د افغانستان د رغونې او بیارغونې څلورم ملي او نړیوال نندارتون پرانېستغونډه د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري له یوه خصوصي شرکت سره په همغږۍ د یو لړ ځانګړو مراسمو په تر سره کولو، پیل شوه.
مسوولین یې وايي، دا پنځه ورځنی نندارتو به د لیندۍ یا قوس په درېیمه نېټه پیل پیل او تر اوومې به دوام وکړي. د ترکيي، اوزبېکستان، چین، هند او ایران په ګډون به لسګونه کورني او بهرني شرکتونه او پانګوال په کې برخه واخلي.
یاد نندارتون کې د ګډون پرمهال، د کور او ښار جوړولو وزارت استازي وايي، د تېر په پرتله اوس مهال په هېواد کې د پانګونې او بیارغونې لپاره ښه فرصتونه برابر شوي او تر ټولو ښه بېلګه يې د نوي کابل پروژه ده چې وخت پروخت د یاد وزارت له لوري ترې ارزونه کېږي.
نوموړي له کورنیو او بهرنیو شرکتونو وغوښتل چې په هېواد کې شته ظرفیتونو او فرصتونو ته په کتو د بیارغونې په برخه کې پانګونه وکړي.
د کور او ښار جوړولو وزارت استازی، میوند خپلواک وايي: « د نورو کلونو په پرتله، اوس په افغانستان کې د آبادۍ او رغونې په برخه کې تر ټولو ښه فرصت برابر دی. زه له نړیوالو او کورنیو پانګوالو څخه غوښتنه کوم چې راشي او په دې نندارتون کې ګډون وکړي، خپلې تجربې شریکې کړي، په افغانستان کې له شویو کارونو او دلته شته فرصتونو ځان خبر کړي.»
په ورته مهال، د صنعت او سوداګری وزارت مسوولین هم د نندارتونونو جوړېدل د هېواد اقتصادي ودې، نړیوالو بازارونو ته د کورنیو تولیداتو معرفي کول او له نړیوالو سوداګرو پانګوالو سره د اړیکو پراختیا په برخه کې مهم بولي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نندارتونو جوړولو رییس، مولوی محمد یعقوب جاوېد وايي: « نندارتونونه د هېواد د شته وړتیاوو او ظرفیتونو په معرفي کولو، د صنایعو په وده او د تولیداتو په په بازار موندنه، دغه راز د سوداګریزو فرصتونو په رامنځته کولو او د پانګونې په جذب کې مهم رول لري. د ودانیزو چارو او عمران سکټور د هېواد د اقتصاد له مهمو برخو څخه دی او د زېربناوو په پراختیا، د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د افغانستان د بیارغونې په بهیر کې اساسي رول لوبوي.»
بل پلو، د نندارتونو تنظیموونکي وايي، له دې نندارتونه يې موخه نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د شته فرصتونو او ظرفیتونو معرفي کول دي.
دوی له کورنیو او بهرنیو شرکتونو او پانګوالو وغوښتل چې د افغانستان د رغونې او بیا رغونې په برخه کې ونډه واخلي.
د کابل د نندارتونو مرکز رییس، محمد صابر لطیفي وايي: « افغانستان اوس له نیمې پېړۍ جګړې او وراني وروسته د یوه داسې حکومت خاوند شوی چې افغانستان او د هغه بیا رغولو ته ځانګړې پاملرنه لري. افغانستان بیا رغولو ته اړتیا لري او له همدې امله، موږ له عمومي نندارتونو څخه تخصصي نندارتونو ته روان یو.»
د خصوصي شرکت رییس، شکرالله بقايي وايي: « بهرني هېوادونه ډېره لېوالتیا لري چې د نوي کابل په پروژه کې ونډه واخلي. دلته چې کوم شرکتونه راځي، په نورو هېوادونو کې ډېره پراخه پانګونه لري.»
تمه ده چې د افغانستان د رغونې او بیارغونې څلورم ملي او نړیوال نندارتون به پنځو ورځو لپاره دوام وکړي او ګڼ شمېر کورني او بهرني ساختماني شرکتونه او لیدونکي به ترې ننداره وکړي.
د مسوولینو په باور، د دا ډول نندارتونونو دوام کولی شي نه یوازې د هېواد د بیارغونې لپاره زمینه برابره کړي بلکې د نړیوالو ساختماني شرکتونو د پانګونې جذبولو او د افغانستان د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره هم مهم ګام بلل کېږي.