د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د اسلامي امارت د زعیم د فرمانونو په اړه په څلور ورځني علمي ـ څېړنیز کنفرانس کې ویلي، نظام او قانون یو له بل سره تړلي او نظامونه د خپلو قوانینو له مخې پېژندل کېږي.
شرعي د هغو څرګندونو په اړه چې اسلامي امارت اساسي قانون نه لري، په غبرګون کې د وضاحت په توګه زیاته کړې چې د افغانستان نظام شرعی دی او قانون به یې هم د شریعت په رڼا کې وي.
د نوموړي په خبره، اساسي قانون یې قران کریم او شریعت دی چې هېڅ ډول لاسوهنه او بدلون په کې نه شي رامنځته کېدلی.
شیخ عبدالحکیم شرعي وايي: « که زه دا منم چې قرباني مې د شرعي نظام لپاره ورکړې، نو قانون به مې شرعي وي او شرعي قانون دېته وايي چې د شارع له خوا وي، نه زما او ستا له طرفه. زما او ستا اساسي قانون دغه قرآن دی چې د الله کتاب دی.»
د عدلیې وزیر دغه راز وايي، په تېر کې د افغانستان حکومتونو د اساسي قانون چې وضعي قانون بلل کېږي، مخالفتونه لرل او د دې قانون منونکو نظامونو یې د تطبیق په برخه کې په اصولو نیوکې لرلې او د عملي کېدو په برخه کې یې ستونزې ایجاد کړې وې.
شیخ عبدالحکیم شرعي په دې اړه وايي: « وضعي اساسي قانون په ۱۳۰۱ کال کې د امان الله خان پرمهال جوړ او په ۱۳۰۳ کې تصویب شوی. دې قانون ۷۳ مادې او ۸ فصلونه لرل. نادخان چې کله راغی، هغه وویل چې دا قانون نه مني او خپل اساسي قانون یې جوړ کړی چې ۱۱۰ مادې او ۱۲ فصلونه لري. بیا یې زوی راغی، ظاهر شاه، هغه د خپل پلار قانون ونه مانه.»
د کورنیو چارو وزیر بیا د اسلامي امارت د زعیم د فرمانونو په اړه په علمي ـ څېړنیز کنفرانس ويلي چې د نظام د ټینګښت لپاره د خلکو ملاتړ اړین دی. خلیفه سراج الدین حقاني ټینګار کړی چې مسوولین باید کلیو او بانډو ته لاړ شي او خلک د اسلامي نظام له ارزښتونو سره بلد کړي او د دې نظام ملاتړ ته یې را وبولي.
حقاني دغه راز ویلي، د اسلامي امارت مشرتابه فرمانونه او پیغامونه باید د افغانستان هر کلي ته ورسول شي او خلک یې له ارزښت او اهمیت څخه خبر کړل شي.
د نوموړي په خبره، افغانستان له یوې اوږدې مودې وروسته د اسلامي نظام د جوړېدو شاهد دی او د دې نظام تطبیق د یو ستر او دروند مسوولیت په توګه د شل کلنې مبارزې په پرتله لا زیات مسوولیتونه لري.
کورنیو چارو وزیر زیاته کړې: « که موږ په اساسي مانا ورته فکر وکړو، په ټولنه کې ستونزې خامخا وي، خو د هواري لارې یې هم شته. هغه داسې هوارېږي چې موږ یوازې د منبر په سر خلک مخاطب نه کړو بلکې ښارونو، ولایتونو، ولسوالیو او کلیو ته خلکو ته ورشو او له اسلامي نظام څخه یې خبرو کړو.»
د یادونې وړه ده چې د اسلامي امارت د زعیم د فرمانونو په اړه علمي ـ څېړنیز کنفرانس به څلور ورځې دوام وکړي چې د لومړۍ ورځې ویناوال یې تر ډېره د اسلامي امارت چارواکي او د پوهنتون یو شمېر استادان وو.
د یادونې وړه ده چې د دې علمي او څېړنیز کنفرانس اصلي موخه په بېلابېلو شرعي، ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د اسلامي امارت د زعیم د فرمانونو ارزونه او څېړنه بلل شوې.