګ لپاره همغږي او ملاتړ ته دوام ورکړي.

اخوا د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وېنس ویلي چې امریکا د اوربند تړون چې د تفاهم‌لیک په نوم هم یادېږي، مراعت کړی دی.

وېنس پر خپله اېکس پاڼه : « ایران د اوربند تړون لاسلیک کړی او موږ هم پرې عمل کړی. که دوی د تفاهم‌لیک د عملي کېدو په اړه اختلاف لري، نو کولی شي له موږ سره خبرې وکړي. خو تاوتریخوالی به په تاوتریخوالي ځواب شي.»

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو چې د خلیج هېوادونو د ډاډ ورکولو لپاره په سفر بوخت  دی، د خلیج د همکارۍ شورا (جي‌سي‌سي) له غړیو سره په ګډه اعلامیه کې د هرمز تنګي له لارې د «ازاد، بې‌قید او شرط او بې‌خنډه سمندري تګ راتګ» غوښتنه کړې او وايي، باید هېڅ ډول فیس یا د لارې د کنټرول هڅه ونه شي.

حال دا چې د ایران بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې د هرمز تنګی باید د ایران او عمان له خوا اداره شي.  همدارنګه د ایران د ستر مذهبي مشر مجتبی خامنه يي لوړ پوړي سلاکار علي اکبر ولایتي، د واشنګټن خلیجي متحدینو ته خبرداری ورکړی چې د دوی بقا د تهران په زغم پورې تړلې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد
لوبې

د شپږیزې کرېکټ لیګ یوولسم پړاو د امو نهګانو په اتلولۍ پای ته ورسېد

جولای 16, 2026
خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي
لوبې

خوست په لومړي ځل د شپږیزې کرېکټ لیګ کوربه توب ته چمتو کېږي

جون 22, 2026
کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
لوبې

کونړ کې د شپېتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

جون 8, 2026
کرېکټ: هند د افغانستان پر وړاندې ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه
لوبې

کرېکټ: هند د افغانستان پر وړاندې ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

مې 21, 2026
پکتیا ولایت کې د ۳۶ کرېکټ کلبونو ترمنځ یو ورځنۍ سیالۍ پیل شوې
لوبې

پکتیا ولایت کې د ۳۶ کرېکټ کلبونو ترمنځ یو ورځنۍ سیالۍ پیل شوې

مې 19, 2026

وروستي خبرونه

کندوز کې د وریجو پروسېس یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

کندوز کې د وریجو پروسېس یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

اگست 13, 2026
سره میاشت: د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۱۳ زره ماشومان درملنې ته په تمه دي

سره میاشت: د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۱۳ زره ماشومان ددرملنې په تمه دي

اگست 13, 2026
واک کې ته د اسلامي امارت بیا رسېدو پنځمې کلیزې په درشل کې له نظام د ملاتړ غوښتنې

واک کې ته د اسلامي امارت بیا رسېدو پنځمې کلیزې په درشل کې له نظام د ملاتړ غوښتنې

اگست 13, 2026
ملګرو ملتونو د بودیجې کمښت له امله افغانستان کې د بشري وضعیت په تړاو خبرداری ورکړ

ملګرو ملتونو د بودیجې کمښت له امله افغانستان کې د بشري وضعیت په تړاو خبرداری ورکړ

اگست 13, 2026
مجاهد: د سرپرست حکومت چارواکو ترمنځ خپلمنځي اختلافات نه شته

مجاهد: امریکا لاهم د ګاونډیو هېوادونو له خاورې د افغانستان هوايي حریم نقضوي

اگست 13, 2026
کرنې نړیوال نندارتون کې د افغانستان جوړ اویا ډوله کرنیز ماشینونه نندارې ته اېښودل شوي

کرنې نړیوال نندارتون کې د افغانستان جوړ اویا ډوله کرنیز ماشینونه نندارې ته اېښودل شوي

اگست 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist