Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کانګرېس غړي  د امریکا له حکومت د افغان پناه غوښتونکو د اقامت غځولو غوښتنه کړې

د کانګرېس غړي د امریکا له حکومت د افغان پناه غوښتونکو د اقامت غځولو غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/11/18

د امریکا د کانګرېس ډیموکرات استازو له خوا د افغانانو د خوندیتوب مودې د اوږدولو لپاره د روانو هڅو په لړ کې د کانګرېس یو ډیموکرات غړي له واشنګټن غوښتي چې د هغو افغانانو د ساتنې موده وغځوي چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې.

په کانګرېس کې د مېن ایالت ډیموکرات غړي، جېرډ ګولډن، د دوشنبې په ورځ دا غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې امریکا باید له هغو افغانانو سره کړې ژمنې پوره کړي چې د جګړې پر مهال یې د امریکايي ځواکونو په ملاتړ خپل ژوند له خطر سره مخ کړی و.

ګولډن ویلي، د خپلې پوځي دندې پر مهال یې په افغانستان کې له لسګونو افغانانو سره لیدلي چې د امریکايي سرتېرو د ساتنې لپاره یې ځانونه له خطر سره مخ کړي وو.

جېرډ ګولډن زیاته کړې: « امریکا باید له هغو افغانانو سره کړې ژمنې پوره کړي چې د جګړې پر مهال یې د امریکايي ځواکونو په ملاتړ خپل ژوند له خطر سره مخ کړی و. امریکا د دغو افغانانو د مرستې په بدل کې هغوی ته د پناه ورکولو ژمنه کړې وه او اوس باید د ساتنې د مودې په غځولو سره خپله ژمنه عملي کړي.»

ګولډن د یوې داسې طرحې ملاتړ کوي چې له مخې یې په امریکا کې مېشتو مستحقو افغانانو ته د لنډمهالي خوندي وضعیت (TPS) پروګرام بېرته فعالېږي، ترڅو د کډوالۍ د دوسیو د څېړلو پر مهال له امریکا څخه د ایستلو مخه یې ونیول شي.

ګولډن د افغانستان لنډمهاله خوندي وضعیت قانون (Afghanistan TPS Act) په اړه د رایې اچونې د ترسره کولو لپاره د دواړو ګوندونو د استازو له هڅو سره یوځای شوی دی.

هغه د کانګرېس دډیموکرات غړي، جېسن کرو له خوا د پیل شوي غوښتنلیک پاڼې هم لاسلیک کړې دي، ترڅو د استازو جرګې د مشرتابه له لارې دغه طرحه د رایې اچونې لپاره وړاندې شي.

د کانګرس د استازو جرګې د رایې اچونې د جبري ترسره کېدو لپاره د یاد غوښتنلیک لاسلیکول د ۲۱۸ غړو ملاتړ ته اړتیا لري.

د وړاندیز شوې طرحې له مخې، د افغانانو لنډمهاله ساتنه به تر ۲۰۲۹ کال پورې بېرته وغځول شي. دغه راز، مستحقو افغانانو ته به اجازه ورکړل شي چې د امنیتي او مخینې ارزونو له بشپړېدو سره سم په امریکا کې خپل قانوني استوګنځای او د کار جواز وساتي.

د ټرمپ ادارې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان لپاره د لنډمهالي خوندي وضعیت پروګرام پای ته ورساوه چې له امله یې زرګونه افغانان له دې قانوني خوندیتوب څخه بې‌برخې شول.

ګولډن له کانګرېس غوښتي چې په دې برخه کې اقدام وکړي او دغو افغانانو ته په هغه هېواد کې د خوندي ژوند جوړولو فرصت برابر کړي چې له دوی سره یې مرسته کړې.

