Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګري ملتونه: افغانستان کې د کوکنارو کښت د تېر کال په پرتله ۱۹ سلنه زیات شوی

نړۍ ایران او پاکستان، خو ایران بیا افغانستان کې د کوکنارو کښت له زیاتېدو اندېښنه ښودلې  

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/11/17

د روان زېږدیز کال  په اکټوبر میاشت کې د یورو اېشیا د یو مستند راپور له خپرېدو وروسته چې د بریټانوي متخصصینو په حواله یې د پاکستان تر کنټرول لاندې بلوچستان او د ایران سیستان او بلوچستان سیمو کې د کوکنارو د کرکیلې له پراخېدو خبر ورکړی و، ایران  تازه ادعا کړې چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت د پراخېدو په حال کې دی.

ایراني رسنیو د دې هېواد  د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزې ادارې عمومي منشي، حسین ذوالفقاري  له قوله راپور ورکړی چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، د نشه يي توکو کښت کم شوی و، خو اوسمهال یو ځل بیا د زیاتېدو په حال کې دی.

د یوې ایراني رسنۍ د راپور یوه برخه کې راغلي: « د اسلامي امارت له لوري د نشه‌یي توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې د ورکړل شوي فرمان له صادرېدو وروسته، د څو کلونو لپاره پایلې مثبتې وې، خو د شته معلوماتو له مخې، یو ځل بیا په افغانستان کې د نشه‌یي توکو کښت په چټکۍ سره د زیاتېدو په حال کې دی.»

د نشه‌یي توکو پر وړاندې د ایران د مبارزې ادارې منشي داسې مهال دا ادعاوې کوي چې د نړیوالو راپورونو له مخې، د ایران سیستان بلوچستان سوېل ختیځ د کوکنارو اصلي تولیدي سیمه ده او د رضوي خراسان شمال ختیځ، د کرمانشاه لوېدیځ، د لرستان لوېدیځ او د فارس په سوېلي سیمو کې په پراخه پیمانه کوکنار کرل کېږي چې د بریټانیایي متخصصینو له لوري دا  مسئله د اندېښنې وړ بلل شوې وه.

د سیمه ییز وضعیت څارونکي بیا وایي، ګاونډي هېوادونه له دې موکې په استفادې چې افغانستان ملګرو ملتونو کې استازی او له ډېرو هېوادونو سره رسمي ډېپلوماټيک تعامل نه لري، هڅه کوي چې خپل تور لاسونه د هسې ادعاوو له مخې په افغانستان پاک کړي.

د پوهنتون استاد،  شهسوار سنګروال وايي: « زه فکر کوم دا هغه دروغ دي چې دوی غواړي په خپل هېواد کې تولید کړي نشه يي توکي پر افغانستان ور وتپي. همدا اوس یو شمېر سیمه ییزو او نړیوالو رسنیو راپورونه ورکړي چې د پاکستان او ایران په یو شمېر سیمو کې کوکنار کرل کېږي او ترې تولید شوي مخدره مواد، نړۍ ته صادرېږی؛ دوی غواړي دغه تور لاسونه په افغانستان پاک کړي او دا ډول بېباکه څرګندونې وکړي.»

د اسلامي امارت چارواکو په ځلونو د ملګرو ملتونو او یوشمېر هېوادونو دا ډول بې بنسټه ادعاوې رد کړې دي.

تازه یوځل بیا  د ریاست الوزراء اداري مرستیال دا ډول ادعاوې بې اساسه بولي او زیاتوي چې د نشه‌يي توکو د کښت او قاچاق په برخه کې یې د امیر المومنین فرمان عملي کړی او په خبره یې، هېچاته به اجازه ورنه کړي چې په هېواد کې د نشه‌یي توکو کښت او قاچاق وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي وايي: « امیرالمؤمنین فرمان صادر کړ چې له دې وروسته په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت، تولید، قاچاق او کارول بند دي. همدارنګه اسلامي امارت پرېکړه وکړه چې له پارکونو، پلونو او هرځای څخه په نشه يي توکو روږدي کسان راټول کړي، درملنه یې وکړي او بېرته یې خپلو کورنیو ته د یوه روغ انسان په توګه وسپاري. دغه پروسه په مرکز او ټولو ولایتونو کې په پرله پسې توګه ادامه لري.»

د نشه‌یي توکو له برخې ورها خوا، د سیاست، امنیت سوداګرۍ او نورو بېلابېلو برخو کې ګاونډیو هېوادونو په نړیوالو سټېجونو، سیمه‌ییزو ناستو او لیدنو کې د افغانستان په تړاو بېباکه او غیر مسوولانه څرګندونې کړې چې په نړیوال باور کې خپلې ملامتیاې پټوي او افغانستان ته ګوته نیسي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

اسحاق ډار: اسلام اباد د سوله ییز او باثباته افغانستان لپاره خبرو اترو ته دوام ورکوي
افغانستان

اسحاق ډار: اسلام اباد د سوله ییز او باثباته افغانستان لپاره خبرو اترو ته دوام ورکوي

نوومبر 17, 2026
خالص: د اقلیمي موضوعاتو عدالت غوښتنه کې له افغانستان سره توپیر چلن کېږي
افغانستان

خالص: د اقلیمي موضوعاتو عدالت غوښتنه کې له افغانستان سره توپیر چلن کېږي

نوومبر 17, 2026
حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي
افغانستان

حنفي: د اسلامي امارت ځواکونه د بې پیلوټه الوتکو په ګډون، په عصري وسلو سمبال دي

نوومبر 17, 2026
عدلیې وزیر: د افغانستان نظام شرعي او اساسي قانون یې قرآن کریم دی
افغانستان

عدلیې وزیر: د افغانستان نظام شرعي او اساسي قانون یې قرآن کریم دی

نوومبر 17, 2026
لینډزي د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ په اړیکو کې د کړکېچ حل په موخه پاکستان ته سفر کوي
افغانستان

لینډزي د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ په اړیکو کې د کړکېچ حل په موخه پاکستان ته سفر کوي

نوومبر 16, 2026
خوست کې د ۱۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ودونو او کنفرانسونو عصري تالار جوړېږي
افغانستان

خوست کې د ۱۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ودونو او کنفرانسونو عصري تالار جوړېږي

نوومبر 12, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار کې د بوجیو جوړولو یوه کارخونه په ورځنۍ کچه ۳۰ بوجۍ تولیدوي

ننګرهار کې د بوجیو جوړولو یوه کارخونه په ورځنۍ کچه ۳۰ بوجۍ تولیدوي

نوومبر 17, 2026
جوزجان کې د ګازي برېښنا د تولید بهیر بېرته پیل شو

جوزجان کې د ګازي برېښنا د تولید بهیر بېرته پیل شو

نوومبر 17, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې د کوکنارو کښت د تېر کال په پرتله ۱۹ سلنه زیات شوی

نړۍ ایران او پاکستان، خو ایران بیا افغانستان کې د کوکنارو کښت له زیاتېدو اندېښنه ښودلې  

نوومبر 17, 2026
روغتیا وزارت د شکر ناروغۍ د درملنې او مخنیوي لپاره د نړوالې همکارۍ غوښتنه کړې

روغتیا وزارت د شکر ناروغۍ د درملنې او مخنیوي لپاره د نړوالې همکارۍ غوښتنه کړې

نوومبر 17, 2026
اسحاق ډار: اسلام اباد د سوله ییز او باثباته افغانستان لپاره خبرو اترو ته دوام ورکوي

اسحاق ډار: اسلام اباد د سوله ییز او باثباته افغانستان لپاره خبرو اترو ته دوام ورکوي

نوومبر 17, 2026
د ایکو همکاریو سازمان د وزیرانو  شورا دېرشمه غونډه پای ته ورسېده

د ایکو همکاریو سازمان د وزیرانو  شورا دېرشمه غونډه پای ته ورسېده

نوومبر 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist