د سوېلي اسیا د اقلیمي عمل شبکې، د افغانستان برخې له لوري د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلون اړوند غونډه کې، د اقلیمي عدالت د عملي کېدو لپاره، ۱۵ثانیې سکوت وکړ.
په دې غونډه کې تر ډېره تمرکز د اقلیمي بدلون له درکه د افغانستان پر اغېزمنتیا او په نړیواله کچه په دې برخه کې د اقلیمي عدالت پر نه رعایت کېدو ورټول دی.
د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې رییس، له دې درکه پر نړیوالو تندې نیوکې کوي چې افغانستان ته یې په نړیوالو ناستو کې د غړیتوب، ګډون او غږ پورته کولو چانس نه ورکوي او د اغېزمنېدو کچې ته په کتو ورسره هغه ډول مالي مرستې نه کېږي.
رییس یې ادعا کوي چې د اقلیمي برخې نړیوالې مسوولې برخې، په لوی لاس د افغانستان د غږ چوپ کولو هڅې کوي.
د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې رییس، مطیع الحق خالص وايي: « په اقلیمي موضوعاتو چې کومه د عدالت غوښتنه ده، په دې برخه کې له افغانستان توپیري چلن روان دی، غږ یې تر نړۍ نه رسول کېږي، په مالي سرچینو کې خپل حق ته لاسرسی نه ورکول کېږي.»
مطیع الحق خالص وایي، اقلیمي مسایل بشري موضوعات دي چې نړۍ باید ورسره سیاسي چلن ونه کړي.
نوموړی په افغانستان کې د اقلیمي ناوړه اغېزو له درکه په راتلونکي کې د اسیب پذیرې او اغېزمنتیا د کچې له لوړېدو خبرداری ورکوي.
په ورته مهال، د سوېلي اسیا د اقلیمي عمل شبکه د افغانستان برخه هم ورته غوښتنې لري.
د چاپېریال ساتنې عمومي ادارې رییس زیاتوي: « موږ له دې ځایه پر نړیوالو غوږ کوو چې د اقلیم موضوع بشري موضوع ده او باید له سیاست سره هېڅ ډول تړاو ورنه کړي. د افغانستان مظلومه ټولنه هم باید ورته لاسرسی ولري.»
د افغانستان راتلونکي نسلونو موسسې رییس، نعمت الله رحیمي وايي: « له ۲۰۲۱ کال راهیسې په نړیوالو اقلیمي خبرو اترو او پرېکړو کې د افغانستان ګډون په جدي توګه محدود شوی. هلته یوازې یو شمېر افغان متخصصینو او د موسسو استازو ته د ګډون، محدود فرصتونه برابر شوي دي. اقلیمي بدلون سیاسي پولې نه پېژني او اقلیمي عدالت هم باید له سیاسي پولو سره ونه تړل شي.»
هاخوا د چاپېریال ساتنې برخې متخصصین هم د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره د مبارزې برخه کې د نړۍ، په تېره بیا د لویو صنعتي هېوادونو پر دوه ګوني چلن نیوکې کوي.
دوی وایي، په داسې حال کې چې دغو هېوادنو یوازې تېر کال فضا ته۶۰میلیون ټنه مضره یا کاربن ګازونه ازاد او بېوزله او مخ پر ودې هېوادونه یې له دې درکه له ناوړه او نه جبرانېدونکو زیانونو سره مخ کړي؛ خو د دې خلاف یې د مالي سرچینو ډېره برخه ځان او ناچیزه هغه اغېزمن شویو هېوادونو ته په واک کې ورکوي.
د کابل پوهنتون د چاپېریال ساتنې پوهنځي رییس، لطف الله ساپی وايي: « په ۲۰۲۵ کال، ۱۷۹ میلیارد ډالره په ټوله نړۍ کې اوډياې ته ځانګړي شوي او ټول په وروسته پاتې، درېیم او دویم درجه هېوادونو کې لګول شوي.»
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د ګلخانهیي ګازونو په تولید کې چې د اقلیمي بدلون اصلي لامل بلل کیږي، ناچیزه ونډه لري؛ خو د اغېزمنتیا له درکه د لومړیو هېوادونو په کتار کې دی.
د کره معلوماتو له مخې، افغانستان په تېرو پنځوسو کلونو کې خپلې ۵۴ سلنه تر ځمکې لاندې اوبه له لاسه ورکړې دي، کرنیزې ځمکې یې شاړې شوې او د هوا ککړتیا یې جدي حد ته رسېدلې.