اوس پوښتنه دا ده چې ایا د کانګرېس له خوا پیل شویو هڅو ته کومه هیله شته او  ایا ډیموکراتان به وکولی شي ټاکل شوي هدف ته ورسږي؟

د کډوالو د حقوقو فعال، ګلا خان بهادري وايي: « کانګرېس هغه ځای دی چې په کې د امریکا د دولت قوانین پاس کېږي. اوس هیله ده چې دوی د افغان پناه غوښتونکو په اړه مثبت فکر وکړي او د بیا مېشتېدو لپاره یې ګامونه پورته کړي. باید د هغو افغانانو د اسنادو ترلاسه کولو لپاره هم سهولتونه جوړ کړي چې تر اوسه یې قانوني اسناد نه دي ترلاسه کړي.»

د افغانانو د احتمالي ایستلو په اړه د راپورونو له خپرېدو سره د دغو هڅو د چټکتیا غوښتنې هم زیاتې شوې دي.

په راپورونو کې ویل شوي چې امریکايي چارواکو د شاوخوا۱۵۰ افغانانو د ایستلو پلان درلود چې د پاکستان له لارې یې ولېږدوي، خو دغې موضوع افغانستان ته د هغوی د بېرته ستنېدو د خوندیتوب په اړه اندېښنې راپارولې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د تورغونډۍ بندر پراختیايي پروژې چارې، ۴۵ سلنه پرمخ تللې دي
افغانستان

د تورغونډۍ بندر پراختیايي پروژې چارې، ۴۵ سلنه پرمخ تللې دي

نوومبر 18, 2026
نړیوال تعامل، نږدې همغږي او دوام لرونکې خبرې اترې د باثباته افغانستان اړتیا ده
افغانستان

نړیوال تعامل، نږدې همغږي او دوام لرونکې خبرې اترې د باثباته افغانستان اړتیا ده

نوومبر 18, 2026
د رغونې او بیارغونې څلورم ملي او نړیوال نندارتون پرانېستغونډه ترسره شوه
افغانستان

د رغونې او بیارغونې څلورم ملي او نړیوال نندارتون پرانېستغونډه ترسره شوه

نوومبر 18, 2026
ایران افغانستان ته د ۲۰۰۰ مېګاواټه برېښنا لېږدولو چمتوالی اعلان کړی
افغانستان

ایران افغانستان ته د ۲۰۰۰ مېګاواټه برېښنا لېږدولو چمتوالی اعلان کړی

نوومبر 18, 2026
اذربایجان: د نورو دریځ ته له کتو پرته، افغانستان سره د اړیکو پر رغولو کار کوو
افغانستان

اذربایجان: د نورو دریځ ته له کتو پرته، افغانستان سره د اړیکو پر رغولو کار کوو

نوومبر 18, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت زعیم: بهر مېشتې افغانان دې له سوله ییز فکر سره هېواد ته راستانه شي

نوومبر 18, 2026

وروستي خبرونه

د تورغونډۍ بندر پراختیايي پروژې چارې، ۴۵ سلنه پرمخ تللې دي

د تورغونډۍ بندر پراختیايي پروژې چارې، ۴۵ سلنه پرمخ تللې دي

نوومبر 18, 2026
بلخ کې د ١٥ میلیونه افغانیو په لګښت د وزلوبې لوبغالی جوړېږي

بلخ کې د ١٥ میلیونه افغانیو په لګښت د وزلوبې لوبغالی جوړېږي

نوومبر 18, 2026
د کانګرېس غړي  د امریکا له حکومت د افغان پناه غوښتونکو د اقامت غځولو غوښتنه کړې

د کانګرېس غړي د امریکا له حکومت د افغان پناه غوښتونکو د اقامت غځولو غوښتنه کړې

نوومبر 18, 2026
نړیوال تعامل، نږدې همغږي او دوام لرونکې خبرې اترې د باثباته افغانستان اړتیا ده

نړیوال تعامل، نږدې همغږي او دوام لرونکې خبرې اترې د باثباته افغانستان اړتیا ده

نوومبر 18, 2026
د رغونې او بیارغونې څلورم ملي او نړیوال نندارتون پرانېستغونډه ترسره شوه

د رغونې او بیارغونې څلورم ملي او نړیوال نندارتون پرانېستغونډه ترسره شوه

نوومبر 18, 2026
افغانستان او هند د اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا او پراختیا خبرې کړې

افغانستان او هند د اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا او پراختیا خبرې کړې

نوومبر 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